د افغانۍ ټولني معمار باوري

لیکوال | جون 7th, 2025


لیکنه: غني حسن

په افغانستان کي لرغونپوهان او په دې برخه کي مسلکي کسان ډیر کم یا که ووایو بیخي پر نسته حساب دي، د پوهاند او استاد محمدرسول باوري روح دي ښاده وي، یو له هغو اشخاصو څخه و، چي ددې برخي مسلکي او په دې برخه کي یې خورا ډیري هڅي کړي او په تول پوره کتابونه او څېړني یې نه یوازي د افغانستان بلکي د نړۍ له لرغونو ځایونو، سیمو، تاریخي ابداتو سره افغانان بالخصوص پښتانه اګاه کړي او په دې برخه کي ئې له خپلو نه هېرېدونکو خدماتو څخه مستفید کړي دي. په اصل کي لرغونپوه پوهاند باوري د مطالعې، کیندنو او څېړنو له لاري د بشري تاریخ په کشف او پوهولو کي خورا مهم رول لوبولی دی. د ارواښاد دنده، نه دا چي د ساحې له کار یعني کیندنو څخه تر تحلیل او بیا په دې برخه کي د عامه پوهاوي تر څنګ د څېړني او ثبت چاري هم پر مخ ښه بېولې، چي په همدې برخه کي ارواښاد پوهاند باوري د افغاني ټولني یو مسلکي لرغونپوه او کلیدي شخص و. زما دنده په اطلاعات او کلتور وزارت کي په خاص ډول د پوهاند صاحب باوري په وختونو کي وه، او دده د دروند شخصیت، پخو تجربو، څېړنو، عملي کارونو ، ټولنیزو نزاکتونو او د کارونو د معیاري میتودونو څخه اغېزمن سوی یم، غواړم په دې لیکنه کي د پوهاند باوري د کاري ظرفیتونو، میتودونو تر څنګ د شخصیت مهمي نقطې هم بیان کړم:

د پوهاند باوري د ساحوي کارونو ارزښت
پوهاند باوري تر دفتري کارونو ډیر په دې خوشاله و، چي په ساحه کي کار وکړي، پر لرغونو ځایونو وګرځي، سروې وکړي، ځایونه ثبت کړي او د نوو موندنو په تلاش کي شپه او ورځ داسي ګرځېدی لکه یو معشوق چي د خپلي معشوقې په تلاش کي وي، پر تاریخي ابداتو مین دا شخصیت نه شپه او نه ورځ پېژندل او د هېواد اکثریتو ولایتونو ته چي په سفر به تلئ نو د ملي تلویزیون یو ټیم به یې هم له ځان سره بیوئ او د هغه ولایت پر تاریخي ابداتو، کتیبو، اثارو، مادي او معنوي کلتوري ارزښتونو به خورا په تفصیلي توګه هر څه ثبتول او بیا به دغه پروګرام د ملي تلویزیون له لاري خپرېدئ. دې کارونو څو

ارزښتونه درلودل:

یو – داچي ددې هر څه مستند (ډاکمینټري) کول او تر کامرې پوري رسول د نوي نسل لپاره بهترین او اساسي کار و، او پوهان باوري په دې ارزښت ښه پوهیدئ او د همدې لپاره یې ملا تړلې وه.
دوه – موږ په افغاني ټولنه کي د ملموس او غیرملموس اثارو د پيژندولو لپاره او په دې اړوند مسلکي اشخاص نه درلودل، چي په دې برخه کي دپوهاند باوري وړتیا، ژورتیا او د وړاندي کولو میتود خورا جالب او اغيزمن و.

پوهاند باوري او د کېندنو زیار او کار:

د لرغونو آثارو، جوړښتونو او د پخوانیو بشري فعالیتونو د نورو شواهدو د موندلو لپاره د لرغونو آثارو کیندل او سپړل، او د اثارو ثبتول او ددې اثارو د موندني ساتل شاملېږي -پوهاند باوري هم داسي په ترتیب او معیاري کارونو سره مخ ته روان و، د کیندلو، سپړلو او په دې جریان کي یې نظارت خورا په دقت کاوه، همهغه و، چي په اطلاعات او کلتور وزارت کي، د تاریخي ابداتو، د کېندلو، سپړلو، نظارت کولو او د ثبت لړۍ خورا ښه په دقت روانه وه، د جمهوریت دغه شل کلنه دوره په خاص ډول وروستي لس(۱۳۹۰-۱۴۰۰هـ) کاله د تاریخي ابداتو په برخه کي بلا ډیر کارونه وسول، چي زه دا امتیاز اول استاد پوهاند باوري او دوهم قدم کي چي وروستي ۷ کاله شاوخوا اشرف غني ته ورکوم، پاملرنه یې د ستایلو او منني وړ وه.

