کور / کیسه / قومندان اکبر

قومندان اکبر

د یار محمد کارګر رالېږنه


پو ه نشوم چی ما ته یی څه وویل، بیا می تری پوښتنه وکړه.


“و بخښی تاسو څه وویل؟”


هغه چی ډیره په غُصه وه سر یی را وګرځاو او پوزخند یی وکړ. هیڅ یی ونه ویل. بیرته یی سر وګرزاو او په خپل کار لګیا شوه. زه چی د هغه ځواب ته منتظر ووم له دفتر نه یی ونه وتم . څو ثانیی تیری شوی د هغی فکر شو چی زه لا تر اوسه د هغی په دفتر کی یم. خپله څرخی څوکی یی و ګرزاووله ما ته یی وویل


“ځه کاکا بسم الله ته غږ کړه”


” په سترګو”


زه له دفتره نه ووتم. هغه می ټول دفتر کی ولټاوو خو پیدا می نکړ نو  یوساعت وروسته بیرته راغلم  او هغه ته می وویل


” و بخښه میرمنی … ما خو هغه پیدا نکړ. “


“په کوم ګور کی ننوت”


زه حیران پاتی ووم چی څه ځواب ورکړم نو څو ثانیی می صبر وکړ او څه ځواب می ورا نه کړ نو همدا وو چی حرکت می وکړ چی له دفتره ووځم. هغه زه ودرولم او وی ویل


“چیرته ځی “


“صاحب … ما ویل څه خبره نشته نو حرکت می وکړ”


“ښه ده اوس زه خو دولس بجی بیرته زما دفتر ته راشه “


“ښه ده صاحب… زه اوس لاړ شم”


“هو ځه”


زه له کوټی ووتم او په ډیره بیړه می ځان خپل اتاق ته ورساو. او اوبه می چی په منقل ایښی وی او جوش شوی وی له منقله ښکته کړی. لږ شانتی وچ چای می پکښی وا چاو د څو دقیقو تیریدو می چای په پیاله کی وا چاو او په څکلو می شروع وکړه.


*  *  *
یار محمد چی زموږ د دفتر یو کارګر وو. زموږ د آمریی دفتر به یی پاکاوو. او تل تر ټولو وختی کار ته راته او تر ناوخته پوری به په کار اخته وو. او د ټولو کارګرانو نه یی ډیر معاش اخیسته. تقریباْ څلویښت کاله عمر یی درلوده خو ظاهراْْ داسی معلومیده چی ۲۵ـ ۳۰ کاله عمر به ولری. په مټ هم ډیر قوی او د جګ قد او غټ اورمیږ خاوند وو.


د کار په وخت کی به یی تل سګرت سکاوو او ډیر زیات به  یی له سالندی نه شکایت کاوو. تل به یی د نورو غیبت کاوو چی زما به هیڅ نه خوښیده.


یو ساعت می د هغه د راتګ انتظار وایست خو هغه معلوم نه شو. زه چی له کاره خلاص شوی ووم نو په یو لقه کټ  باندی چی زموږ په کوته کی پروت وو، پریوتم ترڅو ستړیا می لری شی . چی نا ببره می د دروازی د ټک ټک آواز تر غوږ شو.  


ور می واز کړ او می لید چی خاله ببوګل د دروازی شاته ولاړه و ه او د یار محمد پوښتنه یی کوله ما وویل


” ما خو تر اوسه ندی لیدلی… ته یی څه کوی”


” زما پکار ندی… آمری ولیږلم”


“ځه ورته ووایه تر اوسه خو ندی راغلی”


“ښه خدای په امان”


خاله ببوګل چی لاړه نیم ساعت هم تیر شوی نه و وچی کاکا یار محمد راورسید او بی له کومی پوښتنی، راساْ زما کوټی ته ننوت.


د هغه ناببره راتګ چی زه یی حیران کړی ووم هک و پک ودریدم او پوښتننه می وکړه.


“هلکه چیری تللی وی… تمامه ورځ ورک وی”


هغه خو زما ځواپ رانکړ په ځواب کی یی رانه یخی اوبه وغوښتی.
“یخی اوبه شته”


“هو  تږی یی”


د یخچال نه می یو بوتل یخی اوبه و ایستی او ورته می ورکړی


هغه چی ډیر تږی وو، په یوه څا یی وڅکلی او شکر یی وویل. ما تری پوښتنه وکړه


“هلکه تمامه ورځ چیری وی”


“قوماندانی کی ووم”


“کومه قوماندانی “


“د ولایت امنیه قوماندانی”


“څه دی کوول”


“هغه زوی ارامی می راته سمه لانجه جوړه کړی ده”


“څه یی کړی”


“د یو قوماندان لور سره جوړ شوی او هغه یی تښتولی ده… قوماندانې کی یی را نه پوښتنه وکړه  چی زوی دی چیری دی… ما ویل زه خبر نه یم.”


