کور / تازه خبرونه / لس کلن افغان په کراټې کې دزېړو مډال ترلاسه کړ

لس کلن افغان په کراټې کې دزېړو مډال ترلاسه کړ




په تهران کې د کراټې په سيمي کنټکټ برخه کې د ايران د ټولو ولايتونو شلمې مهالنۍ لوبې ترسره شوې، چې  د۹ او ۱۳ کلونو په عمرونو کې ۱۰ کلن افغان محمديوسف ستانکزي درېيم مقام ترلاسه کړ.

 

محمديوسف ستانکزي له کابو يو کال راهيسې د تهران په آزاديان کلب کې د انګلېش کنټاکټ کراټې سپورټ پيل کړ او دا يې لومړی ځل و، چې د ايران د هېواد په سويه په لوبو کې ګډون کوي.

 لس کلن ستانکزی وايی، هلې ځلې به کوي او په دې برخه کې به افغانانو ته نور وياړونه هم ورپه برخه کړي