کور / اسلامي / د نفس شريره او سركشه اسپه په اطاعت او عبادت كنترول كړئ

د نفس شريره او سركشه اسپه په اطاعت او عبادت كنترول كړئ

 


شك نه شته چې نفس هغې شريرې او سركشې اسپې ته ورته مثال لري كومه چې د انسان له كنتروله وتلي او تل په دې هڅه كې وي چې انسان له كړنګونو ګذار كړي،خو ددې اسپې د كنترول له پاره تر ټولو موثره اوښه لار اطاعت او عبادت دى ،د نفش خواهشاتو او غوښتنو ته د ځان تسليمول په حقيقت كې په لوى لاس خپل ځان او راتلونكى ژوند د هلاكت كندې ته اچول دي،د نفس هيلې او خواهشات ډېر لوړ او عالي دي،همدا غير ايماني او غيرمعقولې غوښتني دي چې نفس يې له انسان لري،خو كه انسان د عبادت او اطاعت په وسله ځان سمبال كړي نو په اسانۍ سره كولى شي چې د دنفس دا غير معقولي او غير ايماني غوښتنې مهار كړي،پوهيږو چې شيطان د انسان له ټولو خطرناكو دښمنانو څخه دی او تل په دې هڅه كې ډوب دی چې مسلمان له سمې لارې كږې لارې ته سوق كړي او بالاخره پرې د نفس د بې ځايه او غير اسلامي غوښتنو بلا واكمنه كړي،هغوى چې شيطان په ريښتيني دښمنۍ نيولى نو د شيطان د هرې دسيسې او چل پر وړاندې يې د لوى څښتن (ج) د اطاعت او عبادت لار خپله كړي،شيطان كه هر څومره ددوى پر وړاندې د غولونې او تيرايستنې دامونه په لار واچوي خو هغوى په كلك ايماني هوډ او ارادې سره د شيطان پلانونه او دامونه له منځه وړي،دا چې د روژې مباركه مياشت د بركتونو،رحمتونو،بخششونو او اجرونو ډكه مياشت ده نو د شيطان هڅې هم د نور وخت په نسبت لا تيزې او ګړندۍ وي،تل هڅه كوي چې مسلمانان په دې مياشت كې له اطاعت او عبادت څخه ليري وساتي،د هغوى ترمنځ له كوچني مشكل لويه ستونزه او بلا جوړه كړي،خو مسلمان بايد په دې وپوهيږي چې د ښمن د هيڅ وخت له پاره انسان ته خېر نه غواړي،دا چې شيطان ژمنه كړي چې زه به دا مسلمان ملت پرينږدم چي په اسانۍ سره د جنت له خوندونو خوند واخلي نو مسلمانانو ته هم لازم دي چې ددې لوى د ښمن پر وړاندې په كلكه ايماني او وجداني مبارزه لاس پوري كړي او بلاخره شيطان په دې وپوهول شي چې ستا پر وړاندې مونږ هم له خپل رب سره ژمنه كړي چې مونږ به ددې رټل شوي شيطان په قدم ،قدم نه ږدو يوازې او يوازې د خپل رب له امرونو به پيروي او اطاعت كوو،دا چې لوى څښتن (ج) مسلمانانو ته داسې يوه ځانګړي موكه په لاس وركړي چې له امله يې مسلمانان كولى شي چې له يوې خوا پرې خپله راتلونكي له تيارو وژغوري او له بلې خوا د نفس شرير اس د تل له پاره د تقوا او پرهيزګارۍ په ځنځيرونو وتړي،لازم دادي چې ددې عظيمې مياشتې له لويوالي او عظمت څخه پر ځاى او معقوله ګټه واخيستل شي،بختور دي هغه كسان چې په دې لويه او له رحمتونو ډكه مياشت كې د خپل نفس او شيطان سره په مبارزه بوخت دي او نه پريږدي چې نفس او شيطان ترې دا زرينه او له ګټو ډكه موكه واخلي،بدمرغه دي هغه انسانان چې په دې لويه او له بركتونو ډكه مياشت كې د غفلت پر اسپه سپاره دخپل نفس او شيطان اطاعت كوي،نفس په خپله خوار كړئ كه نه له داسې كړنګونو به مو ګذار كړي چې بيا به پيښماني هم كوم ډول ګټه ونه لري،د نفس پر وړاندې جهاد تر ټولو عظيم او لوى جهاد دى ،بيا په داسې يوې مياشت كې چې نفل يې په فرضو او فرض يې په لسګونو فرضو بدليږي نو هڅه بايد وشي چې ددې مباركې او عظيمې مياشتې له رحمتونو،بركتونو او بخششونو څخه پر ځاى او معقوله ګټه واخيستل شي .