د افغان ملت د ګوند د تسلیت او غمرازۍ پیغام

د لراوبر اداره | جولای 17th, 2025


انا لله وانا الیه راجعون.

په داسې حال کې چې افغانستان د خپل تاریخي هویت، ملي وحدت او فرهنګي استقلال لپاره له ډېرو ناخوالو ، جګړو او یرغلونو سره لاس او ګریوان دی ، ددغه ملت د بیدار ضمیر او روښان فکر استازي یو په بل پسې ددې خاورې څخه کوچ کوي او افغانان یې هره ورځ په غم ژړا کوي. مرحوم مطیع الله تراب چې د پښتو ژبې یو شعوري شاعر، د ملي فکر یوه ارواه ، او د ولسي مبارزې استازی ؤ هم له دې فاني نړۍ څخه رحلت وکړ او نور زمونږ په منځ کې شتون نه لري . خو د هغه ژور فکر ، روحاني بغاوت او ارزښتناک پیغامونه به یې تل زمونږ په زړونو او فکرونو کې ژوندي وي.

نو کله چې د ګران هیواد د ستر انقلابي ، حماسي ، سیاسي او ټولنیز شاعر مرحوم مطیع الله تراب د ناڅاپه وفات غږ مې تر غوږ شو نو خدای شاهد دی چې هم یې ډېر ودردولم او هم یې ډېر خواشینې کړم .

د ځان سره مې وویل چې زمونږ دافغانانو په قسمت کې خوشحالي لږه اوغمونه ډېر دي. هره شپه ډېری افغانان دشپې دیوې نړۍ د غمونو او مایوسۍ سره کټ ته پدې هیله ځي چې سبا ته د یو خوشحاله خبر په اوریدلو سره د کټ څخه راجګ شي خو چې سبا ته سترګې وغړوي په پرونیو غمونو یې یو او یا دوه نوي غمونه نور هم اضافه شوي اوسي.

مونږ لا د لر او بر د ستر، ریښتیني او د خپل قوم او د امت سره د مینې او د هغوي لپاره د مبارزې په تور او جرم د شهید شوي مولانا خانزیب صاحب غم ژړلو او سترګې مو لا له نمه نه وې وچې شوې چې د هیواد د ستر حق ویونکي ، د حق په لار کې د هیچا څخه د ډار نه لرونکي او بې پروا شاعر مرحوم مطیع الله تراب دغم غږ را باندی وشو او په غیرې ارادي توګه مې د خولې څخه دا چغه راووته.

که غم له غمه شرمیدلی.
په مونږ به نه راتلل جوړه جوړه غمونه.

او هر کله مې چې ځان ته فکر شو نو ځان سره مې وویل یا الله ته صبر راکړې ځکه چې ته د صابرینو ملګری او مرسته کونکې یې.

زمونږ لپاره دا یو ملي غم او ماتم دی نه شخصي ، ځکه چې دې دواړو شخصیتونو د ټول ملت غمونو او دردونو ته اوږه ورکړې وه او د ځان سره یې په فکر او زړه کې ګرځول کوم چې په اخیر کې د تراب صاحب د زړه د چاودیدلو او د مولانا صاحب د شهادت سبب هم وګرځیدل .

مرحوم خدای بخښلې تراب د یوه داسې نسل استازی ؤ چې د جګړې ، مهاجرت ، بې عدالتۍ او ملي بې سرنویشتۍ درد یې په وجود کې زوړ شوی او خوړین شوی ؤ. د هغه شعرونه له خط او خال او مصنوعي تصویرونو څخه نه بلکې له وینې ، عقیدې ، ملي احساس او ملي بیدارۍ نه جوړ شوي ؤ.

