سندرغاړې – لنډه کیسه
لیکنه احسان الله آرینزئ !
یوه نوې لنډه کیسه چې د شهید ګیله من وزیر د شعر، او د مېرمن نغمې د سندرې( د وخت ملاله) په مرسته بشپړه شوه. هيله ده چې خوښه مو شي.
سندرغاړې
میاشت کېده چې زموږ لوی ښار کلابند و. د هېواد ډېر نور ښارونه هم همداسې او یا د پردیو لاس ته لوېدلي وو. واکمني د کورنیو غلو او غاصبینو د لاسه شوړېدلی او د لوېدو په درشل ولاړه وه!
پردیو هومره وسلې درلودې چې تا ویل په وسپنو او پولادو کې ډوب دي. د دې کلابندئ کړۍ ورو – ورو کمکی کېده او داسې وېره وه، چې ژر به پردي ښار ته ننوځي، بیا به تندر پرېوځي او هر څه به پای ته ورسي!
دا جګړه زما له عمره اوږده وه. زما مور به هم ویل چې د جګړې په څلورم کې زېږېدلې وه او ټولې کیسې یې په وینو سرې وې. د جګړې په څوڅلوېښتم کال کې، چې وچکالي هم خلک له لوږې سره مخامخ کړي وو، د لسو ډوډیو ترلاسه کول داسې و، لکه څوک چې بل هېڅ ارمان نه لري!
په دې ورځ مور زه په ډوډۍ پسې استولم. خور هم هیله وښوده چې له ما سره لاړه شي او ځان ته د ښوونځي د بل ټولګي کتابونه واخلي. مور ټینګار کاوه چې که خلک ډېر وو، تر ناوخته ایسار شئ. دې د ډوډۍ روپۍ د خور د پوړني په پېڅکه پورې غوټه کړې وې.
موږ لومړی د ډوډۍ د وېش ځای ته لاړو. هلته د خلکو یوه داسې کږلیچنه لیکه ولاړه وه، چې سترګې یې په لیدو ستومانه کېدې. دوه درې سوه ښځې، نارینه، بوډاګان او ماشومان داسې لیکه ولاړ وو، چې هیڅ په مخ نه خوځېدل.
موږ د لیکې په پای کې ودرېدو. له موږ مخکې څو ښځې ولاړې وې او ژر زموږ شا ته هم خلک ودرېدل.
یو وخت مې پام شو چې لیکه ړنګه شوه.
یو چا وویل:
– لکه چې ډوډۍ پای ته رسېدلې. وایي سبا ته راشئ!
خلک وخوځېدل. یو چا خپل ملګري ته وویل:
– لږ وروسته دې ځای ته نژدې، د ښار د نامتو سندرغاړې کنسرت دی. سره له دې چې موږ په ډوډۍ پسې راوتلي وو؛ خو بده به نه وي که په نهره ګېډه دې کنسرت ته ورشو!
ملګري وویل:
ولې نه. کېدای شي چې همدا زموږ د ښار وروستی کنسرت وي!
د یو بل چا غږ واورېدل شو:
– دا کنسرت چیرته دی؟
یو چا ځواب ورکړ:
– نژدې. د ښار په لوی ستدیوم کې.
موږ په تېرو څو کلونو کې کوم کنسرت ته نه وو تللي؛ ځکه زړه نا زړه په هغه ډله پسې روان شوو، چې د ستدیوم په لوري تلل. ما لا هم فکر کاوه چې مور به نهره ناسته وي؛ خو د تلونکو ښځو او نارینه وو ګڼې ګوڼې ناڅاپه د ستدیوم په درشل ودرولوو. هلته په زرګونو خلک نور هم راغلي وو او لا هم راتلل. چې څنګه لیکې ته برابر شوو؛ نور نو د تګ اړتیا نه وه، د خلکو سېل په خپله په مخ خوځولو.
په ستدیوم کې مور او ډوډۍ را نه هېر شول. لکه یو چا چې له زمکې څخه اخستی او هوا ته پورته کړی وم. ما ته داسې ښکارېده لکه د لمر په وړانګو کې چې زانګم. د اسمان شنه رنګ زما اروا مسته کړې وه.
