دملي خاین اووم تلین یې ولمانځه

د لراوبر اداره | سپتمبر 9th, 2008


له ۲۱د جولای۱۹۷۵کال تر۰۹ د سپتمبر۲۰۰۱کال پورې دملي خاین(مسعود)ورانکارۍ


ګـــرانو هیوادوالــــــو!


باور مووشه  چي نه  له چا سره کومه  شخصي ستونځه لرم  او نه په کوم سیاسي  ډله  پوره تړاو لرم  صرف   دا خپل ګــــران افغانستان او بېوزله افغانان  مې  ډېرزیات  راته ګران  دي  هر چا که ورسره ښــــه کړي هغه به ښه وستایم او هرچا چي ورسره جفاکړې د هغو جفا اونمک حرامي به  په  رښتیني  ډول  بې له کوم تعصب  څخه وغندم  دا که هرڅوک اوپه هرقام  پورې تړاوولري، اوس به مو نه  ډېر وخت نیسم او نه  به مو ډېر وړاندې  بیایم  بس په  دا درۍ نیمو لسیزو به  مو لنډ راوګرزوم،  داخو موږ ټولو ته مالومه ده چي دســـردارمحمد داودخان په وخت کې داپاس ناوړې څېرې  د پنجابیانو غلامي ته  خپله کږه  وږه غاړه وراوږده اودګران افغانستان دتباهي،ملي اوبین المللي برم  د ختمېدولپاره یې مټې ورونغښتې په  پنجابي پوځي کمپونو کې وروزل شو بیا راغی او زموږ  دمستحکم نظام په وړاندