د افغان ملت د خپلواکۍ او سوکالۍ د لاري سرتېری مبارز

لیکوال | جنوري 25th, 2026


د ۲ اګست ۲۰۲۴ په ماخستن ناوخته په اسلام اباد کي د علي وزير د ګاډي سره یو موټر سايکل ولګیدی، علي وزیر هغه موټر سايکل والا په خپل موټر کي د اسلام اباد کي پمز روغتون ته ورساوه، خو روغتون ته د اسلام اباد د سکټريټ تهاڼې پوليس راغلل او علي یې د پمز هسپتال څخه نامعلوم لوري ته ولېږداوه.

تر هغه وروسته علي وزیر تر اوسه یعني تر ( ۲۴ جنوري ۲۰۲۶) پوري د پاکستان د استبدادي استعماري رژیم د ادارو په دروغجمنو مقدمو کي د پنجاب له یوه محبس څخه بل ته لیږدول کیږي، ذهني او رواني سزاګاني ورکول کیږي، د روغتیا او درملني هیڅ ډول اسانتیا پر وخت نه ورکول کیږي او په ځینو مواردو کي خو یې د فزیکي شکنجو او دردولو خبرونه هم خپاره سوي دي.

علي وزیر تر دې مخکي هم څو ځله په ورته ناروا او دروغجنو مقدمو کي بندونه او محبسونه تېر کړي.

علي وزیر له هیڅ چا سره کومه شخصي یا تجارتي ستونزه او لانجه نلري، نه هم د پاکستان جنایتکار ریاست پر هغه د امنیت خرابولو یا خدای مکړه ترهګرۍ کوم ثبوت او سند لري.

د علي وزیر یوازنۍ ګناه!؟ داده چي هغه له امو تر اباسین او مارګلې افغان جغرافیې ته د امن غوښتونکی دی، ددې جغرافیې د واک اختیار خاوندان ددې سیمي اوسیدونکي ګڼي او له دې جغرافیې د پنجاب استعماري رژیم د مداخلې او لوټمار لاسونه د لنډولو غوښتنه کوي.

دا په حقیقت کي ددې جغرافیې د ټولو اوسیدونکو غوښتنه ده او ټولو ته یې په عملي کیدلو خیر رسیږي.
له دې امله موږ ټولو ته پکار ده چي د علي وزیر او دده د فکر او مبارزې د ملګرو لپاره ږغ پورته کړو.

موږ ټول باید د سیمي او نړۍ پر هر سټېج او ډګر ددوی ددې بشرپالي مبارزې په ملاتړ او په ږغ پورته کولو کي هیڅ راز سستي او غفلت ونکړو.

علي وزیر او کورنۍ یې د افغان جغرافیې د امن او پردیو لاسونو لنډولو په لاره کي ډیري قربانۍ ورکړي دي.

افغان ملت ددې کورنۍ او غورځنګ قریانۍ نه هیروي او په ننګ به یې همیشه راوزي او د بشرپاله مبارزې سوله ایز ملاتړ به یې کوي.
#FreeAliWazir #ReleaseAliWazir #ReleasePtmActivists
په درنښت
عبدالله احسان
۲۴ جنوري ۲۰۲۶ هالنډ

Copyright Larawbar 2007-2024