کور / علمي / دغزني د تاريخي اوفرهنګي پرتم اوپيژندګلوئ نښه

دغزني د تاريخي اوفرهنګي پرتم اوپيژندګلوئ نښه

ليکنه: پوهنوال ډاکټر خالق رشيد

یوه یادونه :
څوکاله مخکې چې دافغانستان ددولت ریس ښاغلی حامد کرزي په غزنی کې دیوه پوهنتون دجوړولو ژمنه وکړه ، دده دا کار زموږ غزنچیانو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو، په هغه مهال موږ یو پیغام د غزنی دتاریخی او فرهنګی پرتم په اړه دبینوا درنې ویب پاڼې له لارې ګران احسان جان خپور کړ، ددغه پیغام دغزنی  دپیژندګلوي یوشمیر ژباړې هم په هغه مهال ما اوزما دوستانو په بیلابیلو ژبو باندې په بیلابیلو هیوادوکې هم خپرې کړې .

په هرډول دا زموږ پخوانۍ بدمرغی ده چې ځان دنورو په واسطه پیژنو ، ترڅو نور زموږ په اړه، زموږ د فرهنګی ارزښتونو په اړه څه ونه وایی ، موږ همداسې په خوب ویده یو ، اوس چې دغزنی دتاریخی ، اسلامی او فرهنګی پرتم خبره په اسلامی نړې کې رامنځ ته شوه ، دا ښکاري چې موږ هم باید دنړې له شرمه په دغه ترڅ کې که نورڅه نه شو کولای نو ځانونه خو باید دچا خبره ورسره وښوروو. غزنی زموږ دپرتمونښه وه اوده پکارده چې ددغه ښکلی او فرهنګی ویاړ دسرلوړۍ په اړه فکروکړو اوله دغه شیبې څخه چې اسلامی نړۍ دهغې په ترڅ کې زموږ په باب فکرکړې ګټه واخلو . موږ باید دافغانستان دتاریخی او اسلامی وړتیا د شملی غزنی له پاره ترهرڅه دمخه دښوونی او روزنې په برخه کې لاس په کارشو اوترهرڅه دمخه دهغه پوهنتون په فکرکې شو چې کلونه مخکی دهغه ژمنه ښاغلی کرزی هم کړې وه . دادی دلته بیاهغه پیغام راخپرووچې څوکاله مخکی په غزنې کې ددغه ولایت دپوهنتون داړتیا په اړه خپورشوې و.

په درناوی

رشيد

غزني پوهنتون
دغزني د تاريخي اوفرهنګي پرتم اوپيژندګلوئ نښه

( دافغانستان ددولت ددغه اقدام قدردانى اودغزنيوالويو وړانديز)

غزنى دافغانستان هغه تاريخى ښاردى چې ددغه هيواد په فرهنګى اوسياسي شته والي كې په هراړخيزه توګه دپاملرنې اويادونې ځاى اوونډه لري ، ښايې ډيرخلك اوډيركسان له دې  ناخبره وي چې دغه اوسنى خړ پړ غزنى يووخت دآسيايې ښارونو ناوې بلل كيده اوله دغه ښاره دپوهې ، فرهنګ اوافغانيت برم اوشوكت دهند ترسمندره ،هغه خوا ترعربې نړۍ پورې  رسيدلې اوغزيدلى و ، همداده چې غزنى دتاريخ اوفرهنګ په زرينوكرښوكې يوازې ديوه ولايت نوم نه دى بلكه دانوم له يوه داسې تلپاتې تمدن سره تړاو لري چې خپل  ځان دبشريت له معنوي تاريخ سره دزرګونوكلونوپه اوږدو كې په خپله ځلا اوښكلاسره غزوي ، داسې چې په هراړخيزه توګه ديوه عالي اواسلامي رنسانس نښې اوارزښتونه له ځان سره له نسلونو ترنسلونوپورې غزوي .