لږ ځنډ وروسته ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوه چې مور او زوی نه پېژندل. خلک داسې راتلل لکه سېل يې چې راوړي. ما خپله خور تر لاس نیولې وه، چې سره ورک نه شوو.
مخامخ په لوی ستیج باندې خلک ښکارېدل. هر چا هڅه کوله چې مخې ته لاړ شي او د خپل ښار نوموتی سندرغاړی له نژدې وویني.
د سازیانو یوه لویه ډله په ستیج کې ځای په ځای وه. ټولو تورې جامې اغوستې او ځانونه د کال تر ټولو لوی کنسرت ته چمتو کړي وو. سازیانو لومړی یوه ښکلې وطني نغمه غږوله.
خلکو د خپل ښار د ګرانې سندرغاړې راتګ ته شیبې شمارلې. ناڅاپه په ستدیوم کې چیغې شوې. ټولو خلکو ستیج ته سترګې ونیوې. سندرغاړې په اوږدو سپینو جامو کې ښایسته ښکارېده!
سندرغاړې لومړی د یوې ډبرېنې مجسمې په شان کراره ولاړه وه. بیا یې لاسونه د وزرو په شان پرانستل. خلک غلي وو. سازیانو همغه حماسي نغمه غږوله. زه ټول غوږ – غوږ وم؛ ځکه دا سندرغاړې مې له نژدې نه وه لیدلې!
سندرغاړې خلکو ته د درناوی د پاره په ملا ټیټه شوه او بیا یې سازیانو ته داسې لاسونه وخوځول چې هغوي نغمه بدله کړه. نوی نغمه لږ اوږده شوه. سندرغاړې خلکو ته شا کړه. لکه چې خپلې اوښکې یې پاکې کړې. بېرته خلکو ته راوګرځېده. سازیانو نغمه بیا پېل کړه. لکه چې سندرغاړې ډېره چمتو نه ښکارېده. خلکو یو بل ته وکتل او لاسونه وپړقول. نغمه بیا اوږده شوه؛ خو د سندرغاړې غږ نه ووت. بیا یې خلکو ته شاه واړوله او لکه چې بیا یې خپلې اوښکې وچې کړې.
د خلکو تلوسه ډېره شوه. ډېرو یو بل ته کتل او په سترګو کې یې دا پوښتنه کوله، چې څه شوي او ولې سندره نه پېل کېږي؟ په همدې وخت کې سندرغاړې بیا راوګرځېده، شنه آسمان ته یې وکتل، لکه خپل پاشلی ځان چې ورو – ورو راټولوي او غواړي چې د خلکو چیغو او شور ته ځواب ووایي.
بیا چوپتیا خوره شوه. ناڅاپه د سندرغاړې ژړغونی غږ جګ شو. د وطن مینه یې انځوروله . هغه مینه چې د ډېرو په شان کلکه او د سپوږمۍ په شان رڼا ده. دې سندرې د خلکو په مړاوو زړونو کې د همداسې مینې وړانګې وغځولې او په ډېرو سترګو کې د اوښکو چینې وخوټېدې!
سندرغاړې چې لومړی لږ غوسه وه، خلکو ته لاسونه وڅنډل او خپل غږ یې اوچت کړ:
– زه پښتنه یم بې ننګي نه قبلوم لالیه،
نارینه وو او ښځو چیغې کړې.
– بې ننګی نه قبلوو!
سندرغاړې په داسې کې چې یو- یو ځوان ته ګوتې نیولې، خپل غږ اوچت کړ:
— د ننګ میدان ته څنګ په څڼګ درسره ځم لالیه،
د سندرغاړې غږ د ستدیوم په ديوالونو واوښت او په شااوخوا سیمو کې وبهید:
– ته به د حق نارې وهي، د لشکر سر ته به ځي!
سندرغاړې ځوانانو ته لاسونه وخوځول:
— – زه به د ننګ ډکې مصرې درته کوم لالیه.
ټول ستدیوم دې چیغو په سر واخست:
– وطن، وطن، وطن!
سندرغاړې وویل:
— د وخت ملاله یم زلمي راپاروم لالیه،
خلکو نارې کړې:
— موږ چمتو یاستو!
سندرغاړې بیا لاسونه د وزرو په شان وخوځول:
– الله دې وکړي که شهید شولې په ننګ د وطن،
نارینه غلي شول؛ خو سندرغاړې یو ځوان ته ګوته ونیوه:
— په تار به د زلفو به کفن درته ګنډم لالیه،
سندرغاړې اوس لکه خپل مین ته چې وایي:
– ته د وطن د حق جګړه کوه، په شا مه راځه!
دا ځل یوازې ښځو چیغې کړې:
— وطن، وطن، وطن!
د سندرغاړې لپه لاسونو په خلکو اور بل کړ:
— که راټپي شولې لالیه، خال به ږدم په وینو!
سندرغاړې خپلې اوښکې پاکې کړې:
— لکه نغمه به دې سندرو کې ستایم لالیه.
ښځو چیغې وهلې:
— وطن، وطن، وطن!
اوس نو دا د وطن خوږ غږ له ستدیومه بهر هم انګازې کولې:
— وطن ، وطن، وطن!
سندرغاړې لاسونه اسمان ټه پورته ونیول:
– ته به د حق جګړه کوي، د لشکر سر کي به ځي،
د خلکو وینې په جوش راغلې. هرې ښځې د خپل نارینه سترګو ته کتل. نارینه وخوځېدل او د تلو لارو ته سم شول. ډېرو ښځو او نارینه وو له یو بل څخه خدای پاماني اخسته. د سندرغاړې غږونو د ستدیوم زمکه لړزوله.
– وطن، وطن، وطن!
یو نفر خپل ملګري ته وویل:
– یرغلګرو لیکلي چې که دا ښار ونیسي، دا سندرغاړې په دار ځړوي!
هغه ځواب ورکړ:
– که موږ تول پاڅېږو، دوی به دا ارمان ګور ته وېسي!
لږ وروسته یوازې ښځېنه غږونه وو، چې د سندرغاړې توري یې بدرګه کول:
– وطن، وطن. وطن!
سندرغاړې په تللیو نارینه وو پسې نارې وهلې:
– که راټپي شولې لالیه، خال به ږدم په وینو،
اوس نو دې غږ شور جوړ کړی او په ټول ښار کې بدرګه کېده:
– که راټپي شولې لالیه…
داسې ښکارېده لکه د سندرغاړې ستونی او خوله چې وچ شوی وي، شعرونه یې هم پای ته رسېدلي وو؛ خو دا اوس یوه شاعره هم وه. دا په دې بېرېده چې که سندره بس کړي، ارواوې به د ښځو له ژړانده سترګو څخه کډه وکړي.
کله چې د سندرغاړې له درده ډک غږ په ستدیوم کې انګازې کولې، بهر هم داسې ولولې په څپو وې، چې په زرګونو لاسونه د موټو په شان پاس غورځېدل. خلکو د سندرغاړې بدلې په ولولو – ولولو تکرارولې.
ورو – ورو د ټول ښار فضا په همدې غږونو سندریزه کېده.
– وطن، وطن، وطن.
د سندرغاړې ټیټ غږ لا هم اورېدل کېده.
– په تار د زلفو به کفن درته ګنډم لالیه!
زه هم روان شوم او خپلې خور ته مې وویل:
– سنګرونه تش نه پرېږدو!
د خور موسکا خوشحاله کړم.
– مور ته څه ووایم چې ورور او ډوډۍ څه شول؟
ما ورته وویل:
– مور ته وایه چې بې له زویه او بې ډوډۍ ژوند کېدای شي؛ خو بې وطنه ژوند ګران دی!
خور په اوږه وټپولم او وې ویل:
– د بې وطنه ژوند بل نوم مرګ دی، ځه الله دې مل شه!
ما ورته وویل:
– خپل کتابونه دې هېر نه شي!
زه وخوځېدم. چې ستیژ ته ومې وکتل، سندرغاړې خلکو ته لاسونه خوځول. ناڅاپه یو ځوان ستیژ ته هسک شو، مایک یې واخست او چیغې یې کړې:
– که وم ژوندی د خپلواکئ د اتڼ برخه به وم، خو که زه نه ومه، دا زیری مې تر قبره راوړی!
بهر په ټول ښار کې دا نارې اوریدل کېدې:
— وطن، وطن، وطن، وطن…….
— وطن، وطن، وطن…..
پای
لومړی لیک: 23 جنوری
احسان الله ارینزی
2024
وروستی: 30 سپتمبر 2024 ارنهیم-هالند