هغه به شعر لیکه خو دا به یوازې یو شعر نه ؤ بلکې دا به یوه سیاسي اعلامیه وه . دا د ظلم ، بې عدالتۍ او غلامۍ په وړاندې یو فرهنګي مقاومت او بغاوت ؤ. مرحوم خدای بخښلې مطیع الله تراب یوازې زمونږ د ګران هیواد یو خوږ ژبې شاعر او ادیب نه ؤ بلکې هغه زمونږ د هیواد د مړ تاریخ را ژوندې کوونکې ، ځوان نسل ته الهام بخښونکې ، په تورتم او تیارو کې افغانانو ته د حق او باطل ترمنځ لارښودنکې او د یو مظلوم خو سر لوړي ولس هغه چیغه وه چې غوښتل یې نړۍ ته ووایي چې زه هم د نړۍ پدې ګوټ کې شتون لرم، زه هم ستاسې په څېر یو ولس یم ، زه هم ستاسې په څېر خپل حق غواړم زه هم ستاسې په څېر یو انساني ژوند غواړم او زه هم ستاسې په څېر شعور او درک لرم .

هغه به افغان ځلمیانو ته په هر شعر او بیت کې دهغوي د پلرونو او نیکونو تېر تاریخ او لاسته راوړنې تشریح کولې او وریادولی. هغه به افغان ځوانانو ته د شعر په ژبه کې د اسلامیت ، افغانیت او نړۍ سره د سیالۍ کولو درس ور کاوه او افغان ځلمیانو ته یې د شعر په ډګر کې د یو فکري پوهنتون حیثیت غوره کړې ؤ .

مرحوم مطیع الله تراب د خپل ملت شاعر ؤ نه د دربار، نه د اجیرو مطبوعاتو او نه کوم سیاسي سوداګر.
د هغه اشعار زمونږ د نسل د دردونو، زمونږ د خاورې د لوږې او تندې او د راتلونکي ترجمان او اندیښنه وه.

نن چې هغه زمونږ له منځه تللې، مونږ د افغان ملت په توګه باید د هغه د پیغام او مبارزې سره ژمنتیا تازه کړو.
مونږ باید د مرحوم مطیع الله تراب او مولانا مرحوم شهید خانزیب په څېر د شخصیتونو یادونه یوازې په تعزیتیه پیغامونو کې ونه ستایو ، بلکې د هغوي د ارمانونو لپاره باید یو سیاسي ، فرهنګي او ټولنیز حرکت ته دوام ورکړو .

اوس پوښتنه داده چې ایا د مرحوم تراب صاحب او د شهید مولانا خانزیب صاحب دغه ستره تشه به په لر او بر وطن کې په اسانه څوک ډکه کړې شي او کنه؟ زما په اند که چېرې مونږ ددوي په پلونو قدمونه کیږدو او ددوي ارمانونو ته ژمن پاتې شو نو زه باور لرم چې د مرحوم تراب صاحب او مولانا شهید خانزیب صاحب د فکر ځای ناستي به خامخا د پوهې، جرئت او اخلاص سره یوه ورځ د ملت له منځه راولاړیږي.

دا شخصیتونه که له یوې خوا په ظاهره په طبیعت او مزاج کې بې ریا د ملنګانو په څېر ؤ ، خو له بلې خوا ددوي فکر او خیال د نړۍ د هغو سترو شاهانو څخه چې په لکونو لښکرې ورپسې وي هم زیات دحق ویلو په ډګر کې ازاد ، یاغي ، بې خوفه او لاپروا ؤ .

په اخیر کې د خپل ګوند، خپلې کورنۍ او د خپل ځان په استازیتوب د ګران هیواد د انقلابي شاعر مرحوم تراب صاحب او د شهید مولانا خانزیب صاحب د مړینې تسلیت ټول لر او بر افغانانو ، پښتون قوم ته ، ددوي همفکرانو او فرهنګیانو ته او ددوي مظلومو او دردیدلو کورنیو ته وړاندې کوم او ددوي لپاره د الله (ج) په دربار کې د جنت الفردوس غوښتونکې یم .
روح یې ښاد، یادونه یې تل پاتې او ارمانونه دې تل ژوندي وي .

امین

د افغان ملت د ګوند مشر

ستانه ګل شیرزاد

Copyright Larawbar 2007-2024