کور / اسلامي / درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې

درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې

 

دلوي خداي په سپيڅلي نامه، هغه چي ښكلي كائنات يي پنځولي او دټول عالم خالق اوپالونكى دى، لوي څښتن لره دي حمد اوستايني وي ، هغسي چي دهغه له سترشان اولوي ذات سره ښايي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .

ښايي هيڅ مسلمان  درمضان مياشتي له فضيلت ، بركت اوسترتوب څخه بي خبره نه وي ، ځكه رمضان درحمت مغفرت اوله اوره دازادۍ مياشت ده ، داسي يوه مياشت ده چي دلوي څښتن (ج) له لوري پكښي زرګونه بندګان له اوره خلاصون مومي ، ددوزخونو دروازي تړل كيږي، لوي شيطانان په زنځيرونوبنديږي  اودخداي درحمت دروازي پكښي پرانيستي پاتيږي .

درمضان مياشتي ځانګړتياوې

   1- درمضان مياشتي له ځاګړتياوڅخه يوه هم په دي ستره مياشت كي دقران عظيم نزول دي ، لوي خداي (جل جلاله) فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ [البقرة:185]

   ژباړه : درمضان مياشت هغه مياشت ده چي قران پكښي نازل سوي ، په داسي حال كي چي دخلګولپاره لارښوددي اودلارښووني واضح دلائل اودحق اوباطل ترمنځ بيلونكى.


قران كريم ددي امت لپاره يواساسي قانون دي ، دانسانانودژوندټول طرزالعمل اوكړنلاره پكښي روښانه سوي ، قران هغه نيغه اوسيده لاره ده چي دلوي څښتن درضااودهغه دبيشميره نعمتونوپرلورتللې، هغه ستركتاب دي چي هم پكښي نافرمانوته وعيدوركړل سوي اوهم پكښي سموانسانانوته وعد، هغه كتاب دي چي څوك پري لاس ونيسي سمه لاره مومي ، هغه چاته چي حلال يي حلال وګڼي اوحرام يي حرام دلاري مشال دى ، دحق اوباطل ترمنځ بيلونكي دى ، اودسمي لاري لارښود، همدالامل دي چې لوي څښتن (ج)دغه ستركتاب په خپله دغه ستره مياشت كي نازل كړي ،نوموږ، مسلمانانوته ښايي چي هرمهال په دغه الهي كتاب پوري لاس ونيسو، دځان ملګري يي وګرځوواوپه خپل ژوندكي ورته ځانګړي ځاي وركړو، په كارده دغه ستراسماني كتاب قران عظيم يادكړو، ويي لولو، تفسيريي كړو، غوراوفكرپكښي وكړواوپه پخپل دنيوي ژوندكي يي عملي كړو.

   2- درمضان مياشتي له ځانګړتياووڅخه : په دي مياشت كي دجنتونوددروازوخلاصون ، ددوزخونوددوازوبنديدل ، دنافرمانواوسركښوشيطانانوتړل كيدل اولوي خداي عبادت ته دمسلمانانودزړونوفراغت دى، پيغمبر ( (فرمايي: اذا دخل رمضان فتحت أبواب السماء، وغلقت أبواب جهنم، وسلسلت الشياطين }، وفي رواية: { إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة (البخاري(

   ژباړه :كله چي درمضان مياشت داخله سي ،داسمانودروازي خلاصي كړل سي ، دجهنم ورونه وتړل سي اوشيطانان په ځنځيرونوبندكړل سي ، اوپه يوه بل روايت كي راځي چي كله رمضان راسي نودجنتونودروازي پرانيستل سي .

   3- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه بله هم : په دي مياشت كي دثوابونوزياتوب دي .

   داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) فرمايي : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )

ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه سي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .

   4- درمضان بله ځانګړتيا داده : كوم څوك چي په دي مياشت كي چاته روژه مات وركړي نودهغه دروژي بشپړثواب يي په برخه كيږي پرته له دي چي دهغه له ثوابه څه كم سي ، پيغمبر  فرمایی : من فطر صائماً فله مثل أجره من غير أن ينقص من أجر الصائم شيء } [حسن صحيح رواه الترمذي وغيره].

   ژباړه : څوك چي روژاتي ته روژه مات وركړي ، دهغه دروژي غوندي ثواب وركړل كيږي پرته له دي چي دهغه له ثواب نه څه كم سي .

