کور / تازه خبرونه / راپور : امریکا زیات ملکي خلک وژني

راپور : امریکا زیات ملکي خلک وژني

کابل ، د سپتمبر ۸ (رویټر ) : د بشري حقوقو څارونکی جوړښتون ( هیومن رایټس واچ ) د خپل هغه تازه راپور په ترڅ کی چی نن یی د خپل مقر ( نیویارک ) څخه خپور کړ ، وایی چی امریکا په افغانستان کی پخپلو هوایی حملو سره زیات بیګناه انسانان وژني . راپور وایی چی د د ې زیاتېدونکو هوایی حملو په وړاندی د خلکو خښم او غصه راپارېدلې چی په نتیجه کی د حامد کرزي او د هغه د لویدیځو ملاتړو تر منځ څه خپګان رامنځ ته سوﺉ دﺉ . د بشری حقوقو د څارنی دا راپور زیاتوی چی واشنګټن د ملګرو ملتونو او کابل دا ادعا نه مني چی وایی امریکا د اګسټ پر ۲۲ په شینډنډ کی ۹۶ ملکی انسانان ووژل . راپور وایی چی د سږ کال په شپږو میاشتو کی ۱۰۰۰ بیګناه افغانان وژل سوي چی ۱۱۹ یې د هوایی حملو قرباني سوي دي ( البته پدې کی د شینډنډ قربانیان شامل نه دي )
د یو بل خبر له مخی د همدې پرله پسې فشارونو په نتیجه کی نن په افغانستان کی د امریکایی قواوو لوی قوماندان جنرال ډیویډ مک کایرمان د پنتاګون څخه وغوښته چی د دې قضیې د پلټلو په خاطر یو تحقیقاتی ټیم افغانستان ته راولیږی .