باوري په نوې بڼه سروې کول او خوښول:

په اوسني وخت کي په نړۍ کي د کیندني لپاره د ځایونو د پیژندلو لپاره د( GIS)د جغرافیايي معلوماتو سیسټم او GPS (Global Positioning System)په څیر وسایلو په کارولو سره د لرغون پېژندني ځایونه نقشه کول او سروې کول دي، چي خوشبختانه د پوهاند صاحب د معاونیت په وختونو کي اکثریت تاریخي ابداتو سروې‌ګاني په همدې سیسټم سره وسوې، هڅه به ئې دا وه، چي په دې برخه کي مسلکي کسان وګماري او له ځان سره داسي یو پُرکاره او مسلکي او ژمن ټیم ولري، چي د وطن هره ابده او هره کناره خپل کور وګڼي او د مسلکي ټیم په درلودلو سره ئې دا ثابته هم کړل، تاسو وګورئ، د ارواښاد پر وخت دده تر چتر لاندي ریاستونه او آمریتونه چي هر شخص ئې تر ماسټرۍ په دې برخه کي زده کړي کړي وې او هر یوه پخپله ساحه کي د نړۍ خورا مهم ورکشاپونه او ټرینینګونه به ئې تعقیب کړي ول. یو تر ټولو ارزښتاکه او د راتلونکي لپاره خورا مهم او نه هیریدونکی کار و هغه دا چي دا هر څه به د پوهاند صاحب په ځېرکتیا سره سرته ورسېدل، چي په دې سره ویلای سو، چي د ارواښاد د سروې کولو، کېندنو، ثبتولو او تحلیلولو او په اړه ئې زوړ او نوی تحقیق کولو کي د موره یو ؤ، نه به ئې تاریخ او لرغونپوهان دا کار او زیار هېر کاندي.

د باوري ساحوي تحلیل او څېړنه:

په نیمروز کي چي کله د اطلاعات او کلتور رئیس وم، نو د څو نقطو او میتودونو شاهد‌حال پاته سوی یم، او د نیمروز د تاریخي ابداتو د ساتني او څېړلو او سپړلو څو تجربې لرم. مخکي له دې چي به پوهاند صاحب او د ده تر مشرۍ لاندي ټیم کیندني پیلولې؛ نو په پیل کي به یې د لرغون پېژندني د اهمیت او ارزوني په خاطر د تیر وخت مهم معلومات ترلاسه کول او په دې برخه کي به یې لومړی مطالعه کول او ورپسې به یې څېړنه کول او بیا به ئې د کیندنو په جریان کي موندل سوي اثار معاینه او تشریح کول. په دې برخه کي به هر څه چي وه مثال: وسیلې، لوښي، هډوکي او نور کلتوري اثار شامل ول، چي د دوی د کار په اهمیت نور هم پوه سي. د خاوري نمونې، د نباتاتو پاته‌شونو او د څارویو هډوکي به یې تحلیلول، چي د پخوانیو خلکو د خپل چاپیریال سره اړیکه څرنګه او په څه ډول وه او دغه ځای به یې د څه لپاره کاروئ.

په ځیني حالاتو کي به یې د RCD(Radiocarbon Dating) دساینسي میتودونو کارول لازم بلل لکه د آثارو او لرغونو آثارو عمر معلومولو لپاره هڅه دا د پوهاند باوري صاحب په هڅو کيدل او ددې لپاره چي ټول هغه تاریخي اثار، کتابونه او کاغذونه چي لرو باید دلته مالوم کړل سي، دا چي معیاري او نړیوال لابراتوار وجود نه درلود هڅه یې دا وه، چي هر څه دلته ترسره سي.
باوري او ګالري:

د هنري اثارو د ثبت او ساتلو لپاره پر ګالري باندي تاکید د پوهاند باوري یوه مهمه هڅه وه، هغه غوښتل چي په هر ولایت کي یوه د هنري اثارو پشمول د عکسونو، نقاشیو، رسامیو، او د خطاطۍ هنري نمونې په یوې ګالري کي راټول او خوندي سي، چي ویل به یې (دا اسناد او نمونې د راتلونکي څیړنې او تحلیل لپاره خورا مهم څه دي)، دا چي په افغانستان کي پر ګالریو د تاریخ او د ګالریو پر ودې بحث یو بېل وخت او څېړنه غواړي، خو دوندي ویلای سم، چي د ارواښاد باوري تاکېد پر ګالري باندي دا ثابتول چي د ودې په برخه کي په افغانستان کي دده برخه بارزه ده.