   5- درمضان بله ځانګړتيا : داده چي په دي مياشت كي دقدرشپه ده ، هغه شپه چي ترزرونورمياشتوغوره ده ، په دي شپه كي دټول كال پيښيدونكي پيښي ليكل كيږي ، دلوح محفوظ څخه دكال ټولي پيښي دملكوپه كلنيوكتابونوكي كاپي كيږي ، كه كوم څوك ددي شپي له فضيليت اوبركت څخه محروم سي داسي به وي لكه چي ټولي ښيګڼي يي له لاسه وركړي وي ، پيغمبر  فرمایی : فيه ليلة خير من ألف شهر، من حرم خيرها فقد حرم } [أحمد والنسائي وهو صحيح].

پيغمبر  پسی زیاتوی : من قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه } [متفق عليه]

داسلام لارښو بيا فرمايي: من قامها إبتغاءها، ثم وقعت له، غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر } [أحمد].

مطلب داچي ، په رمضان كي يوه شپه ده چي دقدر(درنښت ) شپه بلل كيږي ، داشپه دالله پاك په نيزترنوروزرومياشتوغوره ده ، په دي شپه كي عبادت كول دنوروزرومياشتودعبادت څخه لاهم زيات دى ، كه څوك داشپه په پوره اخلاص اوباور روڼه كړي اوپكښي دخداي عبادت وكړي نوټولي مخكنۍ ګناوي به يي وروبخښل سي اوكه څوك ددي شپي له عبادت څخه بي برخي پاته سونوګرسره محروم دي .

   6- :درمضان له ځانګړتياوڅخه ، بله هم دډيروملكوراكښته كيدل دى لوي خداي (جل جلاله ) فرمايي: تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا [القدر:4].

   ژباړه : په دي (قدرشپه كي چي په رمضان كي ده ) ملكي راكښته كيږي اوروح هم [دډيرومفسرينوپرويناروح جبرائيل عليه السلام دي چي دخداي خاص مقرب ملك دي ].

   7- درمضان بله ځانګړتيا: په دي مياشت كي دپيشلمي كول دي چي له مخي يي زموږ اونورمخكنيوامتونوروژي سره بيليږي ، داسلام سترلارښودحضرت محمد مصطفى فرمایی: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر } [مسلم]، وقال عليه الصلاة والسلام: { تسحروا فإن في السحور بركة } [متفق عليه].

   ياني : زموږ (مسلمانانو) اونوروكتابيانودروژي ترپيردپيشلمي په كولوسره دي ، تاسوپيشلميان كوئ ځكه په پيشلميانوكي بركت دى [په مخكنيوامتونوكي داسي وچي ماښام ترخوب وروسته بياخورراك روانه و ځكه نوهغوي دپيشلمي له كولومحروم و].

   8- درمضان بله ځانګړتيا داده : چي په دي دي مياشت كي دبدرستره غزا رامنځته سوي ، اوداهغه غزاوه چي لوي خداي دخپل پيغمبراومسلمانودمرستي لپاره اسماني ملكي راكښته كړي اودمسلمانانوپه پلوي يي په عملي توګه په جګړه كي ونډه واخستل ، په دي غزاسره مؤمنانوبيجوړي برى ترلاسه كړي ، مشركانوسخته ماته وخوړه اوداسلام دغلبي اوقوت ازانګه په نړي كي خوره سول .

   9- درمضان بله ځانګړتيا : په دي مياشت كي دمكي مكرمي فتحه ده ، مكه مكره چي داسلام دسترلارښودپلرني ټاټوبى دى ، دخداي بيته پكښي ده اوداسلامي نهظت مركزګڼل كيږي په همدي مياشت كي فتحه سوي ، دمكي فتحه داسلام دبريااودنړي په ټول تياره نيولي افق داسلام دځلاپيلامه وه ، دمكي په فتح سره دمشركانومركزړنګ سو، ختيځ اولويديځ ته داسلام دقوت اوځواك اوازي ولاړي ، دروميانواوفارسيانوزړونه ولړزيدل اودالله په دين كي ډلي ډلي انسانان شامل سول ،لوي خداي فرمايي :

   اذاجاءنصرالله والفتح ، ورآيت الناس يدخلون في دين الله افواجا، فسبح بحدربك واستغفره ،انه كان توابا(ط)

   ژباړه : كله دخداي مرسته راسي اومكه فتح سي ، ته به ډلي ډلي خلګ ووني چي دالله په دين كي داخليږي ، نوته دخداي پاكي درپه زړه كه اوبخښه تري وغواړه ، بيشكه خداي توبه قبلونكى دى .

