قومي تاوتريخوالی، په برتانيا کي د افغانانو اندېښنې

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2008


په  افغانستان کې د قومي تاوتریخوالي  د را ولاړولو په  اړه  په برتانیا کې د میشتو افغانانو اندیښنې  !


 


په برتانیا کې  مېشتو افغانانو د هیواد د یولړ ډله ایزو رسنیو څخه په  دې وروستیو کې زړه بګنونکې خبرونه  ترلاسه کړي  چې د هغوي له مخې  ،  یو شمیر څرګندي کړۍ  د پردیو  په اشاره غواړي  د افغانستان د خلکو زیانمن شوی  ملي یووالی  د قومي تاو تریخوالي د راولاړولو په اثر نور هم بې ثباته کړي  .

په تیرو دري لسیزو ،  په ځانګړي توګه وروستیو پنځلسو کلونو کې  یو شمیر عناصرو اوځینو څرګندو کړیو  د بهرنیانو په  لمسون  دهیواد دوروڼو قومونو  تر مینځ تربګنیو او وسلوالي مخامختیا ته  بیلا بیلي ز میني برابري کړي   چې د قومي تاوتریخوالي  د راولاړولو اوسنۍ افغاني ضد هڅې  دهغې ادامه بللی شو . دبهسودو د سیمې دڅړ ځایونو څخه  د کوچیانو د ایستلو او په تخار کې د خپلو مځکوا و کورونو څخه  د یو شمیر هیوادوالو د په  زوره  کډه کولو پلانونه  د هغو سلهاو بیلګو تازه او ژوندي  مثالونه  دي  چې لا تر اوسه  زموږ  د یو شمیر وطنوالو پر ضد عملي  شوي  او  ښایې ادامه ولري  .

موږ   په افغانستان  کې د سولي او دموکراسۍ او د بیاجوړونې د بهیر د پیل کېدو ر ا وروسته  دا تمه  کوله  چې د کورنۍ جګړي په ټپونو به  پټۍ کیښودل شې او دخلکو د ملي یووالي د رغاونې په لور به مهم ګامونه پورته  شي  ، لیکن لیدل کیږي  چې د پورتنې  افغاني  انساني  ارمان د پوره کیدو  پرځاي افغانانو ته  هواي  او مځکنۍ بمباری  اود قومی  شخړو ناورین نذرانه کیږي  .

په برتانیا کې اوسېدونکي  افغانان په دې عقېده دي چې  د افغانستان د اساسي قانون د تعریف له مخې هغه څوک  چې د افغانستان تابعیت لري افغان دی ،  افغان حق لري  دهیواد په   هر ګوټ کې یې چې  زړه  وي ژوند  وکړي .  سوال پیدا کیږي  دا زور واکان  څوک دي  چې د هېواد  د اساسي قانون  څخه  د واک  په  لوړه  دایره  کې ژوندکوي  او دخپلو سیمو او کورونو څخه  د افغانانو  د شړلو وس او واک لري   ؟  او ولي  د ولسمشرکرز ي  اداره  او نړیواله ټولنه  په  بې پروایی  ددي  ټولو افغاني او بشري ضد معاملو  ننداره  کوي   ؟

موږ په  داسي  حال  کې  چې  دافغانستان  د سولي   ،  دموکراسۍ  او بیا جوړونې  د بهیر  ملاتړی  یو   په  هیواد کې   د وروڼو  بیلا بیلو  قومونو  تر مینځ   د مور ــ  میري  سلوک   ،  د  افغانانو  د  اوسنیو  ستونزو  د  حل  په وړاندي  بې  تفاوتي   په  کلکه  غندو  اوپه بهر  کې د افغانستان  ددایمې  استازیتوب  د نمایدګیو  له خوا  دافغانستان پرحکومت  اودملګروملتو  د سازمان  داړوندو  ادارو  له خوا پر نړیواله ټولنه  زور اچوو  چې  د زورواکانو ، سیمه ایزو جنګسالارانو  ،  ژبنې  او  قومې  متعصبینو او په  ټوله کې  د افغانستان  د  سلامتیا ددښمنانو  په  وړاندي   ،  چې  د اوسنۍ  کړکیچنې وضعې  اساسي
 عاملین   دي   ،  غوڅ  دریځ  خپل کړي   .  اجازه  ورنه کړي  چې  یو  افغان  دهغه  دخوښي پرته   د خپل کور او سیمي څخه  په زور وتلو  ته اړ ایستل شي  .  زور واکان  او د قانون  څخه  سر غړونکي د قانون  منګولو ته وسپارل شي  .

دهیواد دننه او  بهر  سیاسي  ، ټولنیزو ، کلتوري  ـ  فرهنګي  ټولنو، ملي ،  خپلواک شخصیتونوته وړاندیز   کوو چې  دافغانانو  داوسنیو  ستونزو  د مطرح او برجسته  کولو اودهغوي  د  ګړندي  حل کولو  په  موخه     د افغانستان د حکومت او  نړیوالي  ټولني  د  پام  اړوني   په کار  کې  د  افغانانو  سره مرسته  وکړي  .


په درناوي
په برتانیاکې  د اوسیدونکو  افغانانو له خوا

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024