کور / تازه خبرونه / د ختيزو ولايتونو سل كسيزه جرګه كابل ته روانه سوه

د ختيزو ولايتونو سل كسيزه جرګه كابل ته روانه سوه

    دختیزو ولایتونو څخه سلکسیزه جرګه کابل ته رسیدلی ددی جرګی موخه دولسمشر څخه دپخوانی وکیل التجار حاجی محمد امان خیری دخوشی کولو غوښتنه ده چې تیر کال دحاجی عبدالقدیر دوژنې په تور دامنیت له خوا ونیول شو .
دافغانستان سترې محکمی د نوموړی په اړه پرېکړه وکړه او نوموړی دورپوری تړلو تورونو څخه پاک وګڼل شو . دجرګی یو تن غړی حاجی ریس خان لروبر سایت ته وویل چی دمحکمی دحکم څخه نهه میاشتی تیری شوی اما پخوانی وکیل التجار نه دی خوشی شوی دنوموړی په وینا داد ولسمشر له خوا شخصی بندی دی چی دننګرهار قومونه په دی کار دولسمشر څخه ناراضه شوی دی . دجرګې یو تن بل غړی ډاکټر صدیق مومند لروبر ته وویل چې که ولسمشر دیادی شوی جرګی غوښتنی ونه منی نو جرګه په اړه شی او پخپله به یوه پرېکړه وکړی چی مسولیت به یی دولسمشر کرزی پرغاړه وی.
دیادونی وړ ده چې څه موده وړاندی دننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالې کې دقومونو له خوا ګډه غونډه جوړه شوې وه او دولسمشر کرزی له اداری یی دناقانونه بندی دخوشی کولو غوښتنه کوله.