کور / ترخې خبري / په تخار کي ۷۰۰ پښتانه له کړاوونو ډکي شپې تيروي

په تخار کي ۷۰۰ پښتانه له کړاوونو ډکي شپې تيروي

د يرغمل شوو کډوالو ستونزي ، د ولسمشر کرزي له خوا د ورليږل شوي پلاوي کړني او د موضوع په اړه ستاسو نظرونه :
 وحيدالله سباوون : د تخارپښتنوته  به دخپل  کلي او کرهني ځمکي نه ورکول کيږي 
د تخار ولايت د راستنو شوو مهاجرينو  کډې اوس هم په لاريو كې بار دي او د ١٤ورځي لپاره دخواجه بهاوالدين  و لسواليي په زندان کي محاصره دي.
د ګډوالو د ستونځو او  محاصر ي دحل لپاره دوحيدالله سباون په مشري دکرزي لخوا استول شوي هيت  پريکړه کړي چه   تخارپښتنوته  به دخپل  کلي او کرهني ځمکي نه ورکول کيږي دوئ دي بل کلي ته ولاړ شي او هلته به ٧بسوي ځمکي د کورونه د جوړولو لپاره ورکول کيږي,
دکرزي لخوا استول شوي پلاوي يو تن مامور جبار شلګري دا پريکړه ظالمانه بولي او وايي پرته له کوم مصلهته دي د تخارپښتنوته   دخپل  کلي او کرهني ځمکي  ورکول شي او بل ځاي ځمکي ورکول به د نورو ګډوالو لپاره يو غلط بنياد کيږدي او دشمال ميشتو پښتنو لپاره به د هميش لپاره د هيواد په شمال کي ژوندون ګران کړي..


کډوال وائي دغه ظالمانه فيصله نه منو  يوازي او يوازي خپل حق غواړو.
دکډوالو يو تن مشر حاجي محمد سرور وائي  وحيدالله سباون په وړاندي ازبک جنګ سالار  قاضي کبير او جمشيد ازبک راته وويل د کوکچي د سيند نه ديخوا ته پښتون نه منم لاسونه مو تر کرزي او ظاهرشاه کل ازاد .
حاجي محمد سرور وائي   پدي ډول دوران کي وحيدالله سباون خاموش و  او حتي د ازبکانو تايد ئي کولو او ماته يئ وويل د خپلو ځمکو نه تيرشه.


کارپوهان په تخار کي خپلو هستوګنځايونو ته د ۷۰۰ نفرو زړو ، وړو ښځو او ماشومانو د بيرته ورستنېدو او په خپلو مېنو کي د مېشته کېدو مخنيوونکي د بشري، حقوقي او اسلامي قوانينو ماتوونکي بولي او د ولسمشر کرزي په ګډون د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مسولينو څخه هيله کوي په کلکه غوښتنه کوي چي که دې ستونزي ته ژر تر ژره جدي پاملرنه ونه شي ښايي په کندهار ، ننګرهار ، کنړ او پکتيا په ګردېز کي مېشت هغه پارسيبانان چي د اوږدې مودې راهيسي د ښارونو په مرکزونو کي هستوګن دي او ارام ژوند کوي ديادو شوو ولايتونو د اکثريت اوسيدونکو له خوا له کورونو شړلو ته مجبور شي چي بيا به يې حل د اوسنۍ ستونزي د حل په پرتله ډير ستونزمن وي .


د افغانستان د سياسي او کورنيو چارو يو کارپوه ددې پېښي په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړه او زياته يې کړه چي د کندهار ولايت په مرکز د ښار په زړه ( لومړۍ ناحيه ) کي ، د کنړ په مرکز اسداباد، د پکتيا په ګردېز او جلال اباد په يو شمېر مرکزي سيمو کي د اوږدې مودې راهيسي پاړسي ژبي مېشت دي او هر وخت د پښتون ولس له خوا د وروڼو په سترګه ورته کتل شوي دی ، دغه ډول پښتون ولس هم د افغانستان په شمال کي د تاجک ، ازبک او هزاره له وروڼو قومونو څخه هيله کوي چي په خپلو سيمو کي د پښتنو اوسيدونکو د سر ، مال او عزت درناوی وکړي .
د موضوع په اړه نور سرليکونه:


 





د لوستونکو تبصرې دلته لوستلائ سئ !



