کور / تازه خبرونه / كرزي له زرداري سره ګډ خبري كنفرانس وركړ

كرزي له زرداري سره ګډ خبري كنفرانس وركړ


د پاكستان د ولسمشر د لوړي تر مراسمو وروسته د پاكستان نوي جمهور رئيس آصف علي زرداري او ولسمشر حامد كرزي په يوه ګډ خبري كنفرانس كي د دواړو ملكونو پر ګډو اړيكو او د تروريزم ضد روان جنګ باندي خبري وكړې.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي  وويل دا لومړى ځل دئ چي د پاكستان د خوا له افغانستان سره د همږغۍ احساس كوي.
د ولسمشر كرزي له پورتنۍ خبري څخه ښكاري چي د پاكستان د پخواني پوځي واكمن جنرال مشرف سره يې اړيكي سمي نه وې، او چنداني ښه خاطره نه ځني لري.
آصف علي زرداري وويل پاكستان او افغانستان دواړه د تروريستانو له خطر سره مخ دي او د ده مېرمن بېنظير بوټو هم د دې جګړې ښكار سوه.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي او آصف علي زرداري دواړو په تروريزم ضد جنګ كي د ولسي مرګ ژوبلي په اړه اندېښنه وښودل او زياته يې كړه چي په دې جنګ كي د ايتلافي ځواكونو له خوا عامه  قتلونه پر نړيواله ټولنه باندي د دواړو هيوادونو د اوسېدونكي باور كموي چي له امله به يې د ترويزم خلاف مبارزې ته سخت زيان ورسېږي.
له آصف علي زرداري څخه د پخواني قاضي افتخار محمد چوهدري د سرنوشت په اړه پوښتنه وسوه، خو نوموړي يې په اړه دريځ ښكاره نكړ.
د پخواني ولسمشر جنرال مشرف له خوا د دغه ليري كړل سوي قاضي پر سر د پاكستان د ايتلافي حكومت د عمده غړي نواز شريف او آصف علي زرداري ترمنځ ناندرۍ اوس هم رواني دي، چي له امله يې ښاغلي شريف څو ځله د ايتلافي حكومت څخه د وتلو پرېكړه كړې.
د نوازشريف سره د اړيكو په باب جمهور رئيس زرداري وويل ښاغلى شريف به د اوسني حكومت د پياوړتيا دپاره هر راز مرستي وكړي.