کور / اسلامي / د روژې یو شمیر احکام (د کافورو بڼ/ شپږمه برخه)

د روژې یو شمیر احکام (د کافورو بڼ/ شپږمه برخه)

 ددې لړۍ نوري پرله پسې برخي له دې ځايه ولولئ


د خپلې سلسلې په دې برخه کې د روژې د یو شمیر احکامو بیانولو ته په لنډه توګه اشاره کیږي چې ستاسو خوږو لوستونکو پاملرنه ورته رابولم:
لومړی: د رمضان د میاشتې د داخلیدو د ثبوت نښه
د رمضان میاشت د شعبان د میاشتې د ۳۰ ورځو په پوره کیدو سره را پورته کیږي چې د هلال په لیدلو سره یې راتګ ثابتیږي او مسلمانان د روژې په نیولو پیل کوي. پیغمبر (ص) په دې هکله فرمایلي دي: ژباړه ( د هلال په لیدلو سره روژه نیسی او د هلال په لیدلو اختر کوی، که چیرې په تاسو باندې آسمان تیاره شو نو ۳۰ روژې پوره کړی) رواه البخاري
د پورتني حدیث د متن سره سم د رمضان دمیاشتې د داخلیدو په اړه د هلال لیدل شرط دی او له دې پرته بله لاره وجود نه لري او نه هم د چا د خوب لیدلو او یا داسې نورو ادعاوو په بنسټ د رمضان د میاشتې ثبوت صورت مومي لکه چې ځینو پخوانیو خلکو به استناد پرې کاوه او یا هم ځینې هیوادونه لکه پاکستان چې له سعودي عربستان سره  د وخت د توپیر په اړه ځانګړې  ادعی، عجیبې فتواوې او ځانګړی بدعت منځته  راوړی دیبلکي که هلال یا د رمضان د میاشتې سپوږمۍ  د آسمان نیمايي ته را ورسیږي خو دوی خپل ځانګړی حساب لري او د خپلې هلال د کمیټۍ په امر روژه نیسي او د هغه په امر یې اختر کوي. همدارنګه د
 رمضان دمیاشتې څخه د مخه یانې د شعبان دمیاشتې په ۳۰ نیټه د جمهورو علماوو په نظر روژه نیول روا نه ده خو که چیرې د چا داسې عادت وي چې د دوشنبې او پنجشنبې ورځې په اونۍ کې روژه نیسي او د خپل عادت له مخې یې د شعبان ۳۰ نیټه په هماغه ورځ برابره شي نو بیا یې روژه نیول پروا نه کوي. په دې هکله  پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( له تاسو څخه هیڅوک هم باید د رمضان د میاشتې له راتګ څخه یوه یا دوې ورځې د مخه روژه و نه نیسي مګر هغه څوک چې د اونیز عادت له مخې یې نوموړې ورځ ورسره برابره راشي نو دغه ورځ دې روژه ونیسي) رواه البخاري
دوهم: نیت
د فرضي روژې لپاره د نیت کول ضروري دي او دغه نیت باید د زړه نیت وي پروا نه لري که په ژبه وویل شي او یا نه خو چې د زړه پوخ نیت موجود وي. د حفصه (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( که چیرې څوک د سهار د داخلیدو څخه د مخه د روژې نیت و نه کړي نو روژه یې سمه نه ده) رواه ابن ماجه
البته دغه حکم د رمضان د میاشتې د روژې په هکله دی خو د نفلي روژې د نیولو لپاره د دې ډول نیت کول ضروري نه دي او یو څوک کولای شي البته په هغه صورت کې چې څه شی یې نه وي خوړلي یا چښلي د لمر ختلو څخه وروسته هم نیت وکړي او نفلي روژه و نیسي.
د نیت د درلودلو په هکله دوه ټکي د  پاملرنې وړ دي چې باید په نظر کې و نیول شي:
•       ځینې خلک د نیت په هکله وسواس کوي او نوموړی وسواس د نیت په وړاندې د خطر د ټکي په توګه یادوي. باید وویل شي چې دغه وسواس د شيطان د فریب او خطاویستلو څخه سرچینه اخلي چې د مسلمان د اغوا لپاره یې په کار وړي خو مسلمان شخص د رمضان د میاشتې له داخلیدو سره سم داسې محکم نیت کوي چې دا میاشت به تر آخره پورې روژه نیسي نو لکه مخکې چې وویل شول مهمه نه ده چې نوموړی نیت په ژبه  یاد شي او یا نه خو د زړه محکم نیت باید وجود ولري.
•       د نیت په دایره کې هغه ټول مدت راځي چې د پشلمي څخه را نیولې د ماښام تر آذان پورې دوام کوي. که چیرې یو څوک په داسې حال کې د شپې ویده شي چې دا ورته څرګنده نه وي چې د رمضان میاشت داخله شوې ده سهار پاڅي او سباناری هم وکړي او بیا ورته معلومه شي چې د رمضان میاشت داخله شوې  ده نو باقي ورځ دې خپله روژه تر ماښام پورې بشپړه کړي.
دریم: پشلمی
پشلمی د رمضان دمیاشتې هغه بختور مهال ګڼل ګڼل کیږي چې پیغمبر (ص) یې د کولو امر کړی او هغه یې برکت ګڼلي دی لکه په یوه حدیث شریف کې چې راغلي دي: ژباړه ( پشلمی وکړﺉ بیشکه چې په پشلمي کې برکت دی) رواه البخاري