 

تبصره نسته

  1. دافغانستان درنو مالكانو ته!
    د څه وخت نه راهيسى چي زموږ په وطن باندي سور يرغل راغلى دى دهغه راهيسى زموږ ګران وطن افغانستان كومه دخوشحالى ورځ نه ده ليدلي تاسو څه فكر كوي چي دغه په ډالرو ولاړ واكمنان اوس اوس دافغانستان دابادى او سوكالى او يو موټى كيدو لپاره كار كوي او كه دبربادى ، نفاق او دافغانستان د ويشلو لپاره. څه سول هغه دوطن مينان چي خپل بچيان ، ورونه او خويندى ئي دافغانستان دابادى او يووالى لپاره قرباني كړل ؟ ايا فعلاً په افغانستان كي داسي هيڅوك هم نسته چي يوځل بيا دافغانستان ديووالي نارى وكړي؟ اياد هغو افغانانو چي دخپل ملت لپاره ئي خپلي وينى قرباني كړي ، سرونه ئي بايلول صرف ددي لپاره وه چي په وطن كى دپښتو او فارسى لپاره زمينه همواره كړي؟
    درنو افغانانو!
    دهغه خلكو څخه چي د يوڅو ورځو لپاره اوس دافغانستان په ادارو كي پر منصب او چوكى ناست دي دهيڅ تمه مه كوي ځكه چي دغه دمنصب خاواندان داهليت په حساب نه بلكه دواسطي او درشوت په خاطر ځانونه دغه ځاى ته رارسولي دى نو چيري به دوى ديوى كونډي، يتيم،مسكين او غريب اواز واورى . دغه پښتانه چي وايي موږ دپښتنو لپاره كاركوو هيڅ هم ديوه پښتون څخه نه اورى. كه چيرته دغه خبرو ته غوږ نيوالى نو ولي به دپښتنو پر ناويانو، كونډيانو او ماشومانو به دغه ړانده بمونه اوريدلاى . ستاسو پښتنو څخه ديو پښتون افغان په صفت دا درته وايم چي ددغو خلكو په خبرو مه خطاوزى. نن ئي ددي فيصله وكړل چي ، د۱۵ ورځو راهيسى وږي او تږي مسافر چي ديوه داسى منصب لرونكى په خبره خطاوتلي دي چي دپښتنو لپاره ئي هيڅ هم نه دي كړي او نه به ئي هم وكړي، دغه پښتانه بايد دخپلو كورونو او ټاټوبو څخه بي برخي سى. دا هم دوى ته ډيره اسانه خبره ده چي صبا ووايي چي ټول پښتانه بايد دشمال څخه راووځى ځكه دوى خپل اصليت وخپل قوم ته هغه وخت ښكاره كړي كله چي د بهسودو په ولسوالي كى پر كوچيانو د هزارګانو ديرغل په مقابل كى چوپ پاتي سول او يوازى او يوازى ئي هغه خلك ملامت كړل چي هلته ئي ابايي مځكى درلودي . يو پښتون وكيل را ولاړ نه سو چي ولي داكارونه دپښتنو پر ضد روان دي، ولي په پښتنو سيمو كى ښځي او ماشومان بمباري كيږى ، ولي په پښتنو سيمو كى امنيت ورځ په ورځ خرابيږى او په پښتنو سيمو كى د ښووني او علم دروزاى تړل كيږى؟ ددي جواب دهر افغان سره سته. هغه دادي كه چيري دوى داخبري وكړي نو هغه ډالرونه چي دوى ته دپښتنو ضد عاملينو لخوا وركول كيږى هغه به باندي ودريږى او كه چيري دا نظام خراب سى دى وكولاى سى په هغه ډالرونو باندي خارج ته وتښتي. كه چيرته دغه حالت همداسي روان اوسي ليري نه ده چي تاسو به افغانستان په دوو ټوټو كي ووينى شمالي خراسان او جنوبي افغانستان.