   10- درمضان له ځانګړتياوڅخه بله : په دي مياشت كي له حج سره دعمري برابريدل يد ، پيغمبرفرمايي : ففي الصحيحين قال عليه الصلاة والسلام: { عمرة في رمضان تعدل حجة } أو قال  حجة معي.

   ياني : په رمضان كي عمره له حج سره برابره ده .

   11- درمضان بله ځانګړتيا : داده چي دامياشت دګناهونوكفاره كولواوبخښي لامل ګرځي ، پيغمبر فرمایی : الصلوات الخمس، والجمعة إلى الجمعة، ورمضان الى رمضان مكفرات لما بينهن إذا اجتنبت الكبائر } [مسلم].

   ژباړه : پنځه لمنځونه ، جمعه تربلي جمعي اورمضان تربل رمضان ددوي په منځ كي دسويوګناهونوكفاره كونكي دي .

   12- درمضان مياشتي بله ځانګړتياداده : چي په دي مياشت كي تراويح لومنځ ترسره كيږي ، تراويح داسلام دسترپيغمبرخاص سنت دي ، په بيت الله الحرام ، مسحدنبوي ، مسجداقصي اودنړي په نوروټولوجامع ګانواوجوماتونوكي نارينه اوښځينه مسلمانان سره رايوځاي كيږي ، اوپه ګډه دترويح لومنځ كوي ، دقران كريم ختم ترسره كوي اولوي څښتن ته دوعاګاني اوزارۍ كوي چي دادرمضان مياشتي څخه پرته نه ترسره كيږي .

   13- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه بله هغه : په دي مياشت كي دعملونوڅوګونه والى دي چي په نورومياشتوكي دانه وي ، داسلام له پيغمبرحضرت محمد څخه وپوښتل سول چي كوم عبادت غوره دي ؟ پيغمبر(صلي الله عيله وسلم ) ورته په ځواب كي وفرمائل چي په رمضان مياشت كي خيرات كول }الترمذي والبيهقي.

   14- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه يوه هم : په دي مياشت كي دخلګوسخااوخلاص لاس دي ، دصحيح بخاري اوصحيح مسلم تخريج دي دحضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت دي چي فرمايي : كان النبي أجود الناس، وكان أجود ما يكون في رمضان.

   یاین بیغمپرصلی الله علیه وسلم ترټوانسانانوسخی وخودسخاډیرتبارږیی په رمضان کی ترسترګوکیده .

   15- درمضان میاشتی پنځلسمه ځانګړتیا:داده چي په دي مياشت كي روژه نيول داسلام له اركانوڅخه يومهم ركن دى چي پرته يي ديوه مسلمان اسلام نه بشپړيږي ، ترسره كول يي پرهرمسلمان فرض دي اوورڅخه انكاركول يي كفرګڼل كيږي ،لوي خداي (جل جلاله) فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [البقرة:183]

   ژباړه :اي مؤمنانوپرتاسوروژه فرض سوي څنګه چي ستاسوڅخه پرمخكنيوامتونوفرض سوي وه ، ددي لپاره چي ښايي تاسودتقوي څښتنان واوسئ.

    همدارازداسلام سترلارښودحضرت محمد فرمایی : بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله وأن محمدا رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وصوم رمضان، وحج البيت الحرام } [متفق عليه].

   ياني : اسلام پرپنځوستنوولاړدى ، دالله پاك پريووالي او دمحمد ()پررسالت شاهدي وركول ،لمونځ كول ، زكاة وركول ، درمضان مياشتي روژه نيول اودبيت الله الحرام حج كول .

   16- درمضان مياشتي بله ځانګړتياچي په نورومياشتوكي نسته : دښيګڼو اودخيرښيګڼي دخاوندانوډيرښت دي ، په دي مياشت كي دمسلمانانوترمنځ خواخوږي زياتيږي ، يوبل سره مرستي ، همدردۍ اويودبل دلاسنيوى روهيه په خلګوكي غښتلي كيږي ،په زياته پيمانه مسلمانان دجماعت دلمانځه ترسره كولولپاره جوماتونوته ځي ، اعتكافونه ترسره كوي اودقران كريم تلاوت كوي.

   درنولوستونكو!

   پورته مودرمضان مياشتي ځانګړتياوي ولوستلي ، له دي نه څرګنده سوه چي رمضان دالله مياشت ده ، رمضان دبركتونو، رحمتونو، مغفرتونواودعبادتونومياشت ده ، داسلام پيغمبر(صلي الله عليه وسلم ) فرمايي چي هغه څوك بدبخته دي چي درمضان مياشت ورباندي تيره سي خوخپل ځان پكښي له ګناهونوپاك نه كړي ، ځكه نوموږ ته ښايي چي په دي درنه مياشت كي لوي خداي ته مخه كړو، له دي فرصت نه په ګټه اخستلونفسونه پاك كړو اودلوي خداي درحمتونوځانونه مستحق وګرځوو.

