د وزیرستان نه تر باجوړه پر دردناکو حالاتو د منظور پښتین ږغ
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي چي د وزیرستان نه تر باجوړه پوري، هره سیمه د سختو دردناکو حالاتو سره مخ ده.
هغه لیکي: “د عام ولس وران سوي کورونه، برباد سوي کورنۍ، حتي دا چي ښځي او ماشومان په بېرحمانه توګه په شهادت ورسول سول، دا ټول دومره ازار ورکوونکي حالات دي چي انسان حتا د بیان لپاره هم کافي الفاظ نه لري. ځکه چي د دغو ناورینونو پر ضد مؤثر عمل یوازنی مناسب او ضروري لار ده.”
منظور پښتین زیاتوي چي صرف خبري کول، سیاسي تورونه یا یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیول، د حل لاره نه ده. د پښتون ملت لپاره یوازینی غوره انتخاب دا دی چي پر متقابل تفاهم ولاړ یو قوي بیانیه جوړه سي او عملي، مشترک ګامونه واخیستل سي.
هغه ټینګار کړی: “په سیمه ایزه کچه د امن هڅو ته، د پښتنو ګډ اقدام ډېر مؤثر ثابتېدلی سي. اوس د عمل وخت دی د عمل لپاره دي ټول چمتو سي.”
په وزیرستان کي په دې وروستیو کي د پاکستان اشغالګر پوځ لخوا بشري ضد بندیزونه اعلان سوي، دوی د خلکو سره دومره سختي کوي چي حتی د جنازې او خوښۍ مراسمو ته هم خلکو ته د راټولیدو اجازه نسته.
د لراوبر سوشیل میډیا پاڼې