د تخار شخړه كمه مه نيسئ !
پخوانيو تجربو ښودلې چې په تخار كې د قانون نه منل د قانون د ماتولو په مانا نه بلكې د حاكميت د نه منلو په مانا دي چې د ياغي كېدو او د هېواد پر ضد د هرې دسيسې په پيل كې ليدل شوي.
كه د افغانستان تاريخ ته كتنه وشي نو ليدل كيږي چې د هېواد په شمالي څنډو كې ډېرى وخت ډېرى ازبكان د بهرنيانو او په ځانګړي ډول د روسيې او د امو د شمالي غاړي دولتونو له خوا د مركزي دولت پر ضد كارول شوي او د مركزي حاكميت په كمزورۍ او يا هم پرځولو كې د بهرنيانو په ګټه خپله ونډه ترسره كړې ده.
د بېلګې په ډول د تيمورشاه پر مهال د قبادخان په مشرۍ د قطغن پاڅون چې د بهرنيو كاشغريانو په ملاتړ او لمسون يې ترسره كړ او بيا د د ولت له خوا وځپل شو او په دغه جګړه كې 3000 قلماقيان چې له كاشغر څخه جګړې ته راغلي وو او قبادخان دوى مهاجرين بلل اسير ونيول شول.
همدار راز د امير دوست محمدخان پر مهال كله چې عبدالرحمن خان د تركستان نائب حاكم و، د سمنګانو د الغ بېګ تاړاكونه يادولى شو چې څو ځله يې د بخارا پاچا په ملاتړ د تزاري روسانو په لمسون پر سمنګانو بريدونه وكړل او هر ځل چې به د عبدالرحمن خان له خوا ماتېده خپل پنځه زريز لښكر سره به بخارا ته تښتېده چې د روسانو تر ولكې لاندې يوه واكمني وه.
كله چې عبدالرحمن په واك كې و د تركستان ازبكانو د دولت حاكم اسحق خان د امير عبدالرحمن پر ضد پاڅون ته وهڅاوه او د هغه ملاتړ يې وكړ.
په دې وروستيو كې د ظاهرشاه د رژيم پر ضد د روسانو له خوا د هېواد په شمالي برخه كې لاسوهنې زياتې شوې چې ډېرى يې په بدخشان، تخار او ازبك مېشتو سيمو كې متمركزې وې.
د ډاكتر نجيب الله پر ضد د لږكيو په پاڅون كې د روسانو، ازبكستان او تركيې په ملاتړ د ازبك جنرال عبدالرشيد دوستم ونډه تر ټولو ستره وه.
كه د هېواد په تاريخ كې د ازبكو مشرانو ونډې ته وكتل شي، نو ليدل كيږي چې دغو مشرانو ازبكان د دولت د جوړولو او حاكميت ټينګولو پر ځاى د سولې او امنيت د بې ثباته كولو او د روسانو او نورو بهرنيانو د چوپړ له پاره كارولي دي.
د جنرال دوستم په مشرۍ د ګلم جمانو په نوم د روسانو ډهول ته د ازبكانو نڅېدل او جنايتونه خو لا هم د افغان ولس له ذهن څخه پرېولل شوي نه دي او د دغه شمېر ازبكانو له لمنو څخه لا تر اوسه د افغان ولس د وينې بوى ځي.
د 1370 كال په وروستيو كې كله چې د ډاكتر نجيب الله په مشرۍ دولت پرېكړه وكړه چې په هېواد كې د وينې د تويېدو د مخنيوي له پاره د دولت له مخالفينو سره روغه جوړه وكړي او ورسره ګډ دولت جوړ كړي، خو دا مهال چې روسان له كورني كړكېچ سره مخ ول او د شوروي امپراطوري نوې ټوټې شوې وه او له شوروي څخه په نويو ازاد شويو هېوادونو كې د روسانو ضد روحيه پياوړې وه او د لويديځ د نفوذ د پراختيا شونتيا زياته احساسېده، نو روسانو په افغانستان كې د جګړې په ساتلو سره د دغو هېوادونو د منزوي كولواو د لويديځ له نفوذه يې د لرې ساتلو پروژه ترتيب كړه، همدا وو چې په افغانستان كې يې خپلو پلويانو ته پر ډاكتر نجيب د كودتا امر وكړ او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د هېواد د سولې او امنيت د ټينګولو پروژه يې ناكامه او په هيواد كې يې يوې بلې جګړې او ناامنۍ ته لار هواره كړه. دغه كودتا د جنرال دوستم په مشرۍ، د كارملي پرچميانو، د اسلامي جمعيت، د شيعه ډلو او نظار شورا پر مټ پلې شوه. د كودتا شعار هم د قومي جګړې او د پښتنو وركول وو.