د پشلمي په هکله له دې حدیث شریف څخه د زیاتو حقیقتونو د ثبوت شونتیا شته ده چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
•       کیدای شي روژتی په پشلمی کې خوراک او چښاک وکړي چې د ورځې پر مهال د روژې په ښه نیولو کې مرسته ورسره کوي.
•       کیدای شي د یوې اندازې مایعاتو په چښلو سره د انسان بدن زیاتې اوبه ذخیره کړي او روژتی د ورځې پر مهال د تندې له تکلیف څخه و ژغوري او د روځې د چارو په سمون او کار کولو کې د انسان له بدن سره د فعال اوسیدلو مرسته وکړي او که کوم تکلیف لري نو د تکلیف د درجې په راکمولو کې مثبت ثابت شي.
•       کیدای شی مسلمان د خوراک او چښاک تر څنګ د تهجد لمونځ وکړي، دعا وکړي، د قرآن کریم تلاوت وکړي ځکه چې د پشلمي لپاره تیار پاڅیدلی او د رمضان د میاشتې پرته داسې طلایي فرصت په لاس راوړل آسانه کار نه دی. د تهجد لمونځ، د قرآن تلاوت، د خپلو دیني او دینوي امورو په هکله په دې وخت کې دعا کول ځانګړی مقام لري او د خدای (ج) په حضور کې یې د قبلیدو چانس زیات دی. همدارنګه که روژتی زده کوونکی یا محصل وي کیدای شي د خپلې ښوونځۍ، مدرسې او یا پوهنتون درسونه ولولي او د سبا ورځې ټولګي ته په ښه توګه تیاری و نیسي. د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې په دې وخت کې د یوې ستونزمنې مسئلې Ù
 �ه هکله ذهني تمرکز په ښه شکل سره څرګندیدی شي.
•       همدارنګه که روژتی لیکوال یا شاعر وي کیدای شي د پشلمي د خوراک او چښاک څخه وروسته د ټاکلې موضوع په هکله او د ژوند په مختلفو اړخونو کې داسې نثري او شعري ټولګې ولیکي چې بل وخت یې د لیکلو خیال هم کله نه وي کړی ځکه چې د سهار د رابره کیدو د مخه د انسان ذهن د نوو تخلیقي افکارو لپاره هم مناسب فرصت مومي.
څلورم: افطار یا روژماتی
روژه ماتی د رمضان د میاشتې د خوښیو هغه رنګین مهال ګڼل کیږي چې د ورځې د بشپړیدو او د شپې د رابره کیدو سره جوخت په لومړي ځل روژتی مسلمان د الهي اجازې له مخې د روژه ماتي فرصت ترلاسه کوي چې په ریښتنې مانا ښکلی ستر الهني نعمت، خوندور زیری او د خوښۍ  یو داسې عجیب وخت دی او د هر روژتي خوښیږي.
کله چې شپه رابره او د ماښام آذان وشي نو د افطار لپاره بیړه پکار ده د یوه حدیث شریف وینا ده چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د لوی خدای قول دی: هغه بندګان ماته زیات محبوب دي چې په روژه ماتي کې بیړه کوي) صحیح ابن خزیمه
په یو بل حدیث شریف کې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( زما امت لا اوس هم دنیکۍ په هغه لاره روان دی چې په روژه ماتي کې بیړه او په پشلمي کې تاخیر کوي) رواه احمد
مانا دا چې که پشلمی د شپې تر ناوخته یانې د سهار د راختلو څخه لږ د مخه وشي غوره دی خو په روژه ماتې کې داسې بیړه کول په کار دي چې له آذان سره سم خپله روژه ماته کړي.
همدارنګه روژماتی په خرما او یا اوبو په وسیله نسبت نورو څیزونو ته غوره ګڼل شوی خو که چیرې نوموړي څیزونه نه وي نو چې په هر روا شي باندې روژه ماته شي ښه خبره ده. کله چې د ماښام آذان وشي نو غوره خبره دا ده چې مسلمان داسې دعا وکړي: ژباړه ( ای خدایه ما تاته روژه ونیوله، ما په تا باندې ایمان راوړی دی، په تا باندې مې توکل کړی او ستا په  رزق مې روژه ماته کړه) همدارنګه کولای شي چې د دې دعا تر څنګ د خپلو دیني او دنیوي امورو لپاره نورې ډول ډول دعاوې هم وکړي ځکه چې افطار د دعا د قبلیدو لپاره مناسب فرصت ګڼل کیږي.


پنځم: د روژې ماتوونکي څیزونه
د روژې ماتوونکي په لاندې ډول دي:
1.      خوراک، چښاک او جماع چې په قصدي ډول وي
2.      په قصدي توګه قی یا استفراق کول
3.      د ښځې لپاره د حیض یا نفاس د دورې داخلیدل
د کافورو د بڼ اوومه برخه به د روژې د ځینو سهولتونو او آسانتیاوو په هکله وي له موږ سره اوسی