برتانیې مېشتو افغانانو د خیبر جرګې په ملاتړ جرګه وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 28th, 2025


‎د پښتون ژغورني غورځنګ بريتانيا، د خیبر قامي جرګې د پریکرو په ملاتړ، د افغان نجونو د زدکړو او د افغانستان ملي لوبډلي په ملاتړ جرګه وکړه.
‎په دې جرګه کي د بریتانیا مېشتو سیاسي، فرهنګي او قومي مخورو شخصیتونو او د سیاسي او فرهنګي ډګر مخکښو میرمنو تر څنګ له اروپا څخه هم د پي ټي ایم تنظیموونکي او سیاسي شخصیت ښاغلي مالِک بازي، د اروپا الیکشن کمیسون مشر سراج ببرکزي، د اروپا ډیسپلن کمیټی مشر او مرکزي کمیټي غړي رحمان الله مومند، د مرکزی کمیټي غړي عبدالله احسان او د پي ټي ایم بیلجیم مشر وحید شیرزاد ګډون کړی و.
‎جرګې ته د برتانیې له بېلابېلو ښارونو او بلجیم، هالېنډ او ناروې څخه د پي ټي ایم تنظیمي مسئولین، غړي او مخور سیاسي او فرهنګي شخصیتونه راغلي ول.
‎په جرګه کي د آزاد بلوچستان موومنټ مشر حېربیارمری، د بلوچ نیشنل مومنټ مرکزی غړي حسن دوست بلوچ، د بلوچ بشري حقونو کونسل ډاکټر خورشید بلوچ ګډون درلود، د ولسي تحریک مشر او د پي ټي ایم پخواني ذمه وار ډاکټر سید عالم محسود، د ښځو د بشري حقونو ټولني ( واک غورځنګ) مشرې او د غورځنګ پخوانۍ همکارې میرمن ثنا اعجاز، په اسلام اباد کې پخواني افغان ډیپلومات زردشت شمس او له هالنډه د بشري حقونو مدافع زرعلي خان اپریدي، پیژندل سوي ژورنالیستانو لکه ښاغلي ډاکټر داود جنبش، ښاغلي سپین تڼي، قاسم خان مندوخېل، عبدالله میاخېل، سید عبدالله نظامي، مدني فعالانو او د بېلابېلو ټولنو مشرانو، استازو او غړو تشریف درلود.

