کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان کلتوري ټولنو جرګې د خواشينۍ پيغام

د افغان کلتوري ټولنو جرګې د خواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر واخېست ، چې د افغانستان پياوړی فرهنګي، علمي  او ټولنيز شخصيت  ډاکتر شېر افضل ګردېوال له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون .


د افغان کلتوري ټولنو جرګه د ډاکتر شېرافضل ګردېوال مړينه  د افغانستان په علمي ، فرهنګي او ټولنيز ډګر کې درنه ضايعه ګڼي،  د اراواښاد کورنۍ ته او په ځانګړې ډول استاد شيريندل ګردېوال ، استاد شېراحمد ګردېوال ، شيرين ګردېوال او پياوړي فرهنګيالي زرين انځور ، همداراز د ده دوستانو او د افغانستان علمي ا و فرهنګي کړيو ته  خپل د غمرازۍ مراتب وړاندې کوي ، او له قادر متعال څخه د ډاکتر ګردېوال اروا د تل لپاره ښاده غواړي   . 



په درنښت


د افغان کلتوري ټولنو جرګه