کور / تازه خبرونه / د هالینډ یو پوځي ووژل سو او پنځه زخميان دي

د هالینډ یو پوځي ووژل سو او پنځه زخميان دي

يوس تن برينکه


اسوشیټډ پریس آژانس  او د هالنډ ANP  خبري اژانس د هالینډ د دفاع د وزارت د یو مقام له قوله خبر ورکوي چی د يوس  تن برينکه په نوم  یو هالینډﺉ عسکر هغه وخت مړ او پنځه نور هم زخمیان سول چی نقلیه وسیله یې د افغانستان د ارزګان په جنوب کی پر ماین وختله . د زخمیانو څخه د یوه حالت خطرناک بلل سوﺉ دﺉ . پدی سره په افغانستان کی د هالینډ د ۱۶۵۰ پوځیانو له جملې نه د هغوی تلفات ۱۷ ته ورسېدل .


د يادوني وړ ده چي په تيره يوه اوونۍ کي دا دريم ځل دی چي په ارزګان کي هالنډي سرتيرو ته د طالبانو له خوا ځاني زيان اوړي .