کور / تازه خبرونه / زابل:يو ځانمرګی تر بريد مخکي په ډزو ووژل شو

زابل:يو ځانمرګی تر بريد مخکي په ډزو ووژل شو

په زابل کی یو څانمرګی برید کونکی خپل هد ف ته ترسیدووړاندی ووژل شو چارواکی وایی برید کونکی غوښتل ملی امنیت ته ننوځی او هلته دسرتیرو په مینڅ کی څان والوزوی چی دسرتیرو له خوا په ډوزو ووژل شو. دزابل مرستیال والی ګلاب شاه علي وایي چي تیره شپه یو ځانمرګي برید کونکي خپل هدف ته تر رسیدو وړاندي دملي امنیت دسرتیرو له خوا په داسی حال کی ووژل شو چی دده په وینا نوموړی غوښتل دملی امنیت انګړ ته ننوزی اوهلته په خپل ځان پوری تړلی دچاودیدونکو توکو ډک واسکټ والوزوی . که څه هم تر دامهاله دبرید کونکی هویت نه دی په ډاګه شوی خوچارواکی وایی کیدای شی نوموړی دالقایده شبکی غړی وی . دیادونی وړده چی په زابل کی دالمړی خبر دی چی چارواکی یی دیو ځانمرګی بریدکونکی دوژلو پر بنسټ ورکوی .