کور / تازه خبرونه / خوست: د ښونكو كاربندي تر ۸مې ورځې ورسيده

خوست: د ښونكو كاربندي تر ۸مې ورځې ورسيده

په خوست ولايت كې د ښونكو د كاربندۍ لړۍ تر اتمې ورځې وغځيده
په دې كاربندۍ كې چې د ولايت ټول ښونكي او د پوهنۍ رياست مامورين برخه لري د تيرو اتو ورځو راپديخوا يې د خوست ولايت ټول ښونځي تړلي او پوهنې رياست ځينې چارې يې په ټپه درولي دي.
دوى له دولت څخه د سرپناه غوښتنه كوي  چې په وينا يې د ولسمشر لخوا حكم صادر شوى خو د ولايت چاروكو تر دې دمه پرې كار نه دى كړى.
د ښونكو كاربندې د خوست ولايت اوسيدونكو او زده كوونكي سخت خوشينې كړي دي
د تيرو اتو ورځو راپديخوا د خوست ولايت ټول ۲۰۵ ښونځي تړل شوي او شاوخوا يولك اتيا زره زده كوونكي له زده كړو بې برخې دي ، خو لاهم مركزي دولت او د خوست سيميزې ادارې دې ستونزې ته د حل لاره نه ده موندلي.


دغه ښونكي چې شميره يې له څلورو زره اوړي د پوهنې رياست مامورين يې هم د كاربندې په ترڅ كې ملاتړ كوي. ښونكي وايي چې د كاربندې لامل يې د خپلو حقوقو غوښتنه ده.
دوى زياته وي چې د جمهور رئيس كرزي لخوا هر ښونكي ته د سرپناه لپاره پوه يوه نمره ځمكه وركړل شوي خو د خوست سيميزې ادارې تر دې مهال پر غوږ نه دى ږرولى.
كه څه هم د دې ستونزې د غڅوي لپاره د ولايتي شورا څو تنه  وكيلان لاس په كار شوي خو لاهم دا ستونزه پر ځاى پاتې ده.
د خوست ولايت د ولايتي شورا پخواني رئيس دواد خان شهيدزوى په مركزي دولت او د خوست پر دولتي چاروكو پړه واچوله چې د ښونكو پرځاى غوښتنو ته يې رسيده ګي نه ده كړي، او د سلګونو زره زده كوونكو په وړاندې  چې اته ورځي يې درس نه ده لوستلې بې تفاوته پاتې شوي دي
بلخوا خوست والي ارسلاجمال وايي چې ښونكو نيغه په نيغه كاربندي نه ده كړي نوموړي د دې كار لاملين د پوهنې رياست يو شمير مامورين وبلل چې په وينا يې كاربند يې په ښونكو ور تپلې ده، خوست والي په خپلو خبرو كې د پوهنې رياست هم په دې ستونزه كې ښكيل وګاڼه.
 ښوونكو او يو شمير زده كوونكو وويل چې كه دولتي چاروكي د دوى ستونزي ته د پاى ټكى كينږدي نو په پراخو لاريونو به لاس پور كړي چې د هر ډول ستونزو مسووليت به د دولتي چاروكو په غاړه وي.