  2. سلام
    روغ اوبريالی اوسئ

    د تخار ظلم او وحشت مې زړه خوړن کړ مهربانی وکړۀ مرسته وکړه

    يوې غښتلي افغان مېرمنې اغلي کافيې پدې خبروچي په ژړا او ويرئې وويل : اولادونه ئې ناروغ اوخوراک نشته اوهره لحظه دخپل پښتني عزت د ازبکوداړه مارولخوا د تارتار کيدوله ډارسره مخامخ دي .اوټولو پښتنو ته ئې په پيغورورکړ،که پښتانه خپلي ميندي اوخوندي دنوروڅخه نشي ساتلي اوهغه پدي جرم چه پښتانه دي دمير منوسره بندي کيږي نوټول پښتانه بايدبنګړي واچوي، د شرم اوپيغورنه دي پورته نه ګوري که غېرت لري نو راپاڅی

    دا ظلم او وحشت څنګه پای ته ورسوو؟

    ١ ٠ ځانګړې ويبپانه ورته جوړه کړئ ټول افغان او بينوا

    ٢ ٠ ولسی او مشرانو جرګو غړو ته ایملونه او ټییلفون وکړئ

    ٣ ٠ په هر ځای کې غونډی وکړئ دا ظلم او وحشت وغندی رپوټ يې خبري رسنيو ته ورکړئ

    ٤ ٠ ټولو ملی او نړيوالو مدني ټولنو ته ليکونه وليږئ دا کار بايد افغانۍ ټولني او جرګي په هيواد او له هيواده بهر وکړئ

    ٥ ٠ ټولو افغانانو ته ددې ظلم او وحشت خبر ورسوئ په هره وسيله چې کيدای شی

    ٦ ٠ ټولو خبري رسنيو ته ددې ظلم او وحشت خبر ورسوئ

    ٧ ٠ ژورنالستان بايد د ټولو مخورو شخصيتونو سره مرکې وکړئ او رپوټ ېې د ټولو خبري رسنيو له لاری ټولو ته ورسوئ

  3. عزیزانـــــو!

