د ایران جنګ ټول منځنی-ختیځ ناامنه کړئ دئ
لیکوال
د ایران جنګ :
د ایران مذهبي مشرایات الله علي خامنه او ورسره نور لوړ پوړي چارواکي په پلازمینه تهران کښي، د اسراييل او امريکا په ګډو هوايي بریدو کښي، د شنبې په ورځ سهار، پداسي حال کي ووژل سول چي د امریکا او ایراني استازو ترمنځ په سویس کي د دوهم پړاو ډیپلوماسۍ خبري رواني وې.
ایران په ځوابي بريدونو کي په منځني ختیځ کي د امریکا پوځي اډې او نوري مهمي سيمي تر بریدونو لاندي راوستلي دي چي ورسره د ټول منځنی-ختیځ حالات ناامنه کړي دي .
د امريکايي پوځ ځاني تلفات :
د ایران سره په جګړه کي تر اوسه ۷ امريکايي سرتېري وژل سوي.
د امريکايي پوځ مالي تلفات :
د ایران سره په جګړه کي تر اوسه ۳ جنګي الوتکي لوېدلي دي.
د امريکايي پوځ لوړ مصارف او د ایران ارزانه ډرون :
د ایران سره په جګړه کي د امريکا د پوځ مصارف تقریبا د یو او دوو بیلیون ډالرو به منځ کي لاټکل سوي دي . د جګ مصرف یو علت دا هم دئ چي امریکا د ایران د میزایل او ارزانه ډرون د .ویشتلو دپاره ډیر قیمتي وسله کاروي
په ایران کي ځاني تلفات :
د ایران په جګړه کي د وژل سويو ایرانیانو شمير تر زرو تنو اووښتئ دئ .
د ایران د جنګ دوام :
د ايران جنګ، شنبه ۲۸ فبروري، چي د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب د ۹مي سره سمون خوري، پیل او لا هم دوام لري. ایراني چارواکي وايي چي د امریکا سره فعلا خبري نه کوي او د خپل مذهبي مشر انتقام به اخلي. د امريکا ولسمشر ټرمپ په پیل کي ویلي وه چي د ایران جنګ به تر اونیو پوري وغځيږي. په وروستيو راپورونو کښي د ټرمپ لخوا د جګړې اړوند د خپلي بریا او ژر پای ته رسولو بیلابیل او متضاد نظرونه ورکول کيږي او ایراني چارواکي د جګړې په اړه وايي چي دوی به پخپله فیصله کوي چي جګړه او پرامریکايي اهدافو بریدونه به کله دروي.
د ایران د جنګ تاثیرات :
د ایران د جنګ سره په سیمه او نړۍ کښي د تیلو او نورو بیلابیلو توکو بيي مخ په لوړیدو دي.
د ایران د جنګ ساحه:
امريکا او اسرايلو په ایران کښي د نظامي سیمو ترڅنګ، ښوونځي، روغتونونه، هوايي ډګرونه او نور ملکي ځایونه تر برید لاندي نيولي دي. ایران پخپلو ځوابي بریدونو سره په منځني-ختیځ کښي د اسريیلو او فلسطین د سیمو په شمول نور نژدې او لیري ګاونډي هیوادونه په نښه کوي چيري چي د امريکايي پوځ اډې او نور تاسیسات موجود دي.
د ایران د مذهبي مشرپه نښه کول :
د اسراييل-ټایمز د راپور له مخي د اسراييلو استخباراتي شبکې د تهران د ټرافيکي او امنیتي کامرو د هک کولو پذريعه د ایران د مذهبي مشر ځای او تګ راتګ د ډیر پخوا څخه تر څار لاندي نیولئ وو.
د ایران د مذهبي مشرځای-ناستی :
د ایران د مخکني مشر زوی مجتبی خامنه يي، یکشنبه؛ د جګړې یوه اوونۍ وروسته، د نوي مذهبي مشر په توګه وټاکل سو.