کور / تازه خبرونه / ایران وایی چی ۱۶ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلي دي

ایران وایی چی ۱۶ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلي دي

ایرانی ( پریس ټی وي ) په بغداد کی د امنیتی مسؤلینو له قوله خبر ورکوی چی د امریکا په یوه پوځی اډه کی ۱۶ پوځیانو ۲۷ ورځی مخکی ځانونه وژلي دي . د دې ناتایید سوي راپور له مخی ۲۱ پوځیان په روغتون کی تر علاج لاندی وو چی صرف ۵ یی روغ پاته سوي چی د هغوی حالت هم خطرناک بلل سوﺉ دﺉ . منبع وایی چی دغو ټولو د ځان وژلو په غرض ډېر مقدار نارکوټیک استعمال کړي وو . د دې ځان وژنو علت معلوم نه دﺉ خو ویل کیږی چی هغوی روحی او دماغی تکلیف درلود . یو عراقی افسر دغه ایرانی آژانس ته وویل چی د ۲۰۰۳ راهیسی څه نا څه ۶۰۰ امریکایی پوځیانو په عراق کی ځانونه وژلي دي .
د دې خبر لینک دا دي :
www.presstv.ir/detail.aspx?id=68821&sectionid=351020201