کور / خبرتیا او پيغامونه / ” دا ليک زماله نامه څخه په درواغو خپور او لېږل شوی دی “

” دا ليک زماله نامه څخه په درواغو خپور او لېږل شوی دی “

د سويډن د مالمو په ښار کې د افغاني کلتوري ټولنو دگډې جرگې  احتجاج ليک



دروان کال دنوامبردمياشتې پر ((  ۱۸)) نېټه دکابل پرس په ويب پاڼه کې دافغانستان  ولسمشر ته د سرخلاصي ليک په نامه د احمد  پرواني په قلم ليکل شوی يومطلب  خپور شو.


داسرخلاصی ليک د((قبيله سالاری يا دموکراسی ؟))  تر عنوان لاندې ليکل شوی دی ، د ليک په پيل کې ليکل شوي ( (نامه سرگشاده جمعی ازافغانان مقيم شهر مالموسويدن عنواني  ريس  جمهور کرزی )) .


يکشنبه ۱۸ نوامبر ۲۰۰۷ ،نويسنده : احمد پروانی .


موږ  ددې  ليک متن  له  ځان سره دټولنوپه ارشيف کې ثبت  اوساتلی دی .  داليک په لاندې جملوپای ته رسېږي:


باعرض حرمت و احترام مهتاب الدين نظامي به نماينده گی از افغانهای مالموسويدن  .



پورته خپور شوی سرخلاصی ليک د مالمو په ښارکې دڅلورو فرهنگي  ټولنو ((په سويډن کې دافغانانوعملي اوفرهنگي مرکز، افغاني کلتوري ټولنه ، دارياناکلتوري ټولنه او دوستۍ فرهنگي ټولنه  )) دمشرتابه لخوا چې دمالمواوهغه په شاوخواسيموکې  تر ((   ۱۵۰۰ )) زيات افغانان  يې غړيتوب لري  په هر اړخيزه  توگه  تر جدي څېړنې لاندې  ونيول  شو.


تر کومه ځايه چې داليک د مالمو د اوسېدونکو افغانانو له  ادرس څخه  دی  اوپه استازيتوب يې دمحترم مهتاب الدين نظامي صاحب نوم ليکل شوی دی ، دټولنومشرتابه گډې جرگې  پرېکړه وکړه  چې  پدې هکله  دې له نظامي صاحب څخه پوښتنه وشي ، چې نومووړي  دکوموافغانانو په استازيتوب داليک لېږلی دی . کله چې له محترم نظامي صاحب نه پوښتنه وشول ، هغه څرگنده کړه چې زه اصلأ  ددې ليک په محتوا، رئيس جمهور ته دلېږلو او په  کابل  پرس  کې د خبرېدوپه مسئله خبر نه يم  دا ليک زماله نامه څخه  په  درواغو خپور  او لېږل  شوی دی ، زه  يې  پر ليکونکي اوخپرونکي  لعنت  وايم  او له  دې کاره سره کلک مخالفت  څرگندولو سره  به د قانوني ادارو له  لارې  ددغه جعل کار څېره بربنډه کړم تر څو نورو ته  عبرت  شي .


دمحترم نظامي صاحب  تر څرگندونو وروسته  د سرخلاصي ليک په هکله اندېښنه نوره هم غښتلې شوه ، له همدې امله  په  مالموکې له يو شمېر نورو اوسېدونکو افغانانوڅخه چې ددغو ټولنو غړیتوب  نلري  بېله  دېنه  چې  په کوم  قوم  ، مذهب او ژبه  پورې  اړه لري،  ددې ليک دمحتوا په هکله پوښتنه وشوه . له يوه مخه ټولو د ليک په هکله خپله بې خبري  څرگنده کړه او دا  کار يې غيرانساني اوغير اخلاقي عمل  وباله او په  ټينگه  يې  رد کړ.


تر کومه ځايه چې په مالمو کې مېشت افغانان  د هرچا لخوا او په هرنامه چې  وي په  افغانستان کې  دمېشتو قومونوڅخه ديوه قوم  له سپکاوي سره  هم علاقه نلري او د هغه سره په غوڅ مخالفت کې دي ، دنوامبر پر ۲۵ نېټه دپورته ويل شووفرهنگي  ټولونو مشرتابه  په گډه غونډه کې  د احمدپرواني  په قلم  دافغانستان ولسمشرته  ليکل شوي سرخلاصي  ليک په اړوند تر هر اړخيزه بحث او څېړنو  وروسته د رايوپه اتفاق  پرېکړه وش ه :


۱-   دافغانستان  داساسي قانون له مخې هر افغان  حق لري  په افغانستان کې پر دولتي ارگانو او دولتي چارواکو نيوکه وکړي ، خپله عقيده او نظر څرگند کړي  .  مگر په هيڅ قانون کې هيچاته  دا حق نه دی ورکړه شوی چې دکوم چارواکي  پر کړنو باندې  دگوتنيونو او يا بله  پلمه  په افغانستان کې د مېشتو قومونو څخه ديوه قوم   سپکاوی  وکړي .


۲- دسرخلاصي ليک د محتواڅخه له ورايه داسې  څرگندېږي  چې دا ليک  دولسمشر پرکارونو د نيوکې تر نامه لاندې  د پښتنو ستر قوم  ته دسپکو سپورو ويلو  په  روحيه ليکل شوی  دی  .


