د اسرايیلو او ایران ترمنځ مخامخ جګړه ونښتل | مسافرو ته سپارښتني
لیکوال
۱۳ جولای د جنګ پيل :
نن د جمعې په ورځ، د جولای پر ۱۳مه، د اسراييلو هوايي پوځ د ایران اټومي مرکزونو او د ایران پر لوړ پوړو چارواکوي هدفي بریدونه تر سره کړل.
ایران په خپل وار سره د اسرايلو پر طرف د میزایلو ځوابي بریدونه ترسره کړل.
د اسراييلو او ایران ترمنځ ددغي مخامخ جکړې یوعلت د اسرایيلو له لوري د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل دي چي ورسره ترڅنګ د ایران د اخوندي نظام د ړنګولو هڅه هم کيږي.
د افغانستان هوايي فضاه :
د اسرايیلو او ایران ترمنځ د مخامخ جکړې له امله ایران، عراق او نورو نژدې سيمو هوايي فضاه اضطراري حالت غوره کړئ دئ، چي پدې سره زیاتره الوتکي د خوندیتوب په خاطر، الحمدالله، د افغانستان د فضاه څخه خپل مسیر ته ادامه ورکوي.
د افغانستان د اوسني حکومت دريځ :
د چارو شنونکي د افغانستان د اوسني حکومت ته سپارښتنه کوي چي د اسرايیلو او ایران ترمنځ په روانه مخامخ جکړه کښي د بې طرفۍ دریځ غوره کړي.
په ایران کښي اوسېدونکو افغانانو ته سپارښتني:
کوښښ وکړئ چي د ایران د نظامي او نورو دولتي ځایونو څخه ليري واوسئ، مثلا دداسي ملګرو خوا ته لاړ شئ چي خوندي ځای کي اوسيږي او تر ټولو ښه به دا وي، چي د روانو څو ورځو دپاره بيخي خپلو کورونو ته پر خوندي لارو راستانه شئ.
د ایران پر لارو بند پاتي مسافرو ته سپارښتني :
د اسرايیلو او ایران ترمنځ د مخامخ جکړې د پیل سره سم، زیاتره افغان مسافر د ایران په شاوخواو کښي بند پاته دي.
د چارو د شنونکو په اند، ټول پر نیمه لار بند مسافرین دي د ایران د هوايي لارو د تګ پر ځای د ځمکني تګ لار او امکانات وسنجوي، تر څو خپل پاتي سفر ته ادامه ورکړي.
د مثال په ډول :
هغه مسافرین چي د ایران د مشهد یا تهران د لاري افغانستان ته تلل یا راتلل، هغوی دي د کابل هوايي ډګر د لاري خپل سفر ترتيب کړي او یا مثلا د هیواد د شمالي ګاونډیو هیوادو د لاري دي خپل پاتي سفر ته ادامه ورکړي.
۲۴ جون ۲۰۲۵ د جنګ پای او اوربند :
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هلو ځلو د ایران او اسراييلو ترمنځ روان جنګ تر اوربند وروسته پای ته ورسېدئ.
دې جنګ ته ټرمپ د ۱۲-ورځني-جنګ لقب هم ورکړ.