کور / شعر / ته خالق ته مو مولا يې!

ته خالق ته مو مولا يې!

تــه خالق ته مومولا یې  ته موستړی ژوندهـوساکړې
نــــــــورپــوره مـــي لویه خدایه دانیم ګـــــړې تمناکړې


داوطـــــن دافـــــغانــــانو،دامسکــــــن دمـومینانـــــــو
هـــرچـــاخپله برخه وران کړه پـه لمسون ددښمنانــــــو
لامــــونه پرېږدي آرام ته خدایــه ته راته تــــــــباکـــــــړه


څـوک تعـــــــداږدي دجنګــونو،دنفاق اوفسادونـــــو
پکـــي یــوشمېرغلامان سول دپردودهـــــــوسونـــــــو
رانـــه ورکه پــــه خپل فضل دنفاق دغــــــه بلاکـــــــړې


پښتانه که تاجیکان دي، که ترکمــــــن اوازبکان دي
یــــوپه بل موسـره وژني راپســـــي ټول دښمـــــنان دی
نـــــورپــــه مــــوږدظالمانــــودادظلم شپـــه ســــباکړې


چي په چیغودرته ژاړم ،ژوندهوسازه ستانه غـــواړم
اســــره نه لروبل چاتــــه صرف له تــانه خدایه غـــواړم
دغـــــه خــــوارغیورولس مي سربیلنده پردنیاکــــړې


داموسوال داموعرضونه ،اسوده موکړې قومــــونــه
خوشحالي کړې راپه برخه رانه واخلې داغــــــمونـــــه
نورتــــرسره دغــــه هیلــــه اوآرزودعـــــــبدالله کـــــــړې


عـــــــــــبدالله