دا چې له واك څخه د نجيب او كمونستانو په ګوښه كېدو سره د جګړې پخوانۍ مذهبي ايډيالوژۍ خپل رنګ بايلوده او نور د يو كمونست_مجاهد ايتلاف په شتون كې ناشونې وه چې د پخوانۍ ديني او الحاد ضد ايډيالوژۍ په شتون كې جګړه ادامه پيدا كړي نو همدا وو چې د جګړې د ادامې له پاره د قومي تعصب ايډيالوژي او د قومي جګړې دوكتورين په لاره واچول شول او د جنرال دوستم پر مشرۍ د شمال ټلوالې له خوا د پښتنو پر ضد د لږكيو تر منځ د حساسيت پارولو كمپاين پيل او د دغه كمپاين په لړ كې غير پښتني قومونو ته دا تفهيم شوه چې د شمال پښتنو ته تېرو پښتنو واكمنو د ازبكانو، هزاره ګانو، او تاجكانو ځمكې په زور سره وېشلي او دوى يې د هېواد شمال ته پر نورو قومونو د پښتنو د واكمنۍ د تپلو په موخه رالېږدولي دي. د شمال ټلوالې د همدغو نا رښتينو او كړغېړنو تبليغاتو په لړ كې وه چې د شمال پښتانه د نورو قومونو تر ناروا بريدونو لاندې راغلل او ملكيتونه يې د جنګسالارانو او جګړه مارانو له خوا غصب شول.
د شمال ټلوالې مشران چې د هېواد او ولس په وړاندې هيڅ ډول تعهد او ژمنه نه لري او يوازې د پيسو او وسلو په بدل كې د هېواد او ولس پر وړاندې جنګيږي او پر هېواد او ولس يې سوداګري پيل كړې ده. دوى پخوا په افغانستان او نړۍ كې د روسانو، پاكستانيانو او ايرانيانو د ګټو د تضمين او نفوذ د پراختيا له پاره جنګېدل، بيا وروسته د امريكايانو له خوا ورته پيسې وركړ شوې او د امريكايانو له پاره وجنګېدل او اوس هم خپل زيات جګړه ماران يې له بهرنيو ځواكونو سره اجير دي او د هغوى ساتنه كوي. ((په لومړۍ كرښه كې)) چې دغه كتاب د امريكايي جاسوس له خوا ليكل شوى چې پر هېواد د امريكې د بريد په مهال په پنجشېر كې و او د امريكې د استخباراتو او پوځ له خوا يې دنده درلوده، كومې بډې چې يې د شمال ټلوالې قوماندانانو ته وركړي كيسې يې په مشرح ډول په كې راغلي دي. د دغه كتاب په حواله د امريكې دغه جاسوس په خپل لاس په لكونو او مليونونو ډالره د نظار شورا مشر مارشال فهيم، د نظار شورا د استخباراتو مسوول انجنير محمد عارف سروري او دين محمد جرئت، قانوني، ډاكتر عبدالله، استاد سياف، عطامحمد نور، جنرال دوستم او نورو ته وركړي دي. په دغه كتاب كې په زړه پورې داستان استاد سياف ته د بډو د وركړې دى چې نوموړى جاسوس او د كتاب ليكونكى جنرال ګيري سي شرون په دې اړه داسې ليكي چې يو لك ډالره مو په پلاستيكي كڅوړه كې واچول تر څو له بهر څخه وليدل شي، كله چې له استاد سياف سره د خبرو پر مهال نوموړې كڅوړه د سياف مخ ته پر مېز باندې كېښودل شوه او ده ته وويل شول چې دا پيسې د ده له پاره دي نو د استاد وښكي لكه د موټر بريكونه كش شول اواستاد په يو ټوپ كې د پيسو كڅوړه پورته كړه موسكى شو او ويې ويل چې دا لومړى ځل دى چې له يو چا څخه پيسې اخلي. خو ګيري وايي چې ماته هغه وخت را په ياد شو چې كله به استاد د جهاد پر مهال له عربانو پيسې تر ګوتو كولى نو هغوى ته به يې هم همداسې ويل چې د ده دا لومړى ځل دى چې له يو چا پيسې اخلي.
