کور / د ډيورنډ کرښه / که پَښتانه …، نؤ به . . .

که پَښتانه …، نؤ به . . .

 


که په اَفغانستان کښي پََښتانۀ په پَښتؤ وَ ګَړیږي، نؤ دَ هیواد نؤر ټول وَګَړي به هَم په پَښتؤ وَیَلؤ پَیَل وَکي،(بَس لږ زړَوَرتیا پَکار ده)
که په کابل پؤهَنتون او نورؤ پؤهَنتونؤ کښي پَښتانۀ شاګردان او ښؤونکي لیک لوَست په پَښتؤ وَکي نو دَ اَفغانستان سَرکاري ژَبه به پَخپَله پَښتؤ شي،(هیڅ قانوني خنډ نشته)
که هَر پَښتون لیکوال په ژوَند کي لږترلږه  یَو لوَستَنی (کتاب) په پَښتؤ وَ ژباړي ، نؤ پَښتؤ به دَ پؤهَنې یَوه بَشپَړه ژَبه شي (پؤهَنه خوَره وَره پرَته ده،هَلئ شابه هَسي یې راټوله کئ)
که پَښتانۀ سَرکار ته لیکَنې په پَښتؤ وَروَلیېږي نؤ بیا به هَم پَښتؤ پَخپَله سَرکاري اَو میلي شي(هیڅ قانوني خَنډ نَشته)
که پَښتانۀ سیاسَتوال او مَخَوَر خپَلې وَیناوې یوازي په پَښتؤ وَ کي نؤ پَښتؤ به واکمَنه ژَبه شي او ملي یَووالي به ټینګ شي (نور محمد ترَکی یې ښه بېلګه ده چي په تاریخ کښي یې دَ لومړي ځل لَپاره په مَلګَرؤ میلتؤ کښي په پَښتؤ وینا وَکَوَ له)
که پَښتانۀ  یَواځي پَښتؤ ورَځپاڼې وَ لوَلي نؤ په اَفغانستان کښي به ټولې غَټې ورَځپاڼې پَښتؤ شي (ورَځپاڼې او رَسَنۍ دَ پَښتنو لوستونکوپه پانګه ولاړې دي)
که پَښتانۀ سَوداګر خپلې خَبرتیاوې په پَښتؤ خپرې کي نؤ هَم به ټولې رَسَنۍ پَښتؤ ته په درَنه ستَرګه وَ ګؤري (زیاته پانګَوَنه پَښتانۀ کَوي)
که پَښتانۀ  خپَل کؤر ، دوکان ، موټر او دَ نؤرؤ ځایونؤ نومونۀ په پَښتؤ وَ لیکي نؤ پَښتؤ به پخپله په اَزاد اَو نیوَل شوي اَفغانستان کښي یَوه لویه، سیاله او سرکاري ژَبه شي (که نؤر نۀ وي له ایرانیانؤ یې زدۀ کئ)
که پَښتانۀ په خپلؤ کمکیانؤ پَښتؤ نومونۀ کښېږدي نؤ کله چي دوی لوی شي په پَښتؤ به ویاړي او چؤپَړ به یې وَهي
که پَښتانۀ یوازی پَښتانۀ  سَندَرغاړي خپلؤ وَدونو او دَ خوَښۍ پېنډؤ او نؤرؤ بانډارونؤ ته راوَبؤلي نؤ پَښتؤ ټَنګ ټَکؤر به بېخي زیاته وَده وَکي
که هَر پَښتون اَتَڼ زدۀ کي اَو هَم یې وَکي نؤ جَنګ به له هیوادَ ورَک شي. (هونَر د جَنګ لَپاره لَکه اوبه چي دَ اؤر لَپاره دي)
که دَ اَفغانستان  پَښتانۀ دَ پېښَوَر او کوَټې پَښتَانۀ اَفغانان وَبولي نؤ دَ ډیورَنډ کَرښه به پَخپَله ورَکه شي (له بَدَ مرغَ اوس وَرته پاکستانیان وايي، پَکار ده چي له یهودیانؤ یې زدۀ کؤ چي دَ نړۍ ټولؤ یَهودیانؤ ته ایسرایلان هَم وايي)
که دَ اَفغانستان پَښتانۀ  تَر کَرښې لاندي تَر اَټَکَ پؤري سیمې ته نیوَل شَوی اَفغانستان وَ وايي نؤ  هَم به ډیورَنډ کَرښه پَخپَله ورَکه شي (پَښتونستان یې یَو ناسم نوم دی)
که په اَفغانستان کښي پَښتانۀ له جنګَ لاس واخلي او پَځپله سره جرګه شي نؤ هله به  اَفغانستان سؤکالَ اَو بَسیا شي (ځکه چي نؤر یې تر وېش په تالان خوښ دي – که کؤرَني دي که بَهرَني دي)
لنډه دغه چي په اَفغانستان کښی هَر څه دَ پَښتَنؤ په خپَل لاس کښي دي، که یې وَ غواړي نؤ سَمَوَلای شي، کَنې بیا وَ نۀ وایئ چي موږ مو خَبَر نۀ کړو. په بله وَ ینا هَغه کاکړۍ غاړه ده:


خوَښه ستا ده شین خالۍ
پَتاسې خورې که رېوړۍ؟؟!!!؟؟؟