کور / تازه خبرونه / ښایی امریکایی القاعده مشر وژل سوﺉ وي

ښایی امریکایی القاعده مشر وژل سوﺉ وي

د انګلستان د ډیلی تلګراف ورځپاڼه د استخباراتی کارپوهانو له قوله راپور ورکوي چی په امریکا کی زوکېدلی یهودالاصله القاعده مشر اډم ګداهن چی وروسته مسلمان سوﺉ او نن د القاعده یو لوی تبلیغاتی مشر ګڼل کیږی ، ښایی د سي. آی. اې. د بې پیلوټه الوتکو په بم وریو کی وژل سوﺉ وي . ګداهن چی په اعظم الامریکا سره مشهور دﺉ د السحاب ډي. وي. ډي. ګانی په خورا معیاری طریقه سره جوړوی او هم د بن لادن فیتې ور سموي او په انګریزی ژبه هرکله د امریکا پر ضد سختی ویناوی خپروی .
ورځپاڼه د استخباراتی سرچینو له قوله لیکی چی د څو میاشتو راهیسی د هغه کومه فیته نده راوتلې نو ځکه ښایی ژوندﺉ نه وی ، خو که پدې دوو- درو ورځو کی ( چی د سپتمبر د یوولسمی د حملې کالیزه رارسېدونکې ده ) د نوموړي کومه ډی. وی. ډي را و نه وزي نو یقینأ به هغه وژل سوي وي . امریکا د ده په سر یوه ستره جایزه هم ایښې ده .