دغزني تاريخ خورا لرغونى دى ، په لرغونوهندى ژبوكې ددغې سيمې نوم اويادونه په خورا پرتم اووياړ سره شوې ده ، په بودايې دوره كې هم غزنى له هغو بودايې مركزنو څخه و چې كابورا ، اراكوزيا ، باميكا اوبليكا اوګندارا يې سره تړل اوپه دغه ترڅ كې يې خپل تاريخى ، فرهنګې اومذهبې اهيميت درلود، ددغه ښار په شمال كې د اوسني جغتو سيمه پرته ده چې هلته كښل شوي ډبرليكونه په خپله تراوسه پورې دآسيا په تاريخ په تيره په بودايې دوره كې ديوې روښانه فرهنګې لړۍ نښې نښانې له ځانه سره لري . ديوه څرګند حقيقت په توګه دابايد ومنو چې دغزنې تمدن اودغزني ښار زموږ د اندو ژوند اوفرهنګى هويت څرګندوى ښاراوپرتم دى ، غزنوې امپراطوري چې په اسياكې ديوې تاريخى دورې په توګه راوپړكيده ، دهغې پيل له يوه تلپاتې اودرانه نامه يمين الدوله( سلطان محمود)غزنوي سره تړلىدى،له هغه نوميالې سره چې نوم يې كله هم په آسيايې تاريخ كې د هيرولو وړنه دى ، داسمه ده چې دده په باب به دهرچا قضاوتونه بيل وي ، خوموږپه دې وياړو چې داسې يو نوميالې واكمن  چې نوم يې زموږ دتاريخ په يوه ټاكلي تاريخې پړاوكې په هراړخيزه توګه دهيريدو وړ نه دى  له غزنې اوزابلستانه راپورته شو، دغه امپراطور و چې ديوه افغان واكمن په توګه يې هم پرايران اوتوران اوهم په هندوستان باندې داسې واكمنې وكړه چې زركاله وروسته هم دده اغيز اودده هراړخيزې كارنامې ددغو هيوادو له تاريخونوڅخه په يوه خواپاتې نه شوې ، پرهندوستان باندې ورغى ،هغه هيواد يې ونيو اوترهغه هيواده يې خپل فرهنګ اوخپل ارادت په ميړانې سره ورساوه، همدغه ټكى  دى چې ددغه لوى واكمن نوم له موږ پرته په يوشميرنورو خلكو باندې ښه نه لګيږي همداده چې دآسيا ددغه نوميالي واكمن شخصيت ته چې څومره كيداى شې زيان رسوي ، په داسې حال كې چې دا دمحمود  په باب دهغوى خپل انفرادي قضاوتونه دي ،اودهغه دغه شان كره كتونكي اوس هم زموږ دهيواد په شاوخواكې لږ نه دي ، محمود اودهغه اولاده له غزنى ترلاهوره واكمن وو، دوى ديوه پراخ اولوى افغانستان پولى زموږ له پاره زركاله پخوا په نښه كړى اودايې په ډاګه كړى چې دهغه مهال افغانستان له كومه تركومه په څه شان فرهنګې اوسياسي شته والي سره خورشوى و. اودشته والي پوله يې چيرې اوتركومه ځايه پورې خوره وه ، موږ دانه غواړو چې ګواكى موږ به هم دومره ننګيالي شوچې دهغوپه پلو ګامونه پورته كړو خودايوه خبره ده چې كه څوك خوښيږي اوكه خپه كيږي محمود و، اودهغه زمانې داغوښتنه كوله چې بايد دخپل ځان ، هيواد اوخپل هويت  دساتنې له پاره لاس په كار شي. ترټولو مهمه خبره داده چې دغزني ددغه نوميالې واكمن زور و چې ويي كولاى شول ، دتاريخې آريانا ټول قلمرو داوسني ايران په ګډون په يوه واحده كړى كې را ټول كړي ، خوله بدمرغه چې ايراني پوهان اوليكوال په دغه باب اوددغې دورې په باب دومره چوپه خوله دي ، چې  په لوى لاس غواړي ديوشميرعادي دلايلو له مخې ددغې دورې فرهنګې ارزښتونه همداسې په تياره اوتورتم كې ناويلې اوناسپړلي پاتې شې ، په داسې حال كې چې غزنوي دوره دفارسي ژبې اوفارسي فرهنګ دپيژندګلوي اوپراختيا اوان رنسانس دوره وه .بله مهمه خبره چې په دغه اړه بايد له ياده ونه وزي هغه داده چې محمود فارس دخپل اړوند ولايت په توګه ترخپل نګين لاندې وساته اوهلته يې خپل زوى دهغې سيمې په اوسنى نومونه والي  وټاكه كه زما تحليل ته څوك په شوونستې نظرسره ونه ګورې ، محمود په خورا ميړنتيا سره دخپل هيواد اوسني افغانستان داسې ننګه كړى چې زموږ له پاره دملې هويت اوملي تشكل په لاره كې ځانګړي اهميت لري ، په دې مانا چې غزنويانو افغانستان ته له هرې خوا يونوى هويت اونوم ورپه برخه كړى دى ، په ياد مودي چې په اوسني لغمان كې دهندي جييال سرتيري اوحاكمان پرواك وو، خودغه نوميالي اوځوان شهزاده په سلگونو فيلان ترې ونيول او په خورا ميړانه يې هغوى د باتورو پښتنو په مټو ووهل اوهغوى يې داوسنۍ پښتونخوا تراولكه هم ورهغې خواته وشړل .

