د ملي خاینینو ستایل د خاینو خلکو کار دی!!

د لراوبر اداره | سپتمبر 9th, 2008



په دې وروستیو کې د هېواد د خبري رسنیو له لارې اعلانونه کېږی چې دولت او د ملي خاین مسعود څو د ګوتو په شمیر پلویان سږکال بیا ددغه ستر ملي خاین او تفرقه اچونکي د مرګ کلیزه نمانځي. که د مسعود خپلوان او څو خواخوږي شورای نظاریان دمسعود مړینه نمانځي نو و دې یې نمانځي، خو ددولت له خوا د هېواد په کچه دداسې یو شخص نمانځل داسې یو ستر ملي خیانت دی چې هیڅ د بښلو وړ نه دی. د مسعود خیانت، د افغانستان سره دښمني او دده د پردیو لپاره مزدوري ټولو افغانانو او نړیوالو ته لکه د لمر څرګنده ده. که چیرې مسعود نمانځل کېږي نو بیا خو دوستم، رباني، صیاف، ببرک کارمل او داسې نور هم … د نمانځلو دي، ځکه دا ټول د افغانسنان په ورانولو او د افغانانو په وژلو او کړولو کې ګرم دي.
کرزي داسې یو ستر خیانت وکړ چې اوس په خپله هم پرې پښېمانه دی. ده داسې فکر کاوه چې په داسې یو عمل سره به شورای نظاریان او د پردیو نوکران راخپل کړي، خو اوس د کرزي ته نږډی سرچینو له خولې کرزی په دې کار  ډیرپښېمانه دی، ځکه اوس له هر چا څخه زیات همدغه خلک د کرزي مخالفین دي او په ټولو وسیلو د کرزي حکومت تخریبوي. کرزی باید له اوله پو هېدلی وای چې داکسان هیڅکله هم د چا نه خپلېږي، څکه دوی د افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې په افغانستان کې مېشت قومونه سره یو اوسي.


دا ګنګوسې هم بې ځایه او بې بنسټه وې چې کرزي په افغانسنان کې د شورای نظاریانو واک راکم کړی دی. د کورنیو چارو وزیر، د خاد ریس، لوی درستیز، د کرزي معاون، او د ولسي جرګې مشر، دا ټول څوک دي؟؟
یو څو کرزي پلوه کسانو داسې اوازې شروع کړې وې چې کرزي فهیم لیرې کړ او نور یې هم داسې کارونه شروع کړي دي او څه وخت کې به کار اهل کار ته وسپارل شی، خو دا ټول تش د خلکو غولول وو او بس.


کرزي خپل طلايي چانس له لاسه ورکړ، پښتانه یې برباد کړل، دده په وجود کې پښتنو دومره صدمه ولیده چې سارې یې د افغانستان په تاریخ کې نشته. ده هم د ډاکتر نجیب غوندې په پردیو اعتماد وکړ، پښتانه یې وکړول او چې وخت یې راغې بیا همدغه متعصبینو په میدان پرېښود چې پایله یې په دار ځړول شو. کرزی هم د ورته سرنوشت سره مخ دی او په دې ښه پوهېږي چې د پښتنو سره جفا یې په ګټه نه وه، خو اوس ترې وخت تیر دی!
افغانان نه کرزی بخښي او نه هم بل چانس ورکوي، او پښتانه د کرزي  له خوا جوړ شوي اتلان هبڅ وخت هم نه مني . مسعود د افغانستان په تاریخ کې یو لوی غدار او خاین و او خاین به پاتې شي.
په دې اړه نور سرليکونه:






Copyright Larawbar 2007-2024