کور / تازه خبرونه / بوش د عراق څخه پوځیان افغانستان ته لیږي

بوش د عراق څخه پوځیان افغانستان ته لیږي

نیویارک ټایمز او بی بی سی خبر ورکړ چی بوش د پنتاګون تر موافقې وروسته دا تصمیم ونیو چی د ۲۰۰۹ تر فبروری پوری د عراق څخه ۸۰۰۰ پوځیان راوباسی او د فعلأ لپاره ۴۵۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی . امریکا همدا اوس په عراق کی ۱۴۶۰۰۰ ، او په افغانستان کی هم ۳۴۰۰۰ پوځیان لری . واشنګټن به په دوبي کی نور ۷۵۰۰ پوځیان هم افغانستان ته سوق کړی چی د ۲۰۰۹ تر پایه به جمعأ ۱۲۰۰۰ امریکایی پوځیان افغانستان ته راسی . امریکا دا تصمیم هم لری چی د افغانستان ملی اردو ۱۲۰۰۰۰نفرو ته ورسوي چی فعلأ یې ۶۰۰۰۰ تیار کړي دي . خو څېړونکي وایی چی د ډېرو نورو امریکایی پوځیانو راوستل به ډیری وژنی او ورانۍ هم ورسره راوړي او روان جنګ به د واشنګټن د هیلی مطابق پای ته ونه رسیږی .