يووخت ما دهند په ګجرات پوهنتون كې دغزنوي دورې په باب لكچر درلوده ، يوچا داخبره وكړه چې دمحمود له لاسه زموږهرڅه بربادشول ، دهغه لښكروپرهند باندې خورا بديرغلونه وكړل ، دهغوپوځيان ډيرظالم وو…

ما يوازې دومره ورته وويل : (( ځكه چې دهغه ډيركې پوځيان هنديان وو )) . ددغې لنډې جملې په مانا هغه سړى پوه شو، اودا يوتاريخى حقيقت دى ، كومې لښكرې چې محمود هند ته استولي په تيره هغه  چې په هغه ځل يې (سمنات )هم راوپرځاوه له نژدې اويا زرو پوځيانويې  (( څلويښت زره پوځيان هنديان ، ديرش زره پښتانه اوشل زره ترك توكمي اونور وو. چې هند يان دهندې جنرال ترقومانده لاندې په مخكې وو، ورپسې پښتانه اووروستي دادريمه ډله وه چې زياتره يې دفترې اولوژستيكې چارې پرمخ بيولې ، دهند دسوبې په جګړو كې هنديان ترهرچا مخكې په خورا ميړانې سره جنګيدل ))ځكه نودتاريخې اسنادو له مخې داانتقاد خپل ځواب لري .

په همدې شان په فرهنګى لحاظ هم غزنوي دوره داسې يوه دوره ده چې فارسي ژبه په كې وغوړيده  اودهند ترپولو پورې يې ادبې اومعنوى پوله پراخه شوه ، دادغزنې بركت وچې دغه ژبه تراوسه دهند په لتو باندى لاله خپل برمه ونه لويده اونومياليو پښتنو پاچاهانوپه خپلو دربارونو دغه يادګار كه څه هم مورنى ژبه يې نه وه وپنځوله اودغې ژبې ته يې تراصلې اوسيدونكو زيات خدمتونه ترسره كړل ، اوس دهند په كتابخانو كې درسمې شمير له مخې تر درى لكوزياتې پارسې قلمې نسخې شته چې زياتره يې لاتراوسه هم نه دي څيړل شوې اونه دهغو نومياليوافغانانواوسنيوواريثنو ته داپته شته چې ددوى پلرونو دغې ژبې اوآن خپل تاريخې شته والي ته څومره خدمت كړى دى . څومره انسانې ارزښتونه دوي دعلومو په بيلابيلو برخو كې په دغه ژبه باندې  په هند كې كښلي دي ، هو، له بده مرغه موږ ترې ناخبره يو ، زه چې كله دفارسي ژبې يوشمير په اصطلاح تش په نامه خواخوږو ته چې په پټوسترګو يې له ځانوددغې ژبې ټيكه داران جوړكړي عجايبات اورم اوګورم  داپوښته راسره پيداكيږي چې كاشكي دغوښاغلو ته خو لږ ترلږه دخپلې ژبې په باب معلومات واى چې تردغه دمه دغه ژبه چا دومره پرتم ته رسولې ده. كه له فارسي ژبې دهند ونډه اوپه هندكې دپښتنو ونډه ان تردغه دمه لرې كړې ، دغه ژبه خوله غزنوي دورې راپه دې خوا نه په فارس اونه هم په افغانستان كې داسې ديادونې وړ زيرمه لري ، چې پرهغو باندې دې سړى په پراخه سينه څيړنې وكړاى شي. دعلم مدارجوته دغه ژبه دهندپرلتو افغاني پوهانو، صوفيانو اودرباريانو رسولې ده. هغه افغاني صوفيان چې دزياترو جرړې چې په هندكې دروحانيت لوړغرونه شميرل كيږي  اوس هم په غزنى كې شته،لكه دحضرت قطب الدين بختيار كاكې اړوندان اونور، دغلجى ، لودي ، سوري دربارونو روحانې تكيه ځاى غزنى و، دچشتيه طريقې نوميالى لارښود اومحبوب القلوب حضرت نظام الدين اوليا مور له غزنې ترډيلي پورې ورسيده اوهلته يې خپل دغه نوميالې زوى دچشتيه روحانيت ترسيوري لاندې وروزه چې ترننه پورې دهغه مزار، تعليمات اوروحانيت دهندپه لتو دالهي اردات ترټولو عالي اوانسانې وړتيا لري.

