تروږمۍ او سپوږمۍ، او د وطنیار صاحب ډالۍ

د لراوبر اداره | جنوري 9th, 2025


ښاغلی هدایت الله وطنیار صاحب زموږ له معززو بهرمېشتو مشرانو څخه دی چي اوس په هالنډ کي د جلاوطنۍ ژوند کوي.
وطنیار صاحب په افغانستان کي د بېلابېلو دولتي او د بشري حقونو له ادارو سره د افغانستان او افغانانو لپاره خدمتونه کړي دي.

د خپلي کورنۍ سره یې د جلاوطنۍ په سخت ژوند کي هم په هالنډ او نژدې هیوادونو کي د خپل هیواد او خلکو سره په کلتوري، ادبي او ملي سیاسي چارو کي خپله ونډه او ګډون نه دی سپمولئ.

#وطنیار صاحب شعر هم وایي او یوه بله ځانګړنه یې داده چي خپل دوه نسله یې له هیواده بهر د #افغانستان او #افغانیت په ارزښتونو پوه روزلي دي او اوس هم په دې برخه کي تر ډیرو خلکو ډیر زیار باسي.
نوموړي د خپل خلوص له مخي څو ورځي مخکي خپله تازه چاپ سوې شعري ټولګه (تروږمۍ او سپوږمۍ) راته ډالۍ کړه.

په ننګرهار کي ختیځ ادبي بهیر مننه چي څو اوونۍ مخکي یې د یوې درنې غونډي په ترڅ کي ددې شعري ټولګي مخکتنه کړې وه.
زه د وطنیار صاحب پخپلو لاسونو او قلم د هغوی ددې شعري ټولګي په ترلاسه کولو خوښ یم او یو ځل بیا د منني تر څنګ ددې ټولګي د چاپ او خپراوي مبارکي ورکوم.

خپلواک وطنیار( د وطنیار صاحب زوی) او لمسیان یې (غرڅنۍ بي بي، سوله بي بي، ځواک خان او محمد خان) دي تل په خپلو درسونو او د ژوند په ټولو چارو کي بریالي وي او د خپل هیواد او خلکو لپاره په فرهنګي او مدني فعالیتونو کي، خصوصاً د پښتون ژغورني غورځنګ په هلو ځلو کي دي تل همداسي مخکښ اوسي.

هیله ده د وطن هر پلار او بابا خپل بچي او نوی نسل د افغانستان او افغانیت په ارزښتونو پوه وروزي چي موږ نور د جلاوطنیو پر ځای پخپل هیواد کي د خوښۍ ژوند ولرو او ټول د خپل هیواد او ملي ګټو لپاره احساس ولرو او کار ورته وکړو.

ښاغلي وطنیار صاحب ته د ښې روغتیا او ډیرو خوښیو په هیله ده.

په درنښت
عبدالله احسان

Copyright Larawbar 2007-2024