د لیاقت یوسفزي پر ناڅاپي مړینه د خواخوږۍ پیغام

د لراوبر اداره | مې 12th, 2025


د خواخوږۍ او تسلیت پیغام

سیاسي شخصیت او د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی لیاقت یوسفزی په ناڅاپي توګه مړ سوی دی.
ارواښاد یوسفزی په فکر، ژبه او عمل یو رښتینئ افغان وو.
نوموړي د افغانیت او پر محکوم افغان ( لر وطن) د خپل واک او ملي ګټو لپاره په رښتینې توګه نه ستړي کیدونکې توګه مبارزه وکړه.
خدای بخښلی یوسفزی د غورځنګ، قام او ملي منافعو پر سر دښمن ته پر یو ملي میټر سودا او معاملې ته تیار نه وو خو د تنظیم د رهبرۍ په کچه به یې د ملګرو سره چلند تل د اصولو په چوکاټ کي له زغم، درنښت او مهربانۍ ډک وو.
په غورځنګ کي به یې تشه تر ډیره احساسېږي، قام او غورځنګ به یې خدمتونه هیڅکله نه هیروي.
پر ګور دې رڼا وي او اروا دې ښاده وي.
زه یې د مړیني له امله ځان، ملي مشر منظور پښتین، د تحریک ملګرو او د کورنۍ غړو ته تسلیت وایم.

په درناوي
عبدالله احسان – هالنډ

Copyright Larawbar 2007-2024