کور / نثر / خاطره

خاطره


دانسان ژوند دخوښيو،نيکمرغيو اوغمونو،کړاوونو يوه مجموعه ده٠هرانسان پخپل ژوندکی څه ناڅه دخوږواوترخواحساس کوي٠خوځيني وخت همداخواږه ياتراخه دومره جالب وي چه هره ګړۍ یې انسان دزړه په پاڼه نقش لري٠اوغواړي چي دټولني نوروګړي هم له دغونه خبرولري٠ترڅوهرڅوک وکولې شي ديوچاخاطروته په پام سره دژوانه دټکرونوله ګواښ څخه ځان وژغوري٠داځکه چي دسم اوناسم رول لوبولودپاره يوتاريخي پس منظراوخاطره ښه معاونه ثابتيدلاې شي٠داخبره مي ځکه وکړه چي بايدهيڅوک هم داخيال ونه کړي ,چي څه تېرشوهغه هيرشو،بلکه دتيروناخوالوپه ثبت کولوسره سره سړی ورو ورو دنيمګړي حالت نه دتکامل درجې ته رسيږي٠که په تيروتنقيصاتورڼانه وي؛څوک څنګه کولې شي  چي د ارتقاپه لوروخوځيږي .


ددې تصميم احساس به له کومه کيږي هان که مونږتيرته په پام له نووعزمونو،ارادوسره په احتياط مخ په وړاندي ګام اخلو،نوکه خداي کول دخپل هدف معراج ته به بې له کومه خنډه رسيږو .


وماذالک علی الله بعزيز،په درنښت