د اسنادو، اثارو او ابداتو ژغورنه او ساتنه:

پوهاند صاحب باوري به ډاډ ترلاسه کوئ، چي اثار په سمه توګه ساتل کيږي که نه، هغوی خوندي دي که نه، نوي څه موندل سوي دي که نه او یا خو به خرابېدو ته نژدې نه وي، که به وضعیت د خرابېدو خواته نژدې و، ژر به یې اقدام کاوه، د منار جام د ژغورني مثال یې ټولو ته مالوم دی، چي د سیلابونو پر وخت هلته ټیم لېږل او هلته تګ او او ساتني و ژغورني ته حق اولیت ورکول، په ټوله کي ویلای سو، چي پوهاند باوري د افغانستان د ګوټ – ګوټ سره مینه درلودل او د هر ولایت هره تاریخي ابده، اثار، اسناد او د فرهنګي میراثونو ساتنه لازمه بلل. تاریخي اثارو قاچاق یې سخت زړه خوړئ او د مخنوي په برخه کي یې مسؤلو چارواکو باندي ډیر تاکيید کاوه، د مثال په ډول د منار جام ژغورنه هغه وخت له سیلابونو څخه دده په تاکېد او هڅو وسول، دا چي اوس یا ورپسې هغه مسله پاته سوه، دا هم یو بل بحث ته اړتیا ده.

عامه پوهاوی او خپرېدا:
په اکاډمیک ژورنالونو، کتابونو او راپورونو کي د موندنو خپرولو باندي یې خورا ټینګار کاوه، او خوښول یې چي خلک باید ددې په ارزښت او همیت خبر سي، او طرحه یې دا وه، چي په پوهنتونو کي د لیکچرونو، پریزنټشنونو، موزیم کتلو، نندارتونونو جوړولو او تعلیمي پروګرامونو له لارې د خلکو سره د لرغون پېژندنې او د هغوی اهمیت شریکولو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړل سي، او موږ ته مالومه سوه، چي دا طرحه څومره اغېز لري په نیمروز کي مو یې طرحه عملي کړل.
د سیمي خلک به یې هڅول په ځانګړې توګه په هغو سیمو کي چي کیندني ترسره کیږي، ترڅو دوی د لرغون پېژندني په بهیر کي شامل سي، حتی کار وکړي چي د کارکوونکو ښه ساتنه وکړي او دوی خپل کلتوري میراث ته درناوی وکړي.

د خلکو فرهنګ ژوندی ساتلو کي د باوري ونډه:
د افغان انسان سره مینه او د افغاني ټولني د فرهنګ سره مینه د پوهاند باوري یوه خاصه او وجیبه وه، هغه غوښتل چي افغاني فرهنګونه باید ژوندي وساتل سي، او دده ارواښاد د طرحي مطابق فرهنګي اوونۍ رامنځته سوه، او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي د فرهنګي اوونۍ جوړولو لپاره خاصه بودجه ځانګړه سوه او هر ولایت کي به یو علمي سمینار، علمي سیر، د لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتونونه، فرهنګي ماښامونه(مشاعره، موسیقي او تمثیل و اتڼ) د هنرمندانو سره لیدني، هغوی ته ‌ډالۍ او تشویقي پروګرامونه او د تور په نوم پر تاریخي ابداتو ګرځېدل د فرهنګي اوونیو برخي وې، اراواښاد باوري د خلکو د فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره نه یوازي دا فرهنګي اوونۍ جوړولې بلکي د هغه لپاره ځانګړې مجله او ځانګړې بودجه ټاکل د هغه خواخوږي، مهرباني او پیرزوینه پر افغانۍ ټولني خورا بې مثاله وه.

نتیجه:
په ټوله کي، استاد پوهاند باوري د تیرو بشري ټولنو د موادو د پاتې کیدو کشف، تحلیل، تفسیر، او ساتنې مسولیت درلود او دا مسؤلیت ئې خورا په صادقانه توګه سرته رسوئ. د ده کار نه یوازي زموږ د تاریخ په اړه مالومات زیاتوي بلکي د راتلونکو نسلونو لپاره د کلتوري میراث په ساتنه کي هم مرسته کوي. پوهاند باوري زموږ د افغانۍ ټولني د افغاني فرهنګ ساتندوی و، هغه نه یوازي چي زموږ تاریخي اثار وڅېړل بلکي منسجم ئې کړل، خوندي یې کړل او منظم ئې وساتل ، په اړه یې مستند څه هم راته پرېښول، د خلکو پر فرهنګ یې خورا زبردست او مالامال پروګرامونه جوړ او وړاندي کړل، په ژوند یې د لرغونپوهني، فرهنګي میراثونو او موزیمونو په اړه جالبي څېړني په میراث راپرېښولې، زموږ د افغانۍ ټولني د دې معمار ارواح دي ښاده وي پر ګور یې انورا او لازمه بولم، چي اوسنۍ اداره که فرهنګ، هنر او ابدات ساتي؛ نو د پوهاند باوري طرحي دي یوازي عملي کړي اوبس دا ټولنه، دا فرهنګ او دا تاریخي اثار به خوندي سي.
استاده روح مو ښاده واوسه!

Copyright Larawbar 2007-2024