کور / راپور / د شهيد اوونۍ که د مسعود تلين ؟

د شهيد اوونۍ که د مسعود تلين ؟

دپوهنې رياست لخوا نن د وږي په ۱۷ نيټه د ميدان وردګ ولايت په ټولو ښونځيو او جوماتونو كې د شهيد داونۍ په مناسبت د قران عظيم الشان ختمونه وشول ، دا خبر نن د ميدان وردګ ولايت د وياند ادم خان سيرت له خوا خپور شو .


د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ليکل شوي چي د پوهنې رياست لخوا په همدې اړه د ميدان ښار د فاميليو په ښونځي كې يوه غونډه وشوه چې  (۲۵۰) تنو د پوهنې رياست منسوبينو ،ښوونكو ،محصلينو او شاكردانو پكې ګډون كړې وه ، لومړى دقرانكريم ختم وشو، وروسته دپوهنې ښاغلى رييس عبدالوحد حكمت  دپوهنې د چارو په اړه ګډونوالو ته وينا وكړه او ژمنه يې وكړه چې پدې لاره كې به نه ستړې كيدونكې هلې ځلې كوي او په ټول ولايت كې به د پوهنې بهير همداسې چټك روان وي ، په اخر كې غونډه د ازادۍ دلارې شهيدانو پاك روح ته په دعاء پاى ته ورسېده. 


دې ته ورته غوندي په کابل او د افغانستان په زيات شمېر سيمو کي ترسره سوې چي ځيني يې د شهيد ورځ او ځيني نوري يې د شهيدانو د اوونۍ په نوم ياد ي شوې چي په ټولو کي د احمد شا مسعود عکسونه ځوړنډ شوي وو ، احمدشامسعود چي دکابل د ښار  شاوخوا ۷۰،۰۰۰  اوسيدونکو قاتل بلل کېږي اوس دشمالي ټلوالي له خوا چي ولسمشر کرزی او يو شمېر نور وزيران يي ملاتړ کوي د هيواد په ښوونځيو او مدرسو کي تنکيو ماشومانو ته د ملي اتل په نوم ور پيژندل کيږي .د افغانستان تاريخ ليکونکو او د ولس استازو لا له مخکي احمدشا مسعود دملي خاين په نوم ياد کړئ او ددې ادعا لپاره يې زيات شمېر کورني او بهرني مستند شواهد هم وړاندي کړي دي ، يوه بېلګه يې داده :


(( د مسعود په اړه دافغانستان د تاريخ حکم ))

اسد الله جلال ،کابل
 د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې څېره د احمد شاه مسعود ده.
نن چې د سيپټمبر نهمه نېټه او د دغې څېرې د مرګ له کاليزې سره برابره ده، زموږ نږدې ټول هېوادوال د هغه په مرګ اوښکې نه تويوي، دا ځکه چې هغه د خپل واک د ټينګښت لپاره د ډېرو بېګناه افغانانو و ينې او اوښکې بهولې دي.
هغه د شوروي په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جګړو کې ستر خيانت وکړ او د جهاد او مقاومت په هماغو ګرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ، د افغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې له نېکه مرغه ټول هغه اسناد ان چې خپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا خپاره کړي دي.
په راوروسته کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو او ﻻ دي. د هغه او ملګرو له برکته يې ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې پنځوس زره بې ګناه افغانان ووژل شول . نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن په توګه پېژني .
دا چې سږ کال هم په کابل کې ځينو ځانګړيو ډلو او حلقو د بېلابېلو موخو او يا د مصلحتونو له مخې د هغه درواغجنې لمانځنې وکړې، زموږ د خلکو کرکه يې د هغه په وړاندې نوره هم زياته کړه . کاشکې د مسعود پېژندنې په داسې غونډو او سيمينارونو کې د وطن ريښتينو بچو او د تاريخ څېړونکو ته هم د څه ويلو موقع ورکړل شوې او د سر د امن تضمين يې شوی وای، بيا به نو زموږ خلکو ته داسې څېرې او کړه وړه يې په ښه توګه بربنډ شوي وای .
زموږ اولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دی چې خپل ريښتيني اتلان او درواغجن اتلان سره جلا نه کړای شي.
که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو يادنښې ړنګې او تصويرونه به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي ، او دا به د مصلحتونو خبره نه وي ، دا د افغانستان د تاريخ حکم دی .
دغسې يو حکم نن په کابل کې د افغانستان د يو ګڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو. د تاريخ دغه حکم وايي :
مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و .