    له دوو اونیو څخه زیاته موده وشوه چي زموږ کډوال وروڼه کډه بارله خپلو رنځورو وړو او زړو سره د روژې په مباره که میاشت کې په خپل پلرني هېواد کې زنداني او برمته دي که داسې عمل له کوم بل قام سره شوی وای اوس به تاسو لیدلي وو چي، دغربي نړۍ ټولې رسنۍ به پرې ګرمې وې نورخوڅه چي ان لاورابوش به لوڅې پښې پسې را رسېدلې وه نن ورځ چي موږ پښتانه نه په اسمان ستوری لرو او نه په ځمکه سیوری خویو داسې لایزال خالـق لرو چي د سـترګو په رپ کې به نړۍ په دا بل مخ راواړوي په هر صورت موږ به دا ټول په خپل رنګین، ویاړلي تاریخ کې ثبت کـړوهره جفا او هر ستم به راسره ولیکو ورځ به یې راشې بیابه حساب ورسره کوو په خیر خو اوس دومره کار باید خامخا وکړو چي، سوچه افغانان او پردي رامحاجرشوي کسان هم پخپله وپېژنواوهم دوی پوه کړوچي تاسوله کومه وخته زموږ خاورې ته راغلي یاست او کوم تاریخ لرئ له همدې کبله به زه په لنډو ټکو کې د ازبکو په اړوند دومره تاسو ته ولیکم چي دوی د ترک له یوې کوچي قبیلې څخه منشه اخلي په اصل افغانان نه وودوی د روسي بلشویکانو له ویرې له ازبکستان څخه راوتښتېدل بیاغازي امان الله خان په شمال کې هم پناه ورکړه هم یې ځمکې او نور امتیازونه ورکړل هم یې ترشپږو کلونو پورې له مالې څخه معاف کړي وو خو اوس د څو مغرورو او کم اصلو مشرانو په توشه مظاهرې کوې او زموږ د هیواد اصیل زامن یې په خپل پلرني ټاټوبي کې برمته کړي دي نه خو د اسلام پروا لري او نه د نظام، په ډاګه د دولتي استازي پرېکړه ردوي او نارې وهي چي، پښـــتانه د کوکچې په سیمه کې نشي اوسېدای اوس تاسې پخپله قضاوت وکړئ داڅومره لویه جفا اوسپین سترګي ده؟ که یادمووی دوه لسیزې مخکې زموږ یو شمېر ناپوهو دولتي چارواکو د همدې قبیلې داړه ماران د دوستم (ګلمجم) په مشرۍ زموږ په پښتون مېشتو سیمو ور خوشي کړل لپاسه به بمباري لکه دا نن ورځ زموږ په کړېدلو وروڼو روانې وې اوله ښکې به دوستمیانو د بې وسه او بې کسوپښتنوګلمونه ټولول اوسرونه به یې د وخت کم عقلانو ته وروړل اخېر داسې وخت راغی چي،هغه چاچي دوی یې نازول اوخپل پشتانه یې پرې وژل،هغه یې پخپله وخوړځکه خو ویلی شوچي، د لېوه زوی به خامخا لېـوه را خېژی نن چي دا لعنتي لطیف پدرام، ګلمجم او نورو نابللي داسې په غبرګو پښو د پښـتون په مرۍ ولاړ دي علت یې زموږ د عاطفې افراط دی دا هر څه موږ پخپله په ځان راوستي دي ومونه لیدل چي زموږ مظلوم ولس په څومره اخلاص سره دې پردي پال کرزي ته رایه ورکړه خو په مقابل کې یې یو ځل بیادا مظلوم ولـس د جنګي جنایتکارانو چړې ته وتاړه، د خپلې بې همتي له وجې یې ټوله دونیا وشرموله د دموکراسۍ کور یې هم ور وران کړلکه څنګه چي روسي کمونستانوپخپلواحمقانه او افراطي چارو خپل سوسیالیزم وشرماوه همداسې غربي نړۍ هم په همدې جګړه مارو د دموکراسي رنګ بد کړنږدې اووه کاله کیږي چي په اصطلاح نړیواله ټولنه لګیا ده افغانستان راته جوړوي پینځه غله یې راوستل یو پینځه لوکس هوټلونه یې دخپلوغلاو لپاره جوړ کـړل نور ځو موږ بې له دې چي هره ورځ زموږ د سپېرو خاورو کلي را وران کړي څه ونه لیدل.

    کرانو وروڼو!

    که هر څه مو داصولو په چوګاټ کې له وسه کیږي خپل پښـتانه وژغورئ د نړۍ په هره برخه کې کولای شئ چي له سیاسی مخورو کسانو سره اړیکه ونیسئ او قناعت ورکړئ چي، که وینې له موږ تویږي سا به دتاسې راسره وخېژی خوکه نېت مو د پښتون تباهي وي نو تاسې به بیا په چا ځان ساتئ په ګلمجم؟! چي نور مو هم ښه پسې وشرموي؟!