نو همدا وو چی په یو اتاق کی واچوولم او ویل یی


” صبر وکړه چی قوماندان صایب راشی.”


هیڅ چیری یی نه پریښودم تر څو چی قوماندان راغی. ما چی هر څومره وویل چی وظیفی ته ځم، چا قبول نه کړ. نو همدا وو چی کرار کیناستم.


” نو بیا قوماندان څه وویل”


“هغه هم رانه د زوی پوښتنه وکړ”


“ښه بیا تا څه وویل”


“څه می ویلی وای… ما ندی لیدلی او نه هم تری خبر یم. “


هغه هم هیڅ ونه ویل او پریښودم د تګ وخت کی یی وویل


“که له تا سره یی تماس ونیو نو ما تری خبر که … په خیر یی ده.. که نه بیا مجبور تا کوټه قلف کړو. پوه شوی که نه “


“هو صایب پوه شوم”


“و دی ونه ویل چی د کوم قوماندان لور یی تښتولی ده”


” د قوماندان اکبر پهلوان”


” او وای … هغه خو ډیر غټ قوماندان دی”


“څه به یی کوو پخوا وو… اوس خو ندی”


” خلک خو اوس هم لری”


” لری به یی نو څنګه یی کړم… خبره له خبری تیره ده”


“اخر به یا تا یا زوی دی مړ کی”


” نو څنګه یی کړم… “


ما چی د خپل کالی تړلی وو او د تګ آماده ګی می نیولی وه هغه ته می وویل


“زه خو روان یم. بیا د ځان یو ځل آمري ته وښیه چی څو ځله یی د تا پوښتنه وکړه… تمامه ورځ یی لټولی.”


” ښه ده لاړ به شم”


“هغه همداسی د اتاقه ووته او د آمریي د دفتر په لور یی حرکت وکړ.”


*  *  *
زه له دفتره ووتم او د حملی د موتر په لور می حرکت وکړ. کله چی موټر ته جګ شوم  د کرتی د کمیس له جیب نه می د کلیانو آواز واورید. نو په یاد می شو چی باید کلیانی می یار محمد ته ورکړی وای نو همدا وو چی له موتره کوز شوم او  دریور ته می وویل چی یو څو دقیقی زما انتظار وباسی. هغه هم چی یو څه اندیوال وو قبول یی کړه او زه په منډه دفتر ته لاړم.


د کوټی په لور می حرکت وکړ. ځان می ورساوو، ښکته او پورته می وکتل یار محمد می پیدا نه کړ. نو له اتاقه د هغه په لټه ووتم اتاق په آتاق می لټوو پیدا می نکړ. نو همدا وو چی د آمریی د اتاق په لور می حرکت وکړ. په لاره کی می خاله ببوګل ولیدله چی مڼدی یی وهلی تر سو ځان حملی موټر ته ورسوی، د یار محمد می تری پوښتنه وکړه خوهغی هم د نا خبری اظهار وکړ.


لاړم او د آمری د دروازی دستګیر می وښوراو، دروازه تړلی وه ما فکر وکړ چی هغه به هم وتلی وی نو همدا وو چی بیرته شاته لاړم او د کړکی نه می لاندی وکتل چی د موټرو نه خبر شم چی تللی دی یا نه.


کله می چی لاندی وکتل نو د آمریی موتر می ولید چی لا تر اوسه ولاړ وو او حرکت یی نه وو کړی. نو پوه شوم چی هغه لا تر اوسه له دفتره ندی وتی. نو بیرته تاوو شوم، شپږم حس می راته څه وویل، د آمری دروازی ته نږدی شوم.  او کلی له سوری نه می داخل ته وکتل.


اول می هیڅ هم و نه لیده خدایږو په زړه کی می څه ناڅه تیر شو، نو همدا وو چی شکی شوم. د څو ثانیو له تیریدو وروسته چی ډیر دقیق شوم نو ټوله کوټه می په آسانی ولیده. د آمریی د میز شاته، لاندی په ځمکه می کله دوه او کله دری، بربندی پښی لیدلی چی په حرکت کی وی ا وداسی معلومیده چی یوه په بله پرته وی. د ځان ویښته می زیګه شو او په منډه می ځان د عملی موټر ته ورساوو. 
 



سمیع الله خالد سهاک


۲۷ زمری ۱۳۸۷ کال


وزیر محمد اکبر خان مینه