کور / تازه خبرونه / سروې : لږ امریکایان افغانستان ته خوشبین دي

سروې : لږ امریکایان افغانستان ته خوشبین دي

په هغه سروې کی چی د یونایټډ پیس انټرنیشنل ( یو. پی. آی. ) لخوا بشپړ سوې ، ښییً چی تر بل هر وخت نن لږ امریکایان د افغانستان د وضعي په هکله ډاډمن دي . پدې سروې کی چی د اګسټ د ۱۱ څخه تر ۱۷ پوری د (۲۷۱۰) امریکایانو څخه سوې ، پدې ترتیب ده : ۱۱٪ وویل چی د افغانستان وضع مخ پر سمېدو ده ، ۳۷٪ وویل چی وضع نوره هم پسی خرابېدونکې ده ، ۳۵٪ وویل چی کوم (مثبت یا منفی) بدلون ندﺉ پېښ سوی .
له بل پلوه ، ۴۴٪ وویل چی دوی مطمیًن نه دي چی په افغانستان کی دې د امریکا هڅي بریالۍ وی ، حال دا چی ۱۷٪ وویل چی دوی ډاډه دي خو ۲۶٪ هم وویل چی دوی نه پوهیږی .
د بوش د اجرأتو په هکله ۶۲٪ وویل چی دﺉ په افغانستان کی سم کار نه کوي او ۲۵٪ وویل چی دﺉ هلته ډېر ښه یا سم کار مخته بیایی . دا ټولپوښتنه د جمعې په ورځ خپره سوه .