((افغانستان په اور كې)) يو بل كتاب دى چې دا هم پر افغانستان د امريكې د بريد په اړه د يو امريكايي لوړ پوړي چارواكي له خوا ليكل شوى په كې راغلي چې د افغانستان په نيولو كې 61 مليونه بډې وركړ شوې وې چې دا د امريكې په تاريخ كې تر ټولو غټه معامله وه چې د يو هېواد د نيولو له پاره تر سره شوې وه. دغه كتاب زياتوي چې د افغانستان په معامله كې تر ټولو ارزانه معامله له جنرال دوستم سره وه چې په دغه معامله كې نوموړي په دوه لكو ډالرو افغانستان پر امريكې پلورلى و.
د دغه فرنګي او صليبي شيخانو او يا په اصطلاح مجاهدينو(؟) او قوماندانانو اصلي څېرې د دوى د بادارانو له خوا په بشپړ ډول رسوا شوي او نور څوك پرې د شيخ، مجاهد، رهبر، قومي مشر او ……….. نومونو سره نه غولېږي، خو اوس د ولس په غولولو كې د دوى تكتيكونه بدل شوي او غواړي چې ولس د ژبې، قوم، مذهب او سيمې په نومونو سره بېل كړي، ځانونه د ولس كاغذي مشران وښيي او د ولس له ډيموكراتيكو رايو څخه برخمن شي. دغه كسان چې لاسونه يې ښكېلاكګرو ته وركړي او لستوڼي ولس ته ښيي، د قوم، ژبې، مذهب او سيمې په غم كې نه دي او دغه اصطلاحات زموږ د مظلوم ملت د احساساتواو جذباتو د ښكارولو له پاره كاروي تر څو د خپلې سوداګرۍ بازارونه پرې تاوده وساتي، ځكه هغه كسان چې د يهودو او نصارا د دسترخوان په پاتې شونو شخوند وهي، انګليسي ژبه كاروي او بهرني بانكونه په پيسو ډكوي هغه څه تړاو له ولس، ولسي ګټو، د ولس له ژبې، دين او مذهب سره درلوداى شي.
ګرانو هېوادوالو! نن چې په افغانستان كې ښه بيه لري هغه د دين، ولس او د هېواد پلورنه ده او زموږ په هېواد كې د دې لارې د سوداګرانو كمى نشته شايد تخاري قاضي او د ده نور جنګسالاران چې په خواجه بهاوالدين كې يې د پښتنو 90 كورنۍ محاصره كړي د همدغې سوداګرۍ يو لوبغاړى وي او د پاكستان_ايران_ازبكستان_تركيې_چين_روسيې امريكايي ضد ټلوالې څخه يې دنده اخيستې وي چې قومي تربګنيو او جګړو ته په لمن وهلو سره د ترهګرۍ ضد جګړه پېچلې كړي او حالاتو ته د خپلو بادارانو په ګټه بدلون وركړي.
د زياترو شنونكو په اند د تخار د پښتنو او ازبكو شخړه كومه عادي حقوقي شخړه نه ده بلكې سياسي ابعاد لري او كېداى شي په هېواد كې د ترخه راتلونكي او قومي جګړو د پروژې پيلامه وي.
په دې وروستيو كې د امريكې او روسيې تر منځ سړې جګړې يو ځل بيا زور اخيستى او روسيې يو ځل بيا د سويل په لور تګ پيل كړى او په پام كې لري هغه هېوادونه چې روسيې ته ستراتيژيكي اهميت لري تر ولكې لاندې راولي او يا كم تر كمه خپل نفوذ پرې يقيني كړي.
داسې ښكاري چې په پولنډ او چك جمهوريتونو كې د امريكې د توغوندويو د دفاعي سيستم نَصبول او پر عراق او افغانستان د امريكې بريد او په دغو هېوادونو كې د لويديځوالو شتون او پر ايران د بريد ګواښونو او د تور سمندرګي په لور د لويديځ او امريكې د ستراتيژيك پرمختګ خيالونو، روسان هېښ كړي او په سيمه كې د لويديځ د ستراتيژيك پرمختګ پر ضد يې په يو لړ اقداماتو لاس پورې كړى دى.
پر ګرجستان د روسيې وروستى بريد، له هغه هېواد څخه د اوسيتيا بېلول، بيا په رسميت پېژندل او په كې د خپلې پوځي اډې جوړول او همدا راز ايران ته د اټومي تكنالوژۍ له وركولو وروسته د پرمختللو راكټونو وركول كېداى شي د سويل پر لور د روسيې د پرمختګ او د روسيې د محاصرې په وړاندې د امريكې د پرمختګ د مخنيوي د ستراتيژۍ يوه برخه وي.