‎د غورځنګ رهبر او ملي مشر ښاغلي منظور پښتین له پښتونخوا څخه د ویډیو پر لیکه جرګې ته وینا وکړه چي په خورا تودو احساساتو یې د جرګې لخوا استقبال کیده، ملي مشر له ټول افغان ملت څخه مننه وکړه چي په ډیر ګڼ شمیر سره يې د خپل غورځنګ او پښتون قامي جرګې حمایت کړی دی.
‎مشر وویل د ټول ملت څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کښې د منظم تنظيم د لارې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي .
‎ملي مشر منظور احمد په خپله وینا کي ویل چي پاکستان فېلډ سټیټ دی، بلکې داسي څه ته دولت نشي ویل کیدای. قضا یې ناکامه ده، پولیس یې ناکامه دي او هر یوه اداره یه ناکامه ده، ملي مشر ویل چي علي وزیر، ملک نصیر کوکیخېل او حاجي صمد خان باندي دروغجن کیسونه جوړیږي او داسي مهال هم کیسونه پر جوړ شوي دي په کومه ورځ چې دوی په جیل کي وو په هغه ورځ هم پر دوي د چرسو کیسونه جوړ شوي!؟.
‎مشر پنجابی ریاست ته وویل چي تاسو که په پښتونخوا او پاکستان کې پر پي ټي ایم دلته بندیز ولګوئ خو په بهر کي میشت پښتانه افغانان به خپل غورځنګ ژوندئ ساتي.
‎ملي مشر ووئیل چي موږ د ډیرو ستونزو سره مخ یو، پر ډیورنډ فرضي کرښه زموږ د افغان ملت د تګ راتګ او کاروبار ټول ګیټونه بند دي، د چمن او انګور اډې ولس مو په میاشتو میاشتو په پرلتونو ناست دی.
‎ مشر ووئیل په بر وطن کي زمونږ په خوندو د مکتبونو دروازې تړي شوي دي هیس د کار اجاره نه لري. مشر د کابل په اوسني واکدارانو باندي غږ وکړ چي زمونږ خوندو ته دي د مکتبونه دروازې پرانیستلې شي او د کار اجازه ورکړل شي او ویل چي پي ټي ایم او پښتون قامي جرګه د خپل افغان ولس سره هر وخت ولاړ دي او هر کله به یې دا غږ د نړي تر ټولو ملتونو ته رسوي.
‎مشر د افغان قوم په یوالي خبري وکړې او په جرګه کي ټولو ګډونوالو دا ژمنه او وعده وسره وکړه چي مونږ په همیش یو یو.
‎د بریتانیا پښتون ژغورني غورځنګ مشر ډاکټر محمد قسیم ابراهیمي د ټولو ګډونولو مننه وکړه چي دوي په دې جرګې کي ګډون وکړ او د جرګې یې خصوصیت یه خبري وکړې.
‎د آروپا کوآرډینېټر مالک بازی د بلوچ، سندئ قوم نمائندګان او د ټولو ګډونوالو مننه وکړه. مالک بازی ووئیل په خپله وینا کي چي د پښتون ژغورني غورځنګ یو ډیره غټه لاسته راؤړنه دا هم ده چي د پنجابي ریاست نوم یه ډیر ډاډ آخستو او په داسي وخت کي د خپل قوم غږ پورته کړو چي هر طرف ته بمي چاودنې وې، په جټ جنګي الوتکو بمباری وې او هره خواته خاکي وردی وه. مالک بازی ووئیل چي زمونږ په قوم کي داسي یو غړي نسته چي پنجابي ریاست د دوي په کور کي یو کس وژلي یا ټپي کړي نه وي.
‎د ازاد بلوچستان غورځنګ مشر ښاغلي حېربیار مری په خپله وینا کې په ډاګه کړه چې د پښتنو او بلوچانو ترمنځ تاریخي اړیکې یوازې د وینې اړیکې نه دي، بلکې دا اړیکې د ګډ تاریخ، ګډ فرهنګ او ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي. نوموړي وویل چې پښتانه او بلوچان د ظلم او استبداد پر وړاندې د یو بل ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه چې زموږ د سیمې د ازادۍ، عدالت او ثبات لپاره دا اتحاد اړین دی.
‎هغه زیاته کړه چې د پاکستان استعماري دولت هڅه کړې چې د پښتنو او بلوچانو ترمنځ د بېلوالي تخم وکري، خو موږ باید دې سازشونو ته ماتې ورکړو. نوموړي وویل: “د بلوڅو او پښتنو ترمنځ اړیکه یوازې یو تاریخي حقیقت نه دی، بلکې د یووالي او پرمختګ لپاره زموږ ستره پانګه ده. موږ باید د یو بل لاس نیوی وکړو، د یو بل درد شریک کړو او د هر هغه ځواک پر وړاندې ودریږو چې زموږ د حقونو، خپلواکۍ او ارزښتونو پر ضد دی.”
‎حېربیار مری پر دې هم ټینګار وکړ چې د زورواکو او استعماري قوتونو پر وړاندې بریا یوازې هغه مهال ممکنه ده چې موږ خپلمنځي باور، یووالي او ملاتړ لا پسې پیاوړی کړو. نوموړي وویل: “د سولې او پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړو او د خپل راتلونکي نسل لپاره یو ازاد، امن او پرمختللی چاپېریال برابر کړو.”
‎هغه د خپلې وینا په پای کې د ټولو پښتنو او بلوچانو څخه وغوښتل چې د ظلم پر وړاندې د یو موټي کیدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او خپلې مبارزې ته د واحد هدف په لور دوام ورکړي. “موږ یوازې هغه مهال بریالي کېدای شو، چې یو بل ته د وروڼو په سترګه وګورو او د خپلو حقونو د دفاع لپاره په ګډه پورته شو.”
‎غونډي ته ښاغلي ډاکټر غفور لېوال د ویډیو له لاري وینا وکړه.
‎لیکوال او څیړونکي ښاغلي شاهسوار سنګروال د جرګو او ډیورنډ فرضي کرښي په باب ارزښتناک معلومات ورکړه.
‎د انګور اډې پرلت د مشر ښاغلي صدر رسول او چمن پرلت د مشر کمانډر عبدالولي منډولي په پیغام کې ددغه سیمو او پر ټوله ډیورنډ فرضي کرښه د مېشتو ملیونونو خلکو د ستونزو او کړاوونو په باب خبرې وسوې.
‎د پي ټي ایم برتانیې مشرتابه غړې میرمن یلدا بازوان پخپلو خبرو کې په غورځنګ او ملي مسائیلو کي د ښځو پر ونډه، د نجونو د تعلیم او ښځو د کار په باب ارزښتناکي خبرې وکړې.
‎د ټولو ویناوالو ویناوي د پي ټي ایم برتانیې پر انټرنیټ پاڼو پر ټویټر، فېسبوک او یوټوب موندلای او اوریدلای سئ.
‎پر سوشل میډیا په دې باب پر لاندي هشټېګ زرګونه د ملاتړ پوسټونه وشول او ددې جرګې ستاینه او انعکاس نظریات خپاره سول.
#PashtunJirgaUnitedKingdom
‎په بریتانیا کي دې جرګې هم د جرمنې او د امریکې د جرګو غوندي د خیبر تاریخي جرګې او د هغې جرګې د ټولو پریکړو کلک حمایت اعلان کړ او دا یې له امو تر اباسینه د لوی افغان وطن د ټولو اوسیدونکو او سیمي لپاره په ګټه او تلپاتې ثبات لپاره ډیري ضروري وګڼلې.

‎په درنښت
‎پښتون ژغورني غورځنګ بریتانیا
‎د رسنیو څانګه PTM UK

Copyright Larawbar 2007-2024