کابل _ د ١٣٨٣ کال د سنبلې ١٩
د ٢٠٠٤ کال د سيپټمبر نهمه


 د شهيد ورځ + د شهيدانو اوونۍ = د مسعود تلين



د شهيداوونۍ د شمالي ټلوالي د غړي او نظار شورا د مشر احمدشا مسعود د وژل کېدو راوروسته په دولت کي د شمالي ټلوالي او نظار شورا د پاته شونو له خوا په ټول افغانستان کي دود شوې ده چي اوس په ځينو سيمو کي د شهيد اوونۍ په نوم هم نومول کيږ ي خو ددې غونډو په تالارونو کي د افغانستان د سولي د پروسې د ويجاړوونکي او کورنۍ جګړې د رامنځته کوونکي ( مسعود )  لوی لوی عکسونه پر دېوالونو بند شوي وي چي مطلب يې بيا هم دازادۍ د لاري د شهيدانو په نوم د ازادۍ د لاري د خنډ جوړوونکي احمد شامسعود دتلين نمانځل وي .


د نوي يمو کلونو په پيل کي د کابل د ورانوونکي او ۱۹۹۲ کال  د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د سولي د پروسې د ويجاړوونکي  احمد شا مسعود تلين هر کال د سپټمبر پر ۹ نېټه د افغانستان په دننه او ټوله نړۍ کي د افغانستان د سفارتونو او کونسلګريو له خوا د بیت المال په لګښت په شانداره مراسمو ترسره کيږي چي ددغو مراسمو مصرف هر کال مليونونو ډالرو ته رسيږي .


 که څه هم د افغانستان ددولتي مطبوعاتو په ګډون زيات شمېر نړيوال او کورني مطبوعات احمدشا مسعود ته د ملي قهرمان په لقب يادوي خو د افغانستان د ولس فرد فرد اوس هم په دې اميد دي چي يوه ورځ به ددوی د ملي ګټو او سوکالۍ ددښمنانو په اړه پر انصاف ولاړه او بې پرې قضاوت کېږي تر څو ددې خاوري ملي اتل او ملي خاين ، د افغانستان د ملي نواميسو ساتونکي اوله پردو سره د هغوی پر سر سوداکوونکي وپيژندل شي .





حنيف اتمر د مسعود فاتحه واخيسته


خپلواک سالار
۰۷/ ۰۹/ ۲۰۰۸


نن د سپتمبر پر اوومه د واکمن حکومت د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر لخوا د کابل ښار په اماني لېسه کې د پخوانۍ نظار شورا د آمر احمد شاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم د ختم په اړه پرانيستونکې وينا واوروله



KABUL, September 07: Muhammad Hanif Attmar, education minister, attended the Quran recitation at Amani high school hall on the occasion of seventh death anniversary of Ahmad Shah Massoud. PAJHWOK/Safiya Saifi


همداراز يې لارښوونه کړې چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې دې د آمر احمدشاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم ختمونه وشي.


KABUL, September 07: Quran recitation was held in all schools of the country on the 7th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former Jehadi commander and National Hero. PAJHWOK/Safiya Saifi


پورتني عکس او انګرېزي متن يې له «پژواك انځوريز سروېس» څخه اخيستل شوي دي.


په انګرېزي متن کې د مسعود له نامه سره جوښت د ملي اتل و جهادي جبهې مشر لقبونه هم ليکل شوي دي.


زه دلته د مسعود په اړه نه غږېږم خو د لاندينيو څو ټکو يادونه د اړتيا وړ بولم:


۱- ښوونځی د ښوونې ځای دی او بس. ښاغلی حنيف اتمر په کوم صلاحيت په ټول هېواد کې د ښوونې په ځايونو کې د يو غل، قاتل، مجرم و جاسوس د تلين لمانځنه کوي؟


۲- پژواک د کوم نورم (معيار) پر بنسټ د مسعود له نامه سره د ملي اتل لقب ليکي؟


له دې څخه څرګندېږي چې ځېنې افغاني خپرونې هم د سياسې واکمنې ډلې د خوښۍ لپاره د هر راز نورمونو تر پښو لاندې کولو ته تيار دي.


حنيف اتمر په هم د ټلوالې (نظار شورا) د خوښۍ لپاره څو څو ځلې «آمر صاحب شهيد» ويلی وي.
خو زه دلته د دې بيت د ويلو اړتيا وينم.


