په لورلايي کي د PTM پر احتجاج باندې د پوليسو او استخباراتو لخوا بريد؛ ۳۰ تنه نيول سوي
لراوبر خبر، لورلايي، جنوبي پښتونخوا:
په لورلايي کي د پي ټي ایم د مخکينيو بنديانو د خوشې کولو او په 3MPO کي د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د ملګرو نیولو پر خلاف دې غورځنګ نن يو پراخ سوله ایز احتجاج وکړ، چي په ترڅ کي یې د سيمې انتظاميې او استخباراتو له خوا پر دغه احتجاج بريد وکړ او شاوخوا ۳۰ تنه د PTM غړي یې ونيول.
دا پېښه د عامو خلکو او پي ټي ایم د سوله ایزو احتجاجونو پر ضد او د پاکستانيو ادارو لخوا د تاوتريخوالي يو بل جوت مثال دی.
د PTM مرکزي کمېټې غړي، ذوالقرنین باچا، د پيښې په اړه وایي چي لا هم احتجاج روان دی. هغه له ټولو پښتنو وغوښتل چي د دې بې عدالتي او ظلم په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
نوموړي زياته کړه چي د انتظاميې لخوا د PTM پر ملګرو غير قانوني او ظالمانه چلند سوی دی، داسې چلند چي باید د امنيتي ځواکونو له لوري د سختو مجرمانو پر ضد کارول کیدای خو زموږ د سوله او امن غوښتونکو ملکرو پر ضد وکارول سو.
ذوالقرنین باچا په پښتنو افسرانو هم ږغ وکئ چي د خپل ضمير څخه وپوښتئ چي د دغه ډول ظلم او وحشت څخه ملاتړ ولې کوي او په دې ځمکه کي چي د نا امنۍ کومه تګلاره عملي کیږي،دا به یوه ورځ دوی هم وځپي.
د PTM يو بل مرکزي غړي، روزي خان ایثار، د پېښې په غبرګون کي وویل چي لورلايي زموږ شريکه خاوره ده؛ موږ سياسي کارکنان یو، او دوی چي اشاره یې حکومتي کارکوونکو ته وه، هم زموږ د ټولنې برخه دي. هغه هم پر امنيتي چارواکو ږغ وکړ چي د پنجاب د بادارانو لپاره د سياسي کارکنانو پر وړاندې له ظلم څخه ډډه وکړي. روزي خان زیاته کړه چي دوی به د خپل قام د حق او خونديتوب په خاطر هر ډول قرباني ورکوي، هغه دا پوښتنه کوي چي دوي ولې او د کوم قانون لپاره دغه ډول ناوړه چلند ته دوام ورکوي؟
روزي خان ایثار زياته کړه چي په لورلايي کي د PTM د غړو پر ضد سوی دغه غير انساني چلند به د دوی له ياده هېڅکله ونه وځي او د حق لپاره به هر کله خپل ږغ اوچت وساتي او خپله نلي سیاسي مبارزه دوامداره.
د چارو د څارونکو په نظر دغه پېښه په سيمه کي د بشري حقونو او سياسي فعاليتونو پر وړاندې د پاکستاني د پوځي جنرالانو او د هغوی تر لاس لاندي ادارو د سياست او ناروا فشارونو يو بل مثال دی، چي لا یې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د پښتنو او نورو مظلومو قومونو یو ځای کیدل او پر وړاندي مبارزه نور هم ضروري ګڼله کیږي.
یو شمېر نور مبصرین د خېبر د یوولسم اکتوبر د جرګې د پریکړو پر عملي کیداو ټینګار کوي چي ولس یې باید هر اړخیزه همکاري وکړي ځکه همدا پرېکړي که عملي سي نو د محکومي پښتونخوا ډیري ستونزي ورسره حل کیږي خصوصاً پر خپله خاوره د خپل اختیا او پردېو لخوا د نا امنۍ پېښي.