کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ديوې بلې کودتا دپيل بېلگې

ديوې بلې کودتا دپيل بېلگې

دنوامبر ۲۶ مه


تيره شپه ډير ناوخت کورته راغلم که څه هم ستړۍ وم له ځان سره مې وويل داويب پاڼې به په منډه راواړوم چي نن بياچاکوم گل اوبوته لاهوکړی دي . لکه چي دانسان پر ارواح اورې نه پوهېږم چې ولي مې دهغوپاڼوپه پرانيستلو پيل وکړ کوم چې له تعصب نه ډکي ليکنې کوي اوپښتنوته سپکو سپورونه ډکي ليکنې  نشرته سپاري .


دپيام ملي پاڼې ته نوبت  ورسېد په يوه برخه کښي مي دا خبر تر سترگو شوچې : ((فرماندهان سابق جهادی ازعواقب ناگوارنادیده گرفتن شان هُشداردادند.)) له ځانه سره مي وويل خير بيالکه چي دچاپه کالوکښي کيکه ښورېدلې ده اويا پسه دښکروحوس کړی دی .


په خبر کې راغلي دي (( حدود دو صد تن از فرماندهان سابق جهادی مربوط چهار ولایت شمال شرقی روز پنجشنبه اول قوس ۱۳۸۶ در تخار جلسه ای ‏تشکیل داده و طی آن به دولت آقای کرزی هُشدار دادند که اگر پروسهء منزوی ساختن نیرو های جهادی همچنان ‏ادامه یابد، عواقب و پی آمد های بسیار بدی برای دولت کابل خواهد داشت .‏)) ددې جملوپه لوستلوسره مې دمرحوم نجيب الله هغه وختونه راپياد شول چي خلکوبه ورته ويل په لستوڼي کې ماران گرځئ خومتاسفانه هغه ئي دومره اغفال کړۍ وچي دخلکواوقومي مشرانو پدي خبرو ئې باورنه کاوه ،تر څوچې په سپينه ورځ ئي ورباندي دکودتاوکړه . هغه وخت هم جنرال دوستم چي له سربازی نه جنرالی ته ورسېد دپرچم دهغې ډلې دڅوافسرانوسره چي دکارمل پلوی ئي کول په معامله کښي دشورويانو په هدايت اوهمکاری ددي لپاره چي همدا ننۍ دملي  جبهې يوشمير غړئ اوياپه پخوانۍ اصطلا  ح دنظار شورا دولتي واک ته ورسوی  له شمالي ولايتونه دقوماندانانودغه ډول يوې غونډي  دپرېکړي تر نامه لاندي  بغاوت اوسر پېچۍ اعلان شوه . تفاوت ئې دومره ووچي هغه وخت قوماندانانوځانونه چپيان  بلل ،نن ممکن گډوډوي  اوياپه رښتياسره  يوازي دنظار شورا،جمعيت سازمان ،جنبش ملي اونوروتنظيمووسله وال کسان وي چي  د واک په خاطر  تر هرڅه تيردي .


په خبر کې راغلي چې ((مولوی سراج الدین که فعلا رئیس شورای ولایتی بغلان می باشد، گفت که آنان مکررا به دولت بخاطر تثبیت ‏جایگاه مجاهدین تذکر داده اند و اگر این تذکرات همچنان نادیده گرفته شود،هرگونه مسئولیت آن بر دوش دولت ‏خواهد بود. ‏)) تاسوخپله قضاوت وکړی  په يوه حکومت کښي ديوه ولايت دولايتي شورا ريس چي دهمدې کرزی له برکته امريکايانودامقام ورکړه دخلکوداستازي له نامه څخه په ناوړه استفادي سره دومره ځانته صلاحيت ورکوي  چي ديوه هيوادجمهور ريس ته چې داښاغلی ئې نه پوهېږم  ددولتي تشکيل په څو ومه قدمه کښي  قرار لري   . پر دغه ډول دخپل صلاحيت څخه تر  لوړوي کچي  يوه حکومت ته  پر  گوت څنډنو اوجمهور ريس ته اخطارونو ورکولو باندي  بيا قانوني صاحب له پارلمان څخه نه وزي   .