ملا حيات ته نصيحت څه کوي
دی خو ګناه هم بې اودسه نکړي


که آمر مسعود رښتيا شهيد وي نو اوس خو به يې اووه کاله په جنت کې تېر کړي وي او ددې خبرې هيڅ اړتيا نشته.


هره ورځ چې په لس ګونو بې ګناه انسانان شهيدان کېږي د هغوی روح ته ولې دوعا نه کوي؟


خو، ښايي چې اتمر صاحب به په دې کار سره خپل ځان ته په دې نړۍ کې (د نظار شورا په دویمه واکمنۍ کې) جنت لټوي.


له څو کالو را په دېخوا ښاغلی اتمر د روښاندو پښتنو د خوښۍ (غولولو) لپاره په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې ټټر هم وهلی خو په عمل کې يې هيڅ هم نه دي کړي. دا خو کومه شخصي خبره نه ده. په مورنۍ ژبه د زده کړې مخنيوی د اساسي قانون نه ښکاره سرغړونه ده. خو د ټلوالې د خوښۍ لپاره دا سرغړونه کېږي.


ښايي سياست به دوه مخي غوره ګڼي خو رښتيني انسانان يې بده کڼي. چارواکي دې خپله وظيفه وپېژني ( قانون دې عملي ګړي) او بس.


چارواکي دې په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې د غلو لپاره غونډې نه جوړوي. ښوونځي د ښوونې ځای دی. د ټول ملت مال دی او چارواکي ( حکومت) يې يوازې د قانون په چوکات کې ادارې چارې پر مخ بيايي.


تبصره نسته

  1. da dera tasuf zai da sa karzai khain da pashton pa name yadizi sa ahmadshah watenfrush nan mali atal kari da marg pa khain karzai aw dahega dala aw nordalains awbariali da osai pashtani padrnwai.

  2. که کوم د پښتنو مجاهدينو له ډلي يوه ته د اتل نوم ورکول شوی وای ، که څه هم چي اتل به وای او ملت به منلائ ، خو تاسو به ليدلي وای چي نورو به څه حال جوړ کړئ و ، اوس چي د پښتانه په سترګو کي خاوري اچول کيږي ، پښتانه چوپ پاته دي ! اخير دا خاوره او دا ولس پيغلي وګټي ؟؟؟

  3. شهید احمد شاه مسعود واقعا د افغانستان ملی قهرمان دی ، هغه خلکو چه د افغانستان ملت سره جفا کری ده هغوی اوس اوس پیژندل شوی دی دوی ته به تاریخ هیح کله ونه بخی . اما یک تعداد نشنالست وقصم خورلی خلک په پشتنو کی شته که حضرت محمد ص هم چه فارسی ژبه یی ورسره مخالفت کوی دا خلک مریضان دی خو مونژ باید دوی ته دعا وکو چه ژر تر ژره روغتیا ومومی.

  4. مسعوده ولاړی د دوزخ په لوري
    ددی دنیا نه د ذلت په لوری
    ستا پلویان د جهالت په لوري
    ستا باداران د خجالت په لوري
    ته په اسلام کی د نفاق منشه وې
    په سمه او غره کی د فساد ټوټه وې
    ته د روسانو د خپل لاس آله وې
    د پردې شا ته په مسکو تکیه وې
    تا د جهاد سره جفا وکړله
    و کي-جي-بي ته دی وفا وکړله
    ته د پنجشیر د زمروتو دښمن
    د فرانسی د موزیمونو چلن
    ملت وطن ته وو د مینې پتنگ
    تا اوچت کړئ وو د ظلم خدنگ
    تا په وطن کی تربگني جوړه کړه
    د وروڼو منځ کی دښمني جوړه کړه
    تا خپل ناموس ته بی پتي راوسته
    په ټولو خلکو دی نیستي راوسته
    تا د وطن تاریخ ته سپک وکتل
    وطن بچیانو ته دی ورک وکتل
    تا د جهاد ثمر په بل وریبه
    تا په قومونو کی اغزي وکرل
    زړه کی می ځای د کینې نه وینمه
    آخر کې دا درته ویل غواړمه
    ارمان چی تا له وی څو ځله مرگئ
    د مرگ زړه یخ ندی د تا په مرئ
    مخ دی تک تور د خدای په نیز غواړم
    نظار ډلگئ د تا په څیر غواړم
    افغانستان د افغانانو کور دئ
    پښتون تاجک د هزاره وو ورور دئ
    ازبک ترکمن یی په پښتون ژاړی
    ع. ک. په دی خبره تل ویاړي

  5. فريدې يوسفزۍ ته خو راته ولله که يوسفزۍ پښتنه ښکارې ، پښتانه هيڅکله د تاجکانو سره ستونزه نه لري ، بلکي د خاينانو سره ستونزه لري هغه که حتی پښتون هم وي . موږ هم پخوا له تاجکانو او نورو وروڼو قومونو سره ښه ژوند کړی او هم که نن له منځه تا غوندي او نظار شورا او شمالي ټلوالي غوندي شيطانان خدای پاک ليري کړي موږ به بيا هم په ګران افغانستان کي ټول وروڼه قومونه دوروڼو غوندي ژوند وکړو .
    څنګه د مسعود له پاته شونو کوم څه درته رسيدلي دي که نه ؟

  6. زه دغه ستاسو وروستۍ خبرې رااخلم او تكرارآ يې چارواكيو ته وايم چې: چارواکي دې په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې د غلو لپاره غونډې نه جوړوي. ښوونځي د ښوونې ځای دی. د ټول ملت مال دی او چارواکي ( حکومت) يې يوازې د قانون په چوکات کې ادارې چارې پر مخ بيايي.
    خو خېر ورونو مه خفه كېږۍ، دغه اتل به بس د همدوى تر شتونه پورې وي او بيا يې نښه نبيره هم ونه ګورۍ لكه د دوى د بابا ( احمد ظاهر ) په څېر به له ټولو توكيو سره د كابل په سيند كې لاهو شي. غم مه كوۍ،
    خو فريدې پريديپالې ته وايم چې ولې په نورو باندې نازېږې، ولې خپل كم دي او كه څنګه؟
    دا كاغذي اتل دى كاغذي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
    بيا به ګورو ..

  7. ايا سپټمبر د ٨ مې لمانځل د کابل د هغو شهيدانو په ارواحو او د هغو کونډونو او يتيمانو په اوښکو پورې خندل ندې چې د همدغو ملت وژونکو اتلانو لخوا په خپلو کورونو کې بې ګناه شهيدان او وژړول شول؟

    پخوانيو ملې اتلانو خو تر ډيلې او اصفهان پورې د افغانستان نقشه غزولې وه او دې اتلانو خو په افغانستان کې ايله اوه اته ولايتونه هم نه وه ليدلې، ددې اتلانو څخه ملت په ژوند تنګ وه اوس يې په مرګ هم نه پريږدې.
    د افغانستان دا حالت ددې ايجاب کوې چې د دولت کارمندان شپه او ورځ کار وکړې نه دا چې په يوه او بله بهانه رخصتې وکړې.

    د دولتې چارواکو دا بې ضميره تصميمونه مونږ د ژړا او مايوسۍ ترحده رسوې چې خپلې ملې چوکۍ او واک د يوې ډلې د خوشحالولو لپاره کاروې او بيا هغو کونډونو او يتيمانو ته هدايت کوې چې هغو اتلانو ته دعا وکړې کومو چې پرون په بې مفهومه توګه دوۍ د وير په ټغر کينولې وه.

    که اوسنې دولت دې کار ته دوام ورکړې نو نه يوازې چې د تنکيو ځوانانو اذهانو ته به حقيقت ونه رسوې بلکه په راتلونکې کې به د ظلم او جګړې اتلانو ته جرات ورکړې ترڅو لدې لارې اتلولۍ ته رسيداې شې.

    په درنښت

  8. دا ټول دا مداري كزرى خوشحاله كول غواړي، محمد حليم فدايې چې كله د وردګو والي شو نو ټول خلك سخت ورته خوشحاله وو، ويل به يې چې ښه دى پښتون خو دى كه يې نور نه پيژندا، خو نن د نوموړى لخوا په ميدان ښار او يا نورو سيمو كې د ملي خاين د ارواح لپاره ختمونه كوي، چې دا د مظلوم ولس سره ستر خيانت دى، كه هغه والى صيب دا كار كوي او كه د پوهنې وزير صيب او كه خپله سركوزى كرزى، داسې وخت به انشاء الله راشي چې ستاسې ټولو څخه د دا وړ كارونو پوښتنه به خامخا در څخه كيږي.
    ملي خاين زموږ د زرګونو انسانانو قاتل دى، د هغه ته بايد محكمه سزا واوروي، ترڅو دا نورو ملي خاينانو د محاكمه كيدو ضمينه برابرشي او كه دا خاينان پدا ډول وياړونو وياړل كيږي نو بيا د د افغانانو الله مل شي.

