کور / تازه خبرونه / د هلمند والي د پكتيا د لجه منګل له خلكو سره مرسته وكړه

د هلمند والي د پكتيا د لجه منګل له خلكو سره مرسته وكړه

نن شنبه د هلمند والي ښاغلي ګلاپ منګل د خپل پلرني ټاټوبي ( د لجي منګل ) ولسوالۍ له خلكو سره د روژي د مباركي مياشتي په وياړ د ۳۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په ارزښت له شخصي بودجي د ۳۰ ټنه توكو مرسته وكړه.

په دي توكو كي وريژي ، غوړي ، اوړه  او د يو ټن په اندازه قرطاسيه باب شامل دي، چي د ټاكل شوي پلاوي له لوري به په مستحقو خلكو وويشل شول.

د يادوني وړ ده چي تيره ورځ په نوموړي ولسوالۍ كي د يوي ديني مدرسي د بنسټ ډبره هم كيښودل شوه.