داسې ګزارشونه هم شته چې ښيي په دوو وروستيو كلونو كې په سيمه كې د امريكې د شتون پر وړاندې د روسانو غبرګونونه توند شوي او روسان په دې تكل كې دي چې په سيمه او افغانستان كې امريكه او ناټود جګړې لويې كندې ته ګوزار كړي.
روسان، پاكستان او ايران هڅه كوي چې په افغانستان كې د ترهګرۍ ضد جګړه، قومي جګړو ته په لمنې وهلو سره پېچلې او د امريكې او ناټو له واكه يې وباسي.
په همدې موخه د هېواد په شمال او مركزي سيمو كې د لږكيو تر منځ د پښتنو پر ضد تبليغاتو او توطيو زور موندلى او په دې توطيو سره غواړي چې يو ځل بيا لږكي له پښتنو سره په جګړه كې ښكېل كړي او په دې سره د شمال په لور د امريكې او ناټو د ستراتيژيك پرمختګ مخه ډب كړي.
دلته د يوې پوښتنې ځواب اړين بولم چې ولې ټول لږكي په يووالي سره د پښتنو پر ضد جګړې ته هڅول كيږي؟
دا ځكه چې د جګړې موازنه وساتل شي او يوه برابره جګړه كېداى شي د اوږدې مودې له پاره ادامه ومومي. د افغانستان پر ضد د توطيو او دسيسو جوړونكي په دې ښه پوهېږي چې پښتانه په يوازې ځان د هېواد نيمه تنه جوړوي، كه چېرې له لږكيو څخه يو قوم هم له پښتنو سره يو ځاى كيږي، نو قاطع اكثريت رامنځته كوي او د جګړې موازنه بدلون مومي او په دې صورت كې جګړه د پاى په لور لېږدي او ادامه نه پيدا كوي.
څه موده وړاندې د وردګو په بهسودو كې د پښتنو كوچيانو پر ضد توطيې او جګړې ته لمن ووهل شوه او د فردا او نورو شيعه تلويزيونو له خوا دغو جګړو او د جګړې زيانونو ته په يو اړخيزه ډول د ټولو ژورنالسيتيكي اصولو او اخلاقو پر خلاف غبرګون وركړ شو. يانې د دغو تلويزيونونو په ګوزارشونو كې موازنه په پام كې نه وه نيول شوې او په يو اړخيزه ډول د هزاره ګانو مړي او د دوى په كليو كې ورانۍ ښودل كېدې او له دوى سره مركې كېدې خو د متقابل لوري مړي او دوى ته اوښتى زيان نه ښودل كېده او له دوى سره مركې نه كېدې، چې د دا ډول ګزارشونو خپرول د واقعيتونو پوښل او تبليغ بلل كيږي.
په دا رنګه ګزارشونو او په دې تړاو د هزاره جنګسالارانو او جنګي جنايتكارانو په كړنو كې له ورايه د سياست او توطيې بوى ښكارېده.
له دې څخه وروسته په شينډنډ كې پښتانه بمبار شول او په دې بمبار كې 90 تنه ولسي وګړي ووژل او څو كورونه په كې په بشپړ ډول ړنګ شول او په دې تړاو ولسمشر د قول اردو او د دې قول اردو د كوماندو كنډك قوماندانان له خپلو دندو څخه لرې كړل دغه ګوښه كولو ته سياسي رنګ وركړ شو. د د فاع د وزارت وياند مني چې د كوماندو كنډك په پلي عملياتو كې له امريكايي ځواكونو سره غاړه و او دوى نه پوهېږي چې هوايي عمليات چا وكړل.
د هرات د عالمانو د شورا مشر په دې اړه وويل چې دغه عمليات د چارواكو او جاسوسانو د توطيو او دسيسو او بهرنيو ځواكونو ته د غلطو معلوماتو وركولو په لړ كې شوي.
ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې پوځي عمليات د يو لړ استخباراتي معلوماتو له راټولولو او ارزولو وروسته تر سره كيږي او د دغه معلوماتو د راټولو او ارزولو مسووليت دولتي ادارې او چارواكي لري او دا به له حقيقت او انصاف څخه لرې وي چې د هرات د قول اردو قوماندان چې د سيمې امنيت يې تر غاړې دى، د دښمن په اړه د معلوماتو په راټولولو، ارزولو او د عملياتو په كولو كې واك او اختيار ونه لري. د امريكې ځانګړو ځواكونو ويل چې د كومانډو له كنډك سره يو ځاى له سيمې څخه تېرېدل چې پرې ډزې وشول او دوى متقابلاً الوتكې وغوښتې او د الوتكو په بمبار كې نوموړې مرګ ژوبله رامنځته شوه. خو بيا وروسته د دوى خبره بدله شوه او ويې ويل چې دوى ته د نادر توكل په نوم يو جاسوس خبر وركړى و چې نوموړي كلي ته دوه طالب قوماندانان او 30 طالّبان راغلي، نو دوى پرې بمبار وكړ او دغه دوه قوماندانان او 30 طالبان يې ووژل، چې په دې پېښه كې پنځه يا شپږ تنه ولسي وګړي هم ووژل شول. خو د سيمې اوسېدونكي بيا وايي چې په سيمه كې طالبان نه وو او په يو كور كې د خيرات مراسم روان وو چې الوتكو پرې بمبار وكړ.
بهرني ځواكونه زياتره وخت د سيمه ييزو جاسوسانو او د افغان دولت د چارواكو د معلوماتو پر بنسټ بمبار كوي.
دا مهال په درې ګونو امنيتي ځواكونو(دفاع او كورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت رياست) په سر كې د شمالي ټلوالې غړي دي، چې له پښتنو سره يې په جګړو او دښمنۍ كې سرپه نه ده كړې او اوس هم لګيا دي بهرنيو ځواكونو ته د پښتنو پر ضد غلط معلومات وركوي او له يوه سره پښتانه وژني.
(؟) ځينې شايد ووايي چې د دفاع وزير خو يو وردګ دى، خو خپله وردګ په ولسي جرګه كې د استيضاح پر مهال وويل چې زه يو ملكي وزير دفاع يم او پوځي چارې ټولې په جنرال بسم الله خان پورې اړه لري چې د پنجشير اوسېدونكى او د نظار شورا پخوانى نوموتى قوماندان او د دفاع وزارت درستيزوال دى.
د پښتنو جينوسيډ څه پټه خبره نه ده او تر ټولو غټ ثبوتونه يې په هلمند او د ننګرهار په شينوارو كې د واده د مراسمو، د غزني د يوې مدرسې، په نورستان، هلمند، كندهار او شينډنډ كې د كليو بمبارول، دي، چې دغه ټول بمبارۍ د مخكنيو راپورونو او عملياتي پلانونو له مخې شوي.
په سلو كې 99.9 پوځي عمليات د پښتنو په كليو كې كيږي چې د اړوندو كورنيو او بهرنيو ځواكونو له خوا پلانيږي چې په سر كې يې د پښتنو دښمنان دندې لري.
د پښتنو پر ضد د ملي امنيت او د دفاع وزارت كړنې له رسنيو څخه هم پټې پاتې شوي نه دي او يو شمېر رسنيو يې له سره پرده پورته كړې ده.
څه موده مخكې رسنيو خبر خپور كړى و چې د ملي اردو موټرو په وردګو كې طالبانو ته وسلې وروړې وې او طالب قوماندان حقاني په يوه مركه ويلي وو چې د افغان دولت ځينې جنرالان له دوى سره مرسته كوي.
وروسته د كابل په پښتون مېشته سيمه هودخېلو كې د امريكې د ځانګړو ځواكونو او د افغان دولت د ملي امنيت ځواكونو له خوا عمليات وشول، عيني شاهدانو وويل چې په دغه عملياتو كې لومړى د يو كور دروازه والوزول شوه او بيا پرې د ډزو په حالت كې سرتېري ننوتل او كله چې غولى يې وپلټه له څلورو مړو پرته چې دوه په كې ماشومان وو نور هيڅ داسې څه لاسته رانغلل چې د دولت له مخالفينو سره د دغې كورنۍ د غړو تړاو په ډاګه كړي.
د ملي امنيت وياند سعيد انصاري له پېښې وروسته وويل چې دغه عمليات د امريكې د ځانګړو ځواكونو او د ملي امنيت د سرتېرو له خوا ترسره شوي او دغه وياړ د دوى ادارې ګټلى دى چې د غويي له سر څخه د كټۍ د ويستلو له پاره يې لومړى غويې حلال كړى او پيا يې كټۍ ماته كړې ده. د ملي امنيت رئيس چې يو پنجشيرى دى او په هكله يې ويل كيږي چې پخوا يې په پېښور كې د امريكې او پاكستان له پاره جاسوسي كوله، پر كرزي د غويي د اتمې په بريد كې يې لاس لره، خو ده د يو شمېر بې ګناه خلكو په نيولو او وژلو او په پېښه كې د پاكستان په تورنولو سره د ولسمشر پام بل لور ته واړوه او تر ننه د دغې پېښې عاملين چاته ونه ښودل شول. د هېواد د كورنيو چارو، دفاع وزارت او ملي امنيت رياست په اړه ويل كيږي چې په نوموړو امنيتي ادارو كې د پنجشيريانو او د شمال ټلوالې د غړو د حاكميت له امله د پښتنو پر ضد دسيسې جوړېږي، امريكايانو ته غلط معلومات وركول كيږي او د دوى كلي او سيمې بمبارېږي او د پښتنو په وژنه كې د دوى لاس دى.
د شمال ټلواله د امريكا له دښمنانو ايران او روسيې سره نږدې اړيكې لري او دا چې په افغانستان كې د امريكې ستراتيژيكي ګټې يوازې د پښتنو له ستراتيژيكي ګټو سره ګډې دي، نو د شمال ټلوالې باداران او د شمال ټلواله د امريكې او پښتنو له يووالي څخه وېره لري او غواړي چې امريكا له پښتنو سره په دښمنۍ كې وساتي او تل تر تله د دوى او پښتنو د يووالي مخه ونيسي. شايد همدغه لامل وي چې له روسيې، پاكستان او ايران څخه شمال ټلوالې د پښتنو د ټكولو او كمزوري كولو دنده اخيستې وي.
بله ستونزه د تخار د خواجه بهاوالدين د پښتنو او ازبكو تر منځ ستونزه ده چې يو شمېر ازبك قوماندانانو په سيمه كې د پښتنو ځمكې وروسته له هغې چې دوى په 1360 كال كې پاكستان كډوال شول، ولكه كړي او بيا يې په نورو خلكو پلورلي دي. اوس چې دغه كډوال بېرته هېواد ته ګرځېدلي او د خپلو ځمكو قانوني اسناد په لاس كې لري د همدغو قوماندانانو په لمسون د سيمې د خلكو له خوا په يو زندان كې محاصره شوي، د مرګ ګواښونه ورته كيږي او ډوډۍ او اوبه پرې قطعه دي او څوك نه پرېښودل كيږي چې دوى ته ډوډۍ او اوبه وروړي.
د دغې ډلې مشران چې سيمه ييز قوماندانان دي او دغه ملكيتونه يې په نورو خلكو پلورلي او اوس اصلي خاوندانو ته د ملكيتونو د مسترېدو مخنيوى كوي د خلكو د احساساتو نه په ناوړې ګټې سره سيمه ييز خلك يې پاڅون ته هڅولي او خپلو موخو ته سپر كړي او دوى ته يې ويلي چې دغه ځمكې د ازبكو وې او پخوا د ظاهرشاه او اميرعبدالرحمن له خوا پښتنو ته په زور سره وركړ شوې دي.
سره له دې چې دغه بهانه د روسانو او افغانستان د دښمنانو له خوا د ځينو بې كفايته لږكيو په خوله كې وركړ شوې پلمه ده او تر اوسه پرې د قومي جګړو اور بل ساتل شوى او مركزي حاكميت پرې ګواښل كيږي او د پارلمان او دولت له خوا په دې اړه كوم اقدام نه دى شوى او خلكو ته په دې اړه معلومات نه دي وركړ شوي چې دغه ادعا بې بنسټه ده، هيڅ داسې تاريخي سند نشته چې وښيي د هغه مهال دولتونو دې د كوم قوم ځمكې پښتنو ته وركړې وي.
تاريخي اسناد په صراحت سره دا ښيي چې د پامير او تخار لومړني اوسېدونكي پښتانه وو، ساك چې د پښتنو يو ټبر دى باختر ته د يونانيانو له راتګ څخه مخكې په تخار كې اوسېدل او تخار يې د واكمنۍ پلازمېنه وه.
د چنګيز تر راتګ مخكې هم پښتانه د هېواد په شمال كې اوسېدل او د هېواد شمال ته د سويل د يو شمېر پښتنو لېږد له احمدشاه بابا څخه وروسته په پرله پسې ډول تر سره شوى چې په غټه كچه نه و او په دغه لېږد كې د هغو دولتي چارواكو او پوځيانو د كورنيو لېږد و چې د زياتې مودې له پاره يې هلته دندې درلودې.