دخبر په يوبل ځاکي راغلي  چي ((سید اکرام الدین معصومی- قومندان سابقهء جمعیت در ولایت تخار وزیر سابقه ء کار و امور اجتماعی و والی سابق بغلان- گفت که مجاهدین دایماً از دولت تصفیه گردیده اند ‏و به همین خاطر شرایط امنیتی امروزه بسیار خراب شده است . وی گفت هدف از نشست امروز قومندانان در ‏بغلان این است که یک استراتیژی مشترک را با دولت در قسمت افزایش ناامنی ها اتخاذ کنیم . همچنین وی گفت ‏که در نشست امروز تصمیم گرفته شد که یک شورای بنام «شورای مردمی» ساخته شود و ماهانه جلسات منظم ‏برای بررسی اوضاع جاری کشور داشته باشد .)) که رښتيا ووايم ددي وزير پر څرگندولوسړې ته خندا ورځي ،دوي پدي ډير خفه دي چي يوه اندازه له دولتي واکه  گوښه شوی دي . دوي  خپل گريوان ته سر نه کښته کوي اوله ځان سره محاسبه نه کوي چې دغه ډول کسان اوددغه پوهی خاوندان که  وزيران وي دولت به ئې څنگه وي ؟ اوس دخواجه غار دسمڅوحکومت نه دی  .


وايي دبغلان په جلسه کې قوماندانان غواړي ((يک ستراتيژي مشترک رابادولت ايجاد کند)) خواره دي هغه مينځه شي چې دمينځی کالي مينځی . داملک دومره له قتل رجال سره نخامخ  شوچې يوځل بيالوي لمني اوپه ټولوجرمونوتورن کسان  پر امنيتي ستراتيژي باندي خبري کوي . پدي پوره باورلرم چي  دامنيتي ستراتيژی په معنا اومفهوم نه پوهېږي  .


سوال پيدا کېږي له چاسره اودچاپه بلنه دوي داخبري پيل کړي دي .دوي څوک دی چې پر خپل سر سره راټولېږي دمملکت پر امنيتی ستراتيژي خبري کوي ،دولت ته  گوت څنډنه کوي که دي مجاهدينوته نور هم شين څراغ روښانه نکړ نه نوداملک خرابېږي . سمدلاسه مي دارياناتولويزيون سره دقسيم فهيم مرکه پياد شوه . هغه هم په هغه مرکه کښي  حرگنده کړه : ((کرزي ته مي وويل چي مجاهدين دي له دولتي چوکيونه ليري کړه ،زه به وگورم چې ته داحکومت څنگه ساتی )) دهغه هدف هم دمجاهدينوڅخه ځان اوخپله ډله وه اوددغه سید اکرام الدین معصومی  بېچاره هم همداخبره ده .


ډير ښه نومونه اواصطلاحات  ځانوته غوره کوي  وايي ((شوراي مردمي))  يې جوړه کړه ، سړۍ حيران پاته کيږي چي کومه مردمي ؟ولي نه واياست ددولتي واک دلاسه ورونکو يوه  ډله جوړه  شوه، غواړې دهمدې ډلې تر نامه لاندي دمرکزی حکومت پر خلاف بغاوت اونا امنيوته لمن ووهي . خو فکر نه کوم چي ((داځل دی داوړۍ شړۍ شي .)) افغانان داځل داسي هوښيار شوی چي بياپدي ملک ګښي دنظار شوراايرانی مشربه بيرغ رپېدل ناشنې خبره ده .


ددې مطلب په لوستلو پدې پوه شوم چي هغه پخوانی سناريوده .  کله  چې شوروايانودجمعيت اونظار شورا په مرسته  دمرحوم نجيب الله  پر ضد کودتاکوله اودملگروملتودسامان طرحه ئي له ناکامی سره مخامخ کوله کټ مټ همداسي لوبې پيل شوې . ځکه ددې خبر په لوستلودا باور راسره پيداشو چي ډير ژربايد داپه نامه جوړه شوې  ملي جبهه يو ورته حرکت وکړي .خودومره ژر اولاس په لستوړي مي فکر نه کاوه . نن دنوامبرپر ۲۶ دشپې له کارنه کورته راغلم تر چاي څښلودمخه کمپيوټرته ديوبل ډير  عاجل  مطلب دليکلولپاره کښېنستم چي دبي بي سي  پشتو ويب  پاڼي  پر تندي  مي ولوستل .(( يونس  قانوني د استعفا گواښنه وکړه ))


له ځان سره مي وويل اوس پيل شوه .


په بغلان کې دپخوانيوداړه مارواپه هرڅه تورنوغونډه بې څه نه ؟ اوداتصادفي کارنه و.


