کور / شعر / که يؤ کېږې پاتې کېږۍ

که يؤ کېږې پاتې کېږۍ

ګوره  وروره  داینسوره  شې به ورک ته له دې کوره


دا فضا بدله شوې
چاپېريال  په بدلېدو ده
طبيعت دی بدل شوی
نه دا ستا د اوسېدو ده
ټول  فنا ه  به کاندي ،واړه که د پلار  دی که د موره
شې به ورک ته له دې کوره
دلته ټوله ځان،ځاني ده
يؤ او بل خوري ارزاني ده
د بل غم ور سره نشته
دا چينجي شول د لحد او يا دګوره
شې به ورک ته له دې کوره
پښتنې خورې؛ دا کله پښتانه دي
دوی نه ژبه هېره شوی په خپل کور کې مېلمانه دي
دننګ چاره کې کاڼه دي،دوی وړانده دي
دوی په شرم څه خبر دي د بنګړو او د پېغوره
شې به ورک ته له دې کوره
ګيدړان او شرمخان يې ټول يؤ کړي
ستا دې ځالې ته دوی سترګې دي نيولي
شامتولې دوی دې  خوري ته ورته ګوره
شې به ور ک ته له دې کوره
پښتانه په دې صفت کې  دي ښاغلي
مېلمنو ته يې د ځان غوښې بښلي
امارت او تخت او تاج يې پرې باېللي
مېلمانه اوس کوربه باسي د خپل کوره
شې به ور ک ته له دې کوره


که يؤ کېږې پاتې کېږۍ
که نه لر او بر ورکېږۍ
که د ژبه دې پردو شوه
د خپل قوم ځينې بېلېږۍ
که د قوم ځېنې جلا شوۍ
بيا د نورو په اهدا شوۍ
محوه کېږۍ، تباه کېږۍ
تباهي داسې ده وروه


شې به ور ک ته له دې کوره
ګوره  وروره  داينسوره شې به ورک ته له دې کوره


د ٢٠٠٨کال د اګست ٢مه کليفورنيا