کور / خبرتیا او پيغامونه / له ډنمارک څخه د خواخوږی پیغام

له ډنمارک څخه د خواخوږی پیغام

 


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د ګران هېواړ افغانستان یو تن مطرح علمي او فرهنګي شخصیت ارواښاد ډاګټر شېر افضل ګردېوال  په حق رسېدلی


( لوی خداې دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )


خدای بخښلي ډاکټر ګردېوال هم دننه په هېواد او هم له هېواد نه د باندې د خپل ټول عمر یوه زیاته برخه د افغانستان د پرمختګ ، د افغانانو د ملي او تاریخي هویت د خوندې ساتلو او پیوستون په لاره کې  تېره کړه .هغه په سرلوړۍ ژوند وکړ او په نېکنامۍ یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .


په ډنمارک کې  د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) اداره او غړي  ، دغه راز ټول هغه کسان چې له ارواښاد ګردېوال سره پېژندګلو لري  د نوموړي ناڅاپي مړینه د افغانستان خلکو ته یو ضایعه ګڼي او په دې توګه د ډاکټر ګردېوال له قدرمنې کورنۍ او دوستانو سره  په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او دوي ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوو .


په درنښت


یوسف هېواددوست – د کوپنهاګن ښار