   په رمضان مياشت كي زموږ دندې :

   1- موږ بايددادرك كړوچي لوي خداي په رمضان باندي زموږ ايمانوه ازمويي ، ددي لپاره چي څرګنده كړي ، څوك په روژه نيولواودايمان په دعوه كي ريښتونى دى ؟.

   2- موږ بايدپه پاكونيتونويوازي دلوي خداي امردپرځاي كولواودهغه درضالپاره روژه ونيسو، له څنګه چي پيغمبر(صلي الله عليه وسلم ) فرمايي : انماالاعمال بالنيات وانمالكل امرء مانوي … اوكماقال عليله الصلاة والسلام ، ياني ټول عملونه له نيتونوسره تړلي دي اوانسان ته دهغه دنيت پربنسټ بدله وركول كيږي .

   3- موږ ته په كارده چي درمضان مياشتي له هرګړي اوهري شيپې څخه خاصه ګټه واخلواواوږده شپه اوورځ په خوبونوتيره نه كړو.

   4- موږ ته په كارده چي په رمضان مياشت كي دقران كريم تلاوت وكړو.

   5- موږ بايد وخپل څښتن ته توبه وباسواوپرخپلوتيروعملونوله سره غوروكړو، ځكه دلوي خداي دربارهميشه زموم دتوبوپه وړاندي خلاص دى ، لكه څنګه چي لوي خداي (جل جلاله ) فرمايي : انماالتوبة علي الله للذين يعملون السوء بجهالة ثم يتوبون من قريب فئلك يتوب الله عليهم وكان الله توابارحيما (ط) ياني الله پاك دهغوبندګانوتوبي قبلوي چي په تيروتنه سره كومه ګناه تري وسي ، همدارازداسلام سترلارښود حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم)فرمايي : التائب من الذنب كمن لاذنب له … ياني له ګناه څخه توبه ايستونكي داسي دي لكه له سره چي يي ګناه نه وي كړي .

   6- موږ ته ښايي چي درمضان مياشتي شپي په بيځايه بانډارونواوبي ګټي خبرتيري نه كړوبلكي دلوي خداي عبادتونووكړو.

   7- موږ بايد په دي مياشت كي خداي ته ډيره عاجزي وكړو ،عذراوذاري وكړو ، دوعاګاني وكړواوله خدايه دګناهونوپخښه وغواړو.

   8- موږ بايدپنځه وخته لمنځونه په جماعت سره اداكړو، ترڅوله خپلومسلمانوورڼوسره اوږه پراوږه ودريږو، ديووالي اظهاروكړو، دبيوزله، غريبو، ناروغواومسافروګاونډيانوله حاله ځانونه خبركړواوورسره مرسته وكړو.

   9- موږ ته په كارده چي يوازي په خوله روژه ونه نيسوبلكي دبدن ټول غړي مودلوي خداي له نواهي څخه راوګرځوو، لكه څنګه چي داسلام پيغمبر(صلي الله عيله وسلم ) فرمايي : خداي دبنده دخولي له تړولوسره كارنه لري ، بلكي بايدپه ټوله ماناڅوك روژه ونيسي . 


   ګرانو، زړه ته راتيرواوخوږولوستونكو!

   دارمضان دالله پاك مياشت ده ، له اوره دازاديدواودجنتونودګټولومياشت ده ، راسئ په دي مياشت كي لوي خداي ته مخه كړو، ددنياله مادي مصروفيتونواوبوختياوڅخه لږ ځانونه له خداي سره بوخت كړو، ددنيامادي غوښتني نه خلاصيږي ، نس نه مړيږي ، شهوت نه خړوبيږي ، ددنياكاروبارپاي ته نه رسيږي، داټولي هغه بوختياوي دي چي پاي نلري ، ګټه يي هم تلپاتي نه ده اوخوندونه يي هم هميشني نه دي ، راسئ يوڅه وخت يوبل تجارت ته لاس ورته كړو، داسي تجارت چي هيڅ تاوان نلري ، (تجارت لن تبور) داسي تجارت چي سرترپايه ګټه ده ، تلپاتي ګټه ، دتلپاتي ژوندډاډينه ،ارام اوسكون .

   وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين