عبدالصمد خان ( صمد حاجي) د ۲۰۲۴ د ډسمبر پر ۲۴ د بنو پولیسو ونیوئ.

لیکوال | جنوري 24th, 2026


د هغه یوازنۍ ګناه!؟ داده چي پر محکومه پښتونخوا او افغان خاوره د پنجابي استبدادي رژیم د بشري ضد جنایتونو پر ضد د امن ږغ پورته کوي.

دښمن پر دې سپین ږیري سیاسي مشر او د بشري حقونو مدافع پرله پسې دروغجن توري لګوي او چي له یوه توره بري سي، بل دروغجن تور په پوري کړي او په دې توګه یې تر یو کال ډیر وخت له یوه وحشي زندانه بل ته وړي او هر ډول شکنجې ورکوي.

عبدالصمد خان د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی او ډسپلین کمیټې مشر دی.
نوموړي پر خپل ولس، محکومه خاوره او افغان ملت ننګ کړی دی او په همدې تور سزاګاني ورکول کیږي.

موږ ټولو ته پکار ده چي د صمد حاجي او ورته اشخاصو له ملاتړه په هیڅ حال درېغ ونکړو او پر هر لازم سټېج او ادرس یې په ننګ اواز پورته کړو.

په درنښت
عبدالله احسان

#ReleaseSamadHaji
#ReleasePTMActivists

Copyright Larawbar 2007-2024