کور / راپور / يوه قاچاق سوې تاريخي مجسمه بيرته ونيوله شوه

يوه قاچاق سوې تاريخي مجسمه بيرته ونيوله شوه

دکندهارولايتي چارواکوله قاچاق وړونکوسره يوځايې ديوې داسي مجسمې دنيول کېدوخبرورکړچې لرغونتوب يې له اسلام څخه مخکې پيړيوته رسيږي .
دکندهارداطلاعاتواوکلتوريس عبدالمجيدبابى وايې چې مجسمه دژړۍ والسوالۍ په سنځري کلي کې له يوه کورڅخه ترلاسه سوې .
داټکل له مخې ويل کيږي چې مجسمه به ښايې له اسلام څخه مخکې اتلس سوه کالي لرغونتوب ولري .
مجسمه دناستي پرمهال يوښځه ښيې چې دعبادت په حال کې ده .
دنوموړي په خبره چې مجسمه دبهرنيوقاچاق چيانوپه مرسته وپاکستان ته وړل کېدل چې دامنيتي کسانو مخکي له داقدام څخه ددي کارمخه ونيول  .
ښاغلي بابى وايې چې مجسمه له ٦٥ څخه تر٧٠ ساتني متره پوري جګ والى اوله ٣٠ څخه تر٣٥ سانتي متره پوري پلن والى لري.
دښاغلي بابي په خبره چې بهرنيو قاچياق چيانومجسمه په دوه لکه امريکايې ډالروباندي رانيول اولايې دسوداخبره پايته نه ورسولې چې دوى يې په نيول کېدوباندي وتوانېدل .
دکندهارداطلاعاتواوکتورريس وايې چې ممکن دبودايې دوردغه مجسمه په مرکزي افغانستان پوري اړه ولري خودوى به ددغې مجسمې په اړه باندي بشپړه معلومات دهيواددلرغون پوهانوله څېړنوڅخه وروسته په ډاګه کړي .
کندهاردم ګړى يوکوچنى موزيم لري چې دومره غني ندي
داچې لاس ته راوړل سوي بودايې مجسمه به چيري وساتل سي په اړه يې ښاغلي بابي وايې
چې اړوندوزارت اوولايتي اداره به يې په اړه پرېکړه کوي .
په ټولېزه توګه  په کندهارکې دتارېخي اثارودخوندي ساتلوپه برخه کې له پخواڅخه يوډول اندېښنې موجودې وې خود کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي چې دوى تر خپله وسه په دې ولايت کې د لرغونو اثارو د له منځه تللو او زيانمنېدو مخنيوى کړى دى.
عبدالمجيدبابي وايې چې په دې برخه کې دکندهاردولايتي شوراپه گډون گڼوولايتي اداروورسره مرسته کړې ده .