پاکستان په دروغجنو شواهدو، علي وزیر په بند کي ساتي

د لراوبر اداره | جنوري 24th, 2025


سیاسي شخصیت او ننګیالی افغان د تېر کال دوبي راهیسي د پاکستان په زندانونو کي پروت دی.
نن د نومړي اوریدنه وه چي د پي ټي ایم د ایالتي مشر او غړو تر څنګ د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ هم ورغلی وو.
علي وزیر چي له یوې جعلې دوسیې بري کیږي د پاکستان استخبارات او پوځي حکومتي دستګاه څو نوري دوسیې ورته جوړي کړي.
نوموړی نن کراچي ته نژدې د حب چوکۍ په یوه محکمه کي قاضي ته مخامخ کړل سو، د نن دوسیې په اوریدلو کي استخباراتو یو دوه کسان راوستلي وو چي یو کس په قسم!؟ یې وویل علي وزیر یې له لاسه وسله اخستې او یو ډز یې کړی دی، په داسي حال کي چي په نورو ایف آی آرونو یا مقدمو کي د ډیرو ډزو درواغ لیکل سوي دي.
علي وزیر د ۲۰۲۴ د اګست پر دریمه داسي وخت ونیول سو چي یو ناروغ یې روغتون ته بیولئ وو.

#ReleaseAliWazir

Copyright Larawbar 2007-2024