دايوه پلان شوي خبره ده چې دمعينې سناريوله مخې پر مخي درومې . يو وخت يوچاله افغانستان څخه دتليفون پر مزی راته وويل چي دکاظمي وژنه دطالبانو کار بولې ؟  ماورته وويل نوبل څوک دي ! هغه وويل دلته داسي گنگوسي شته چي هغه ددوي په منځ کښي ديوچاځاي تنگ کړئ و، دادی اوس ځاي خالي شو اوله بلې خوا داددولت پرخلاف دبغاوت دپيل اوپر نړيوالو پدي نامه چې امنيت له څومره جدي گواښ سره مخامخ دي يوه بهترينه وسيله ده ،غواړي پدې دول امتيازات ترلاسه کړی . تر کومه ځايه چي زه تر وکيلانوپه ماشومانوچي هيڅ گناه ئي نه درلوده اوهمدغوکاظمي خيلودخپل قدرت دنمايش اوننداري لپاره پدغوشرايطو کښي ځي هر چيرې ځان مرگې بريدونه کېږي دابې دفاع ماشومان سړکونو او واټونوته راايستلي وه پر مرگ اودزخميانوپر  زخميتوب خفه وم اوتر اوسه پدي هکله نارامه يم ، دومره دتنظيموتر منځ دمقام پرسرمسابقه راته جالبه ښکاره نشوه .په يوه غوږ مي واورېده پر بل غوږ مي لاره  ورکړه چي پر خپله مخه ولاړه شي . مگر وروسته وروسته چي گورم همدا يوکاظمي دي اوبس ټول ملک په اروکې وريت شو څوک ئي په غم کښي نه دي،اونه هم څوک  دچانه تحقيق کوي چې ولي دانا امنی تر دغې کچې را ورسېدلې  ؟  ولې هره ورځ کلي ورنېږي اوپه لس گونه انسان ژوند دلاسه ورکوی ؟ اياهغه انسانان اوافغانان نه دی ؟؟؟ يوازي ديوه وکيل چي هغه هم تر اوسه نده معلومه چا اولي مړ کړ؟ ځکه هغه په ژوند کې گلان نه وه کرلې اود هزاره  ورڼو په تنظيموکښي ئي  هغه څه کړي وه چې دهېږېدونه دي . کله به دخليلي سره و،دمحقيق صاحب طرفداران به ئي وژل کله به داحمدشامسعود سره ملگری شودانور دواړه به ئې تر تيغ تيرول .


همدا اوس معلومه نده چي قانوني صاحب اوشاته ډله ئي په رښتيا دکاظمي صاحب  دکومو ادا گانو په  خاطر  پر هغه  دومره  مهربانه  شول چي پارلمان  پر  پرېږدي ؟؟؟ تجربې  ثابته کړېده چې  پردوي کاظمي اويابل څوک ندی گران ، دوي غواړی پدې بهانه خپلو هغو گډو موخوته درسيدو لپاره چي له بهرنيانوڅخه   ئې  دهغو په اړوند  مشوره کړې اودهغوي موافقه ئي تر لاسه کړې دمعينې سناريوپر بنياد خپل پلانونه  پلي کوی .


قانوني صاحب داحرکت چي پارلمان  پرېږدي  تصادفي ندی کړی ،که چيري امريکايان غوږ پيچ  ورهم کړی دغه حرکت دنړئ په مطبوعاتوکښي انعکاس وموند اوددوي پلويان به ېې  په  پرداس کې له هيڅ ډول تلاښ نه دریغ ونکړی  .قانوني صاحب وايي  حکومت دپارلماني  پرېکړو سره په  بې پروايي سره برخورد کوي . که يوه لحظه داومنوچي حقيقت همداسي دي . نوقانوني صاحب  ولي  پارلمان  پرېږدي ؟  داساسي قانون  له مخې پارلمان داصلاحيت  اوحق درلود چي له جمهور  ريس سره  مخامخ  خبري  وکړي که گټه ونلري دواړه مجلسونه  بايد سرکښېني اوپر راپيداشوو پرابلمونوپه گډه غونډه کې خبري وکړی ، که  په هغه هم ونشي دملت نظر ته مراجعه کولاي شي  اوهرڅه بايد  دولس سره شريک کړل شی .په اساسي قانون کښي ددې ډول ستونزودهوارئ لپاره ډيري قانوني لاري شته   . له پارلمان څخه په احتجاج وتلوته اړتيانشته . خو دوي داکارځکه ونکړ چي ددوي ئي خرپ پکار وو، نه دستونزي حل . دوي داسي قانوني دلايل نلري چې جمهور ريس دقانوني لاري مجبور کړی  تر څوحق ته غاړه کښېږدي . دوي دقانون ،پارلمان اودولتي صلاحيت نه دهرڅه پرخلاف په خپله گټه او خوښه کار اخلي .


قانوني صاحب وايي : دبغلان والي دلېږل شوی پارلماني هيئت سره همکاري نه ده کړې .


۱ / له لويه سره ددو پلاو لېږل دامعنا لري چي په يوه حکومت کښي دوه حکومتونه دجوړيدوپه حال کښي دي .