په مالمو کې د  فرهنگي  ټولنو ټول غړي اونور افغانان  دمالمو د افغانانو له نامه څخه دداسې کرغېړن  ليک دمحتوا سره په  کوم کې چې  د پښتنوستر قوم  ته سپکاوی شوی دی ،کرکه ، نفرت  او جدي مخالفت  په څرگندولو سره دکابل  پرس  دا ډول  ملي ضد نشراتي  پاليسي  په  کلکه غندي .


په افغانستان کې له اړونده دولتي  ادارو او قضايي ارگانو له مشرتابه څخه غوښتنه کوو چې په  افغانستان کې هیڅ  يوې  داسې خپرونې  ته  د نشراتو  اجازه  ورنکړ ل  شي په کومو کې چې دمطبوعاتودازادۍ  تر نامه  لاندې  دافغان ولس  په منځ کې بې اتفاقيو او يو د بل  پرخلاف  راپارېدنکو مسايلو ته د خپرېدوامکانات  برابروي  .


۳-   دکابل پرس دويب پاڼې څخه چې دکامران ميرهزار په مسؤليت نشرات لري  په کلکه غوښتنه کوو چې  په مالموکې دمېشتو افغانانو فرهنگي  ټولنومشرتابه  ته ددې سرخلاصي ليک دليکونکي هويت اومکمل ادرس راولېږی ، تر څو موږ له هغه  نه  د سويډن  او افغانستان  دقانون له مخې  پر خپل سره  دبل چا له نامه څخه  دسرخلاصي ليک د ليکلو، لېږلو اوخپرېدو له امله پوښتنه وکړو، تر څو په  راتلونکي کې  نور ځانته دا حق ورنکړي  چې له يوې خوا د بل  چاله نامه څخه سرخلاصی  ياسرپټ  ليکونه  دولتي چارواکو ته ولېږي  او يا په دغه ډول ليکونوکې  پښتنو او يابل قوم  ته سپکاوی وکړي .


۴-   دافغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي  ته بايد څرگنده کړو چې دغه لېږل  شوی سرخلاصی  ليک  د مالمو داوسېد و نکو افغانانو د نظر اوعقايدومنعکسونکی نه دی  .


۵-   دمالمو په  ښارکې  ټول اوسېدونکي افغانان  (پښتانه، تاجک ، هزاره ،ترکمن ، ازبک ، ايماق  او نور)  د کلنو راپدې خوا ډېر دوستانه  او افغاني مناسبات لري ،  ډېره ښه او څرگنده بېلگه يې پدې ورستيو کې له هغو افغانانوڅخه چې (( ۹۹))  په سلوکې يې په لږکيوقومونو پورې  اړه درلوده  او د سوېډن  دمهاجرينو  ادارې  ورته  منفي ځواب ورکړی  و ،  څرنگه  چې موږ  ددغه وطن  دښمنه بېلتون سره مخالفت لرو له  ټولو څخه له يوسره بې  درېغه  ملاتړ او هر اړخېزه دفاع يې بهترينه بېلگه ده . داسې  برېښي چې د ليک ليکونکی  په مالمو کې  نه اوسېږي داچې چېرې اوسي پدې باور يو چي ډېر ژر به  پيداشي .


۶- پدې ورستيوکې  داسې نښې نښانې  ډېرې ليدل کيږي  چې دافغان ولس  کورني اوبهرني دښمنان  په  افغانستان  او بهرکې  غواړي  دخپلو لاسپوڅو او نوکرانو په وسيله  دافغانانو په  منځ کې  بې اتفاقيو او اختلافونو  راپيدا کېدوته لمن ووهي ، او پدې وسله  غواړي خپلو شومو او نارواگټو ته ورسېږي ، اړينه ده چې دافغانانوتر منځ دگډتفاهم ، ملي  پيوستون او يووالي کار نور هم  پياوړی  اودا ډول افغان دښمنه څېرې بر بنډې شي   .    


۸- له ټولوافغانانوڅخه هر چېرې چې اوسي  په هر قوم  ، ژبه او مذهب  پورې  اړه لري  غوښتنه کوو چې زموږ د هيواد پدې  حساسو اوبرخه ليک جوړونکوشېبوکې  بايد له هر هغه حر کت  اوخوځښت سره کوم چې زموږ په وياړلي هيواد افغانستان کې  ملي گټو، يووالي ، ملي امنيت راوستلو او ملي پخلاينې ته درسېدو په لاره کې ستونزې  راپيداکوي په افغاني اواسلامي  روحيه دهغه پر خلاف خپل غوڅ مخالفت اعلان کړي .


دافغان ولس ښېرازي اوپرمخ تللي افغانستان جوړېدنه په ملي وحدت ، تفاهم اويوبل  ته په درناوي کې نغښتې ده .
يادونه  :
کابل پرس پدې برېښنا پته زموږ سره اړېکې نيولای شي :
aakcentrum@gmail.com
په کابل پرس کې د نوموړې ليکنې انټرنټي پته :
http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article544


سويډن دمالمو ښار 
۱ / په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز
۲ / افغاني کلتوري ټولنه
۳ / دآريانا کلتوري ټولنه
۴ / ددوستۍ فرهنگي  ټولنه