کور / تازه خبرونه / جلال الدین حقانی روغ رمټ دﺉ

جلال الدین حقانی روغ رمټ دﺉ

کابل ( رویټر ) – داسی ویل کېده چی د (سی آی اې ) بې پیلوټه الوتکی نن په دوشنبه د پاکستان په خاوره کی پخپلو بم وریو کی د طالبانو ستر قوماندان مولوی جلال الدین حقانی او د هغه جنګیالی زوی او نور مهم طالبان وژلي دي ، خو د حقانی زوی ( بدرالدین ) د یو نامعلوم ځایه په تلیفون کی رویټر ته وویل چی د بمبارۍ پر مهال د ده پلار او ورور ( سراج الدین ) موجود نه وو بلکی په افغانستان کی وو .

د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس ځو ساعته مخکی خپور کړ ، نن د زابل ولایت په نوبهار ولسوالی کی پنځه ملکی انسانان هغه وخت ووژل سول چی مینی بس موټر یی پر ماین برابر سو . والی ( ظریف خان ) فرانس پریس ته وویل چی دا د « سولی د دښمنانو » کار دﺉ چی مطلب یې طالبان وو . خو طالبانو تر اوسه څه عکس العمل نه دﺉ څرګند کړﺉ .