کور / تازه خبرونه / د لر او بر لوی افغانستان شاعرانو ګډه مشاعره پيل شوه.

د لر او بر لوی افغانستان شاعرانو ګډه مشاعره پيل شوه.

نن دکابل په وخت دسهار نیږدی په لسو بجو دکابل دانټرکانټیننټل هوټل په بالروم کې دلر او بر لوی افغانستان پتیالیو شاعرانو دسولې تر کرښې لاندې ګډه مشاعره پیل کړه، دا مشاعره دهیواد دتکړه قاري برکت الله سلیم په خواږه غږ دسپیڅلی قران عظیم الشان دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه، له تلاوت وروسته دستیج دمخکو چوکیو د ډکولو او مشریز هیت لپاره ښاغلی غازي سیال، وتلی پښتون دروند شاعر رحمت شاه سایل، سپین ږیری شاعر نصرالله حافظ او درانه استاد حبیب الله رفیع ور وبلل شول.


ور پسې دهیواد ملي سرود دپښتنو شاعرانو زړونو ته دوطن مینه ور په زړه کړه، دافغانستان دولسمشر حامد کرزي پيغام دپوهنې دوزارت دمرستیال صدیق پتمن له لوري ولوستل شو، پدې پیغام کې راغلي وو، چې دسولې سپینه کوتره دالوت ترهسکو به هله په خوښۍ والوزي ترڅو چې سیمه او یو ټاټوبی لوی افغانستان لر او بر سره په سوله او امن کې وي، ولسمشر کرزي په خپل پيغام کې ویلي وو چې دخوښۍ ځای دی چې درې میاشتې را ورسته دامن له ګډې جرګې دا دشاعرانو لومړۍ مشاعره ده چې جوړیږي.


د ولسمشر کرزي له پیغام وروسته دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت دوزیر عبدالکریم خرم چې دامهال په لیبیا کې وو پيغام غلام جیلاني ځواک ولوست، ښاغلی خرم په خپل پیغام کې لیکلي وو چې یو دين، یوه ژبه، یو ټاټوبی، یوه لار بیا نو ولې سره جلا یو او کړیږو، داطلاعاتو او کلتور وزیر په خپل پيغام کې لیکلي وو چې وار بیا دشاعرانو دی چې سولې ته خپل شعرونه ولیکي. ور پسې ددی مشاعرې جوړونکي او دافغانستان دکورني امنیت په شورا کې دستراتیژیکو اړیکو دهمغږۍ مشر دروند شاعر او لیکوال لطف الله مشعل وینا واوروله، ښاغلي مشعل ددې مشاعری دجوړیدو داړتیا لپاره وویل چې لر او بر شاعران باید سره له نیږدې کښیني او په خپلو کې سره شعرونه ووايي.


دا ډول د ښاغلي مشعل له خبرو وروسته دفواید عامې پخواني وزیر عبدالخالق فضل هم وینا وکړه. دفضل له خبرو وروسته مشاعره دسپین ږیري شاعر نصر الله حافظ په شعر سره پيل شوه، ورپسې درانه شاعر رحمت شاه سایل له لنډو خبرو وروسته څو شعرونه وویل:


پیښور او کابل دواړه دوه یاران دي


 لکه دوه سترګې په یوه مخ د جانان دي


 چې مې ووژني ځواني او ژوندون دواړه راکړي


 که ددغه او که دهغه ښار خوبان دي


 د دنیا د ابادۍ دعوې دروغ دي


 چې ترڅو دپښتنو کورونه وران دي


 دښاغلي سایل دا شعر دلاسونو په پړقا سره ولمانځل شو. دښاغلي سایل بل شعر دا ډول وو.


دا وګړی په وجود څومره غني دی


 خو په برخه کې جوالګر دی تاواني دی


 تار تار پروت دی چا را ټول نه کړ سایله


 دپښتون وطن ګریوان دلیوني دی


 که دبیت نیکه دوعا وه خو پوره شو


 خو پښتون چې څومره ډیر شو هومره هیر شو


. دښاغلي سایل له شعر ویلو وروسته ډاکټر اکبر اکبر خپل یو ازاد نظم ووایه داسې وو ما درته نه ویل چې دشنو منګولو سپرلی به راشی او تندر کړس به دیخ وهلو سړو شپو کې، دیخ وهلې چرګۍ په ډډو ، اور دګرمو لمبو رڼا شي او د اورښت ابۍ به وریځې لینده کړي.


ورپسې رزاق فهیم شعر ووایه، له هغه وروسته ریاض تسنیم خپل شعر ووایه چې یوه برخه یې داسې وه، پښتنې به زلفې څه ونیسي باد ته چې دمشکو پرځای بوی تری دباروت ځي، چې بادونه په خیبر باندې را واوړي، بوی دسوړ غوښې راوړي پیښور ته.


له تسنیم نه وروسته رفیق میران او بهادر واصفي شعرونه وویل له هغوی وروسته دلوی احمدشاه بابا له ټاټوبي راغلی ځوان شاعر او ویښ فرهنګپال عبد الاحمد محمد یار یو ازاد نظم ووایه چې عنوان یې وو زه یو نامشروع او حرامي نسل یم، ورپسې عمر دراز مروت، عزت الله شمسزي، زاهدشاه انګار، اکمل لیوني، کړاوو منګل، جنرال خاټول، سلیم بنګښ، ګل اغا احمدي وردک، او ګڼ شمیر نورو شاعرانو شعرونه ولوستل.


. دا مشاعره به ترسبا وغزیږي، دا مشاعره دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې رابلل شوی وه.