۲ / که والي همکاري نه ده کړې پارلماني پلاوی بايد ټول اسناد دپارلمان غونډي ته وړاندي کړې واي  ،پارلمان حق درلود چي ددې ستونزي دقانوني حل لپاره ئي دکوم اړونده ارگان څخه مرسته غوښتې واي  اوياکاملأ کېداي شوه پدي هکله هم دجمهور  ريس سره خبري شوي واي  .همدا نن دجمهور  ريس وياند يوڅه وايي  اوقانوني بل څه . که دوياند خبري دقيقي واورېدل شي داسي معلومېږي چې قانوني صاحب دنورومخوپه خاطر اوبه خړوي اوپدې چې پر خپل سر داحتجاج په بڼه له پارلمان څخه ووت اوپه خپل دغه کار سره ئي ددولت اوملت نړيوا اعتبارته زيان ورساوه ملامت دی  .


داهم ډيره جالبه ده چي دجمهور ريس وياند په خپلو خبرو کې وويل :سباه يعني دنوامبرپر ۲۷ نيټه دبغلان دمسلي دتحقيق ټول جريان دښاغلي مجددي اوقانوني سره په يوه گډه غونډه کښي دوي ته ټول جريان وړاندي کيده  .


سوال پيدا کېږي پداسي حال کښي چي دجمهور ريس دوياند په  وينا قانوني صاحب  پدې هم خبر وو نوولی ئې دومره په عجله  سره دابهتره وبلل چي له پارلمان څخه دخپلوپلويانوپه گډون يوځاي ووزي ؟


په نړئ کې چې دپارلمان  ريس  د پارلمان  څخه  وزي  نو هغه  تر ټولوقانوني مراحلو وروسته  داکارکوي اوخلکوته وايي چي ماټولي قانوي دروازې  وټکولې خوچازموږ اوتاسوږغ وانه ورېد ،لازمه ده چي پارلمان پرېږدو تر څو چې يوه بله سالمه ادادره جوړېري  . مشکل دلته دی چې دولتي اداره هم په دولتي فسادتر ډيره بريده همدا ډله کسانواخته کړېده .


قانوني صاحب  ته دامعلومه شوه  چي ممکن  په خپل کشت کې مات  وخوري ،له يوې خوابهرنيان له دومره عجولانه حرکت سره موافق نه دي اوله بلې خوا دکرزي  لپاره  که  وغواړي  داډير ښه چانس دي .


په قانون کي داسي ماده نشته  چي که يو وکيل يا څووکيلان  بېله دېنه چې موکلين ئې  بې اعتماده کړی اويا


دا سي جرم وکړی چي دقانون له مخي زندان ته ولاړشي  په پارلماني غونډو کې له گډون څخه ډډه وکړي  پسله معينې مودې  نه ولس حق لري خپل  بل استازی  پارلمان  ته معرفي کړي . که شرايط دې کچي ته ورسېږې چې قانوني اوطرفدارئې په پارلماني غونډو کې دبرخه اخيستونه ډډه وکړی  اودجمهور ريس سره يوبل جوژجاژي ته ونه رسېږي اوجمهور ريس هم وغواژي ځان ددوي له شره خلاص کړي کيداي شي  ددوي پر ځاي نور وکيلان وټاکل شی . هغه وخت طبعی ده چې دنظار شورا اوجوړه شوې جبهه ډير امتيازات  دلاسه  ورکوی  . زه پدې باور يم چي دوي داکارنه کوي . خوپدې هم باورلرم  چي دايوه  په  بهرکې جوړه شوې سناريوده چې دمعينومخودترلاسه  کېدولپاره ئې  دپلې کېدولومړنی گام پورته کيږي ، اوممکن يوې ناځوان مردانه کودتا يا ضد ولتي حرکت ته تياری نيولويوتمرين وي   .


افغان اولس  اوس بايد تر بلي هر ې ورځي ډير هوشيار وي ،هغه سياسي گوندونه اوډلي چي په رښتياسره غواړي هيوادله دغه بهران څخه  راوباسي  بايد  دټولوهغو حرکتوپر خلاف مبارزه وکړی کوم چې پدې حساسو شراېطو کښي ملي امنيت اوملي گټی اوهيوادنۍ بشپړتياله جدي گواښ  سره مخامخ کوي ددغو بهرنيو پلانو نو د پلي کېدو شنډېدل دټولوافغانانو ملي دنده ده  .


دپارلمان  ريس اويابل هرڅوک داحق نلري چي په خپله خوښه دپارلمان دروازه وتړی اويادپارلمان له لاري کودتا وکړی . پدي بايد تر هرچاډير ښه ځانونه پوه کړی  چې دافغانستان او اروپايي  هيوادو تر منځ  زيات توپير  شته  په افغانستان کښي دپارلمانی گډوډيو له لاري  پر دولت  اوملت دخپلوسياسي موخو اوځان تپلو لپاره فشار  راوستل ناشونۍ کاردي  اوبرۍ نلري .  پای