د اميرعبدالرحمن خان د واكمنۍ پر مهال شمال ته يو شمېر هزاره ګان چې د باميانو په جنګ كې يې كورونه ويجاړ شوي وو، په ډله ييز ډول لېږدېدلي چې تر اوسه هم هلته مېشت دي، د بل ډله ييز لېږد څرك د عبدالرحمن په وخت كې نه ليدل كيږي.
يو څه پښتانه د ظاهرشاه په وخت كې د هېواد له سويل څخه شمال ته كډه شوي، چې هغه مهال د دولت له خوا د كرنې په ساحه كې ځينې پروژې تر لاس لاندې نيول شوې وې او د دغو پروژو په لړ كې هغو خلكو ته چې ځمكې يې نه درلودې او يا كمې وې، يو شمېر شړې ځمكې د پيسو په بدل كې وركول كېدې او په دې خلكو شوني وه چې خپلې ځمكې به ابادوي او د پلورلو حق يې نه لري. د دغو پروژو په لړ كې د نورو قومونو د وګړو غوندې يو شمېر پښتنو هم د هېواد په شمال كې ځمكې له دولت څخه په بيه واخيستې، چې هيڅكله دغو ځمكو په كوم قوم پورې اړه نه درلوده او د دولت ملكيت و.
بل خوا دغه ځمكې به هغه چاته وركول كېدې چې غوښتنه يې كوله او شرط په كې دا و چې ځمكې به نه پلوري او هرو مرو به يې ابادوي، ځكه دغه ځمكې شړې دښتې وې او ابادول يې ګران كار و، خو په ابادولو كې دولت ورسره مرسته كوله او دغه ځمكې د نورو قومونو وګړو ته هم وركړ شوي چې اوس يې هم په لاس كې دي.
لكه څنګه چې دغه پروژې د كندز او بلخ د سيندونو په اوږدو كې پلې كېدې او د دغو دواړو سيندونو اوبه په كې راايسارېدې او دا هغه وخت و چې د شوروي حكومت د امو سيند پر غاړه د تركمنستان او ازبكستان څو مليونه هكتاره سوځېدونكې دښته لادمخه په كرنيزه ځمكه بدوله، نو د شوروي له خوا د افغانستان دغه پروژه د تركمنستان او ازبكستان د پروژو په زيان وبلل شوه او د دې پروژې د ناكامولو هڅې يې پيل كړې او سيمه ييز خانان يې وپارول چې دغه ځمكې بايد كم ځمكو او د نورو سيمو خلكو ته ونه سپارل شي. دا په داسې حال كې وه چې سيمه ييزو خانانو دومره ځمكې درلودې چې كرلو ته يې نه رسېدل او ان تر اوسه هم نه رسېږي. كله چې په دې اړه د شوروي او په تېره د ازبكستان او تركمنستان لاسوهنې زياتې شوې او يو شمېر وسله والې ډلې ټپلې يې چې له تركمنستان او ازبكستان سره يې توكميز تړاونه درلودل د دغو پروژو د ناكامولو له پاره وګومارلې او د شوروي عسكرو په ملاتړ يې پر كليو ډاكې اچولې او امنيت يې خراب كړى و، نو دولت اړ شو چې په ځينو امنيتي تدابيرو لاس پورې كړي. لكه څنكه چې روسانو په ځيركۍ سره خپلې موخې د پښتنو پر ضد سياست تر شا پټولې او د دوى د غلامانو د تاړاكونه موخه هم زياتره وخت پښتانه ګرځېدل، نو دا چې دولت د پولو د ساتنې له پاره زيات عسكر نه درلودل نو له هېواد څخه د ساتنې په موخه يو شمېر پښتانه د امو سيند پر غاړه ځاى پر ځاى كړل چې دغه بريدونه تل د امو سيند له پورې غاړې څخه ترسره كېدل.
