د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې يو ناياب او خورا مهم ارشيفي اثر خپور کړ.

د لراوبر اداره | جنوري 14th, 2025


د افغانستان د اساسي قانون د لويې جرګې بهير (روی داد لویه جرگه قانون اساسی افغانستان) په همدغو ورځو کې چاپ او خپور شو. دا د۱۳۴۳لمريز کال (1964م.) د تاريخي لويې جرګې بشپړ بهير دی چې تر اوسه معلومه يوازينی نسخه يې له ارواښاد ډاکټر عبدالصمد حامد سره وه او هغوی په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ته د چاپ لپاره سپارلې وه. له ځنډ وروسته دغه مهم تاريخي او ارشيفي اثر د لويې جرګې له بشپړو بحثونو او پر هره ماده د ازادو خبرو د مجموعی په بڼه د يو تاريخي امانت په توګه له نیکه مرغه خوندي شو.
دغه اثر د ښاغلي دلاور نظيرزوی په زيار او د ښاغلي ډاکټر زرين انځور په سريزه په لويه قطع او اعلی صحافت په نژدې اووه سوه مخونو کې خپور شو.
موږ هيله لرو چې د هېواد په داخل او بهر کې يې د افغانستان د معاصر تاریخ مينه والو ته د وررسولو يو سيستم جوړ کړو او د تاريخ لېوالو ته يې د نړۍ په هر ګوټ کې ورورسولای شو.

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني

 

Copyright Larawbar 2007-2024