اوپه پاى كې:

ددغې ګردې مقدمې له يادولو زموږ مقصد اومطلب دادى چې دادټولوافغانانواوافغاني نسلونو حق دى چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دعصر اوزمان دپرمختګ په ترڅ كې دخپلوهغو تاريخې ارزښتونو په رڼاكې چې په واك كې يې دي كارواخلي ، په دې وروستيوكالو په افغانستان كې دهيواد دنوي نسل دروزنې له پاره په ملي سويه يوشمير په زړه پورې ګامونه اوچت شوي ،ښايي دا دښاغلي حامدكرزي دفرهنګي پاليسئ له لويو برياوو څخه يوه وي چې دهيواد په گوټ گوټ كي يې دهيواد دنوې نسل دروزنې له پاره  يوشمير دپاملرنې وړ ګامونه پورته كړل چې ترټولو مهم يې دهيواد په گوټ ګوټ كي دپوهنتونونو جوړول اوپرانستل وو، داكار په پكتيا، باميانو، كابل ، پروان ، تخار اونورو سيمو كې دخپلوشتو امكاناتوپه ترڅ كې سره شو، اوس اوس په دې نژدې وختوكې ولسمشرښاغلي حامدكرزي دغزنې دخلكو له پاره په غزنې كي ديوه پوهنتون جوړولو وعده كړې اودغه پوهنتون يې ددغه ولايت خلكوته منلي دي.ددغه ډيرنفوس لرونكي ولايت خلك ددغه پوهنتون دپرانستواوپيل كيدو په انتظار دي . ويل كيږي چې ددغه پوهنتون دجوړولو كاركومې خارجې موسسې لاپخوا پرته له دې چې په دغه برخه كې يوعادي ګام هم اوچت كړي  په خپلومنګولو كې نيولى دى ، دغزني خلك اوددغه ولايت زيات شمير فرهنګيان ، پوهان په هيواد كې دننه اوباندې يوځل بيا ولسمشرښاغلي كرزي،  فرهنګې مشاوريت اودلوړو زده كړو وزير ته دزړه له كومي خپل وړانديز كوي چې دغزنې پوهنتون خبره ديوه تاريخې اوملي رسالت په توګه دخپل كار له مهمواجنداوو څخه وگڼي اوزرترزره دغه تاريخې وياړ دافغانستان دمعاصرتاريخ په دغه دوره كې دغزني دتيربرم اوفرهنګي تلپاتې نامه په پام كې نيولوپه خپله دوره كې دځان كړي. دغزني ولايت موقعيت ، نفوس اوفرهنګي ميراث په خپله ددې له پاره په تمامه مانا برابر دى چې دهيواد په دغه تاريخې سيمه كې هم  دافغانستان نه يوازې تعليمي بلكې څيړنيز پوهنتون چې په راتلونكې كې كه دپاك الله اراده وه داسيايې اواسلامي څيړنو يولوى افغانې اكاديميك روزنځى اومركزوي زرترزره پرانيستل شي.

په درناوي

پوهنوال دوكتور عبدالخالق رشيد

دغزني اوشاوخوا ولايتونو ديو شمير منورينواودپوهې اوفرهنګ دلارويو په استازيتوب