‏د پي ټي ایم هالنډ د رنګین اختریز پروګرام راپور

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2025


لراوبرپي ټي ایم هالنډ د کوچني اختر او نوروز په مناسبت د ۲۰۲۵ د اپریل پر شپږمه په امستردام کي په زړه پوري تفریحي او جشني غونډه رابللې وه.

‏په غونډه کي د پي ټي ایم هالنډ د مشرتابه او اجرائیه غړو تر څنګ یو شمېر سیاسي او فرهنګي شخصیتونو، میرمنو، ځوانانو او تنکیو کوچنیانو ګډون کړی وو.

‏دا غونډه چي میرمن سایره نورزۍ یې د سټېج چاري مخته بېولې، د قرآن کریم په تلاوت او د افغانستان په ملي سرود پیل سوه.

‏دهالنډ پي ټي ایم مشر ښاغلي امین پښتون په پرانستونکې وینا کي د مېلمنو هرکلی وکړ او په جلاوطنۍ کي یې د ملي او تاریخي ورځو لمانځل د نوي نسل په زړونو او فکرونو کي د ملي هویت او افغاني روحیې د ودي لپاره ضروري وګڼل.

‏فرهنګي شخصیت ښاغلی بسم الله اکبري او ښاغلي انجنیر نورقاسم د ملي او کلتوري ورځو لمانځلو پر اړتیا او ګټو وږغیدل.

‏د مرکزي کمیټې غړي عبدالله احسان د دښمن لخوا د غورځنګ د بندیانو علي وزیر، عبدالصمد خان، ملک نصیر کوکیخېل او نورو بندیانو او مظلومو افغانانو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چي پي ټي ایم هم خپل کلتور او ارزښتونه لمانځي او هم په عین وخت کي د دښمن لخوا روانو ظلمونو او جنایتونو ته متوجې دی. نوموړي د عبدالباري جهاني یو انقلابي او حماسي شعر هم واوراوه.

‏میرمن کامله طاهر،میرمن ژلۍ ولي، ښاغليو: نورآغانوراني، خان ولي کامران په زړه پوري شعرونه واورول.

‏د پي ټي ایم هالنډ د انلاین ښوونځي یو شمېر زده کوونکو د سټېج پر مخ د پښتو ژبي او ملتپالني په باب پوښتنو ته ځوابونه وویل چي د غونډي ګډونوالو په چکچکو وستایل او د پي ټي ایم هالنډ لخوا د کتابچو او رنګه قلمونو په ډالیو ونازول سول.

‏ میرمن شهناز شاه د وطني هګیو دود تازه ساتلو په موخه ښکلي رنګه هګۍ چمتو کړي وې او میرمن سایرې نورزۍ میرمنو او نجونو ته د نکریزو ایښولو ته هم چمتووالی کړی وو.

‏د پي ټي ایم همکارو کورنیو د غونډي مېلمنو ته بېلابېل خوندور خواړه پخ کړي وو.

‏د پښتو کتاب او لوست ژوندي ساتلو په موخه د کتابونو یو ښکلی میز جوړ سوی وو خو له بده مرغه کتابونه ښایي د شاوخوا سلو کسانو په دې غونډه کي تر پنځه پوري کتابونه اخستل سوي وي، هیله ده په صورت عموم سره د پښتو کتاب د اخستلو او لوست کلتور ته ډیره پاملرنه وسي.

‏وروستۍ برخه د سندرو او اتڼونو وه چي ښاغلي فرهاد دولتزي په خپلو خوږو نغمو او سندرو ښکلې کړې وه.
‏انځوریز البوم پر لراوبر فېسبوک کتلائ سئ
‏⁦‪https://facebook.com/larawbartv‬⁩
‏راپور لراوبر PTM Holland

Copyright Larawbar 2007-2024