قاضي كبير او همدا راز نور ازبكان او تركمن او د هېواد ټول قومونه بايد د دولت له دغه پر ځاى اقدام او د شوروي له يرغل او لاسوهنې څخه د هېواد د ساتنې او ژغورلو له پاره د پښتنو له سرښندنو څخه بايد ډېر منندوى وي كه نه په هغه كروندو چې اوس ناروا قاضيانو او جنګسالارانو خېټه اچولې د ګرجستان غوندې په افغانستان كې به د شوروي يوه بله اوسيتيا وايي او دوى به هم له هېواد او كور څخه تر اوسه محروم پاتې وو او د تخار په نوم كومه ځمكه به يې نه درلوده. جالبه دا ده چې قاضي كبير او د ده په پله روان نور بې كفايته لږكي د دې پر ځاى چې له پښتنو څخه منندوى وي چې دوى ته يې هېواد او خپلواك ژوند ګټلى په زغرده او نا ځوانمردانه ډول لكه د تېرو غلامو اسلافو خبره يې رااخيستې او د پرديو ګټې پرې تضمينوي.
كه د قاضي كبير په مشرۍ د ځمكو د غصب په اړه د دغو ازبكانو ادعا رښتيا وي بايد قانوني سند وړاندې كړي كه نه په ډله ييزه بڼه د نورو ملكيت غصبول ملي خيانت او جنايت دى او عامل ته يې بايد سخته جزا وركړ شي.
دغې لانجې ته پرون هم سياسي بڼه وركول كېده او نن هم ورته سياسي بڼه وركول كيږي، ځكه د هېواد شمال ته له پښتنو سربېره هزاره او تاجك هم كډوال شوي نو بيا ولې اقدام يوازې د پښتنو پر ضد ترسره كيږي او پښتانه د بريد موخه ګرځي. دا ځكه چې د افغانستان دښمنان د يو برابر او دوامدار قومي جنګ په لټه كې دي.
د تخار د خواجه بهاوالدين د ازبكو له خوا د پښتنو د ځمكو د غصب مسئله هغه هم په داسې حال كې چې سړه جګړه يو ځل بيا پيل شوې او روسان د سويل په لور خپله پراختيا پيل كړې خورا حساسه مسئله ده، كه ژر تر ژره حل نه شي او د هېواد شمال او يا شمالي پوله له پښتنو څخه تشيږي، نو روسانو ته په افغانستان كې د لاسوهنې زرين چانس او ښه فرصت برابرولى شي.
بل پلو كه چېرې دولت و نه توانيږي چې كډوالو ته خپلې مينې او كروندې بېرته وسپاري، نو دا به له يوې خوا د هېواد په شمال كې د پښتنو پر ضد نور قومونه زړور كړي چې ځمكې يې ترې غصب كړي او له بل پلوه به د هېواد په سويل كې پښتانه د ازبكو او نورو تېري كوونكو قومونو پر ضد جګړې ته اړ باسي او دوى به مجبوره شي چې پر يو متقابل عمل لاس پورې كړي، خو دا چې نړيوال او د افغان دولت سياست نن د پښتنو په ګټه نه دى نو كه د هېواد په شمال كې و نه كړاى شي چې غچ واخلي كم تر كمه دومره خو به وكړي چې د طالبانو تر واك لاندې سيمو او يا په هغو سيمو كې چې پښتانه اكثريت دي د ازبكانو پر مخ لويې لارې وتړي او له هغوى غچ واخلي.
افغان دولت بايد ټول غصب شوي ملكيتونه خپلو اصلي خاوندانو ته وسپاري او د تخار ستونزې ته جدي پاملرنه وكړي، ځكه چې پخوانيو تجربو ښودلې چې په تخار كې د قانون نه منل د قانون د ماتولو په مانا نه بلكې د حاكميت د نه منلو په مانا دي چې د ياغي كېدو او د هېواد پر ضد د هرې دسيسې په پيل كې ليدل شوي.
د موضوع په اړه نور سرليکونه
- دپاکستان نه را ستانه شوي 700 پښتانه کډوال د د١٢ ورځي لپاره زندانيان دي
- په تخار کښي د ۷۰۰ پښتنو د کلابندۍ غندنه کوو!
- دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه
- تخار ولايت د ملي امنيت چارواکي د پښتنو په وړاندې پيل شوې دسيسه کې لاس لري
- پرون بهسود ، نن تخار ( د ښاغلي کرزي د پاملرني وړ)
- په تخار کي ٧٠٠تنه پښتانه لا په زندان کي دي دي : جبار شلګري .
- وحيدالله سباون دهزارګانو نه وروسته د پښتنو پر ضد په تخار کي د ازبکانو مدافع وکيل.
- په تخار کي د کلابند پښتنو په اړه
- دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه
- تخار ۷۰۰ پښتانه د زورواکانو له خوا محاصره دي
- . د تخار شخړه کمه مه نيسئ