  9. هىله ده چې دداسي تصرو څخه دادقلم او کلام دعفت خبره وباسئ .
    ځکه داخبري تر ولايت وړادي ښاغلي فدايي کولې .اتمر خو ټولوته مالوم دى چې دخپلې څوکى لپاره قسم په الله چې احمدشاه مسعود پلار هم کړي . خو پخوا مي پر فدايي شک نه راته خو اوس مي هغه هم په پلورل شويو پښتنو کې شمار کړ.
    زه پررې ليکنه بس رومري تبصره کوم چې دفدايي اودغه بل خاين دي پر حيا نعلت شي .
    ډېره بخښنه غواړم په راسي بې ننګه پښتنو مه راڅخه خپه کېږئ .

  10. نه پوهيږم دا ستونزه په هره لوړه څوکۍ کي ده او که موږ پر هر چا ډير ژر خوشباوره کېږو ، کله چي موږ پر کوم چا لاس کېږدو چي دغه پلانی به ډير دروند پښتون او پوه سړی وي ، په ولس او هيواد به يې زړه درديږي او د ولس لپاره به خدمت کوي د همدې ولس په مټو تر لوړو څوکيو ورسيږي بيا د همدې ولس قاتلان نمانځي خو د هغو پښتنو په ننګه کي هيڅ دغه يوه ( مسعود پلوه پښتانه ) ږغ پورته نه کړم کوم چي نن په شينډنډ ، ننګرهار ، لغمان او نورو سيمو کي په بېګنا ډول شهيدانيږي يا يې کور کلي په زور ترې اخستل کيږي .اخير لږ غيرت خو هم خوند کوي او د خپل ولس په حقه دفاع کول خو هم بد کار نه دئ !

  11. زه د زابلي ورور د خبري پلوی يم ، راځئ چې لومړی دغه خودکوشه بېګانه پرستو ته د قلم او کلام عفت وښيو ، دوی چې کله د ولس په منځ کې اوسي نو ځانونه د ولس اصيل دوستان او خواخوږي راپېژني خو کله چې لوړو څوکيو ته رسېږې زمو ږد ولس په پيسو ( بيت المال ) د همدې ولس د قاتلانو ستاينې او نمانځنې کوې ، ايا دا د قلم او کلام سپکاوی او د يوه لوی ولس په سترګو کې خاورې شيندل نه دي ؟

  12. Masood is a real trader WATAN Kharsawoknkyy, and he left more denger Watan Kharsawokyy after him which is more dengeruse for our country then Massssssssoood.we have to be carefull about them, and be alert about thire plans for the distruction of the unit of Afghan People. Manana

  13. Agree with you. , <a href="http://gs73.photobucket.com/groups/i235/8EV6UPIDW8/">spring break girls flashing their breasts</a>, [url="http://gs73.photobucket.com/groups/i235/8EV6UPIDW8/"%5Dspring break girls flashing their breasts[/url], http://gs73.photobucket.com/groups/i235/8EV6UPIDW8/ spring break girls flashing their breasts, <a href="http://www.aarp.org/community/c1w2y8">russian teen galleries</a>, [url="http://www.aarp.org/community/c1w2y8"%5Drussian teen galleries[/url], http://www.aarp.org/community/c1w2y8 russian teen galleries, <a href="http://ra1d2s8.vidiLife.com">free hentai pics</a>, [url="http://ra1d2s8.vidiLife.com"]free hentai pics[/url], http://ra1d2s8.vidiLife.com free hentai pics, <a href="http://gr1a2u8.hi5.com">little asian sluts</a>, [url="http://gr1a2u8.hi5.com"]little asian sluts[/url], http://gr1a2u8.hi5.com little asian sluts, <a href="http://forums.vogue.com.au/member.php?u=90542">sharing my wife spankwire</a>, [url="http://forums.vogue.com.au/member.php?u=90542"%5Dsharing my wife spankwire[/url], http://forums.vogue.com.au/member.php?u=90542 sharing my wife spankwire,

  14. که د نر بچیان یاست نو ولی وطن کله په انگریز او کله په روسان و بیا په دال خور پنجابیان خرسوی. ز دیر خوشاله یم چه ولیدم حنگه د شهید احمد شاه مسعود قهرمان جهاد او دشمن ماتونکی هحی د پاکستانیانو پزه ماته کری چه اوس د شهید هفته لمانحنی ته نشی کتی. خیر د احمد شاه مسعود کارتون هغه کسان جور کری چه د پیغمبر کارتون هم جوروی.

  15. احمد شاه مسعود مجاهد، شهید، قهرمان او د مسلمانانو افتخار دی.