  4. د درمـــــــــــند اور تــــر پلالــي رسيږي:

    دتخار دپښتنو دستونزو اوو رباندي دكيدونكوظلمو نو په خبريدوسره په دبي كي ميشتو پښتنو سخت ټكان وخوړ له ډيري خواشني او انديښني نه پو هيږي څه وكوي . او خپله خواشني يي په ميړانه څرګنده كړه . دټولو پښتنو نه په كلكه هيله كوي سي لا س تر زني دي نه كيني ، دتخار دپښتنو سره دي عملي ملا تړ وكوي په دي لاره كي يي ټول ريښتني پښتانه ملګري دي ، دښاغلي كرزي نه په كلكه هيله كوي سي زرترزره دي دغو پښتنو ته خپل حق وركړل سي ، پښتانه كه هر څوك ترمخ ولري چي ميړانه او غيرت ونه لري نو سي وروريي وي هم څني بيزاره دي .تاسو فكر وكوي پر هغو خوارانو پښتنو به څه تيريږي سي هره شيبه يي عزت د نامردانو ازبكانو له خوانه تر ګوا ښ لاندي دي ، ښاغلي كرزي صاحبه كه ته په دي حالت كي ووه اوسيږي نو څه حال به دي وي ، او له عزيزانو پښتنو به دي څه غو ښتنته وي ،او كه پښتانه دي غور ونه كوي بيابه نوپه كوم حال كي اوسي خپلي غوښي كش كړه دبل هم هم داسي غو ښي خوږئږي .ستا دمصلحتونو ګټۀ او پايله داشوه ستا دقدرت ګټه ټولو پښتنوته داشو ه چي په رڼا ورڅ دپښتنو عزت ليلا ميږي ، ستا تر ګيره لاندي ، دا څنګه پښتو ده ايا دپښتو يو داسي احساس دي په رګونو او وينه كي ژوندي ده چي ديوي پښتني خور په عزت ننګه وكو ي .تر اوسه خو موږنه دي ليدلي نوريي هم دليدو تمه نه لرو.څكه تاسو ته ترهر څه دخپل قدرت ساتل اهميت لري ، ستا څه كيږي كه پښتانه بي عزته كيږي كه وژل كيږئ ستا عزت اوستا قدرت خو ساتلي دي ،خو داخبره هم بايد ته اوستا ټوله دقدر ت ساتلي ډله په ياد ولري سي دا دقدرت شپي بۀ هم تيري سي ، ستانوم به بيا څوك په خوله هم وانه خلي اوهغه څه به درته ويل كيږئ چي زه يي نه شم ويلاي ، ديوي وړي خبري پر څاي پر خوارو پښتنو باندي بمونه اورول كيږئ چي القائده ده تروريستان دي خو په شمال كي په رڼاورڅ خلګ اوښ له باره سره وړي او په زغرده ستا خيالي اساسي قانون چي هم دغو دشمال بادارانودي جوړ كړيدي تر پښو لاندي كو ي څو ك ورته څه هپڅ نه شي ويلاي ،دټولو پښتنو او دملي يوالي دغوښتونكو افغانانو نه چي يوازي دافغانستان په اړه
    فكر كوي په كلكه دا غو ښتنه كوو سي زړترزره دي ددي ستونزي دهواري لپاره خپل غږونه پورته كړي ، دچارواكو تر غوږودي ورسوي ، دټولو پښتنو عزيزانو اود ملي ګوندونونه هيله كوو سي دغو مظلومو هيواد والو ته خپل حقونه ورسوي ، كه چارواكي په دي ستونزه زرترز غور وه نه كوي اودهواري لاره ددي په خوښه ورته وه نه لټوي نو ټول چارواكي اوهغه ګوندونه چي دپښتنوالي ناري وهي ،پر دوي به نور هيواد وال هڅ باور وه نه كوي ،داپوښتني ښاغلي كرزي او چارواكي كوي چي ولي طالبان ورڅ په ورڅ پياوړي كيږي وجه يي هم داده سي په دوي كي افغانان دټولو ستونزو سره سره چي ورسره لري يي عزت يي ورخوندي كړي او حق يي څوك نه سي خوړلاي كه[ داوړه وړه ټكا وه مامړ وا خله ]كه دا ديګ اوداكاسه وه نوهغه ورڅ لري نه ده چي ددي حكومت اودكرزي صاب ګدي به پورته سي ، نن جګړه دپښتنو پر ضد روانه اوپيل سويده ددي جګړي اوربۀ كه يي غم ونه خوړل سي دټولو پښنتو تر لمني پوري ورسيږي كه پلورل سويدي اوكه ويده دي او كه په دي اورو نو سوڅيږي .
    په ډيره دره نا وي ســــــــــره
    رحمــتي ګــيلانــوا ل له دبي څخه

  5. Salaams to all the team members of Larawbar Afghan.I would like to suggest /propose that the Afghani/Pashto fonts you have selected for your webs site may kindly be replaced with the one which is more "Khoshkhat" like Ghutai.

  6. کرزي صيب ! د ملالۍ د غيرت دي په تاريخ کښي نه دي لوستي…. که مو په ښوونځۍ کښي د تاريخ ښوونکی نه درلود …………….. ؟؟؟؟؟؟ کرزی صيب تاسي ولي پټه خوله ياست ؟ ؟؟؟؟پوځ ته د تيارسئ امر ورکړئ!!!!تاسي د پښتون زوی درمخه سئ !!!! که مو پر پوځ او حکومت وس نه رسيږي نو والله چي د سپيرو طالبانو اتحاد دي په ګټه دئ !!!!بس بسم الله کړه …..اول خط ته دي ولس والله که وليږي …..!!!…..

  7. ډېره د افسوس خبره خو دا ده چې په وحيدالله سباوون باندې هم د پښتون نوم پروت دى، دده خپله كډواله د تخار د فرخار د ولسوالۍ ده، ښايي د هغې د خوشالولو لپاره يې دا كار كړى وي او د ۷۰۰ پښتنو كورنيو په حق سترګې پټوي او د هغوى په خېټه ورخېژي، دا به هم د كرزي په پله پل ږدي او ځان ته به لوړ ګوري خو په اصل كې دا خلك د نورو تر اغېز لاندې خپل ژوند كوي او د هغوى تر اغېز لاندې وي او د كمترۍ د احساس ښكار شوي وي. خپل او خپله ژبه ورته كمه ښكاري او له نورو پسې په پټو سترګو روان وي.
    هسې د خلكو په ظاهر باندې بايد سړى ونه غوليږي او هغه د رحمان با با په وينا چې منځ دې وګوري چې چغزي ده او كه مټاق.
    ګرانه سباوون صيب! ښه كه چېرې ستا په دا روژه كې دا حال واى نو ستا د همدغې پرېكړې ته به دې انصاف ويلې او كه څنګه؟
    ګرانو پښتنو ورونو! نور بس د شف شف خبره بايد پرېږدو او له پوسته وتلې خبرې وكړو او خپل حق له خپلو په نوم پښتنو نه ترلاسه كړو، دا ځكه چې زموږ حق بل څوك نه خوړلى شي او نه يې خوړلى دى، دا هرڅه د پښتنو په مټ كېږي لكه د ولسمشر او د سباوو ن په څېر د نورو.
    زړه مې نه تشېږي خو په پاى كې به همدومره ووايم چې مېلمانه راغله او كوربانه له كوره وباسي.

  8. The only and only way to solve the Pashtoon problems of these days is to have a group of Pashtoon defence committee that give give deadly response to anyone dare to harm the pashtoon race.

    tooth breaking response for people such as Padram and qazi qabeer of Takhar.

    By the way the Yakhar crime is part of Padram\\\'s comments that his followers are putting it in practice. Murdabad puzdel Kharzai. Pushtoon wamen and childreen are killied in front of him and because for not losing his presidency post he keep silent and do compromise with all devals such as so called Northern Allience and Muhaqiq. Where is that Muhaqik that he used to do Hunger strike for Wardaq hazara and now his mouth is zipped.this is the worst humilliating time for pashtoon in the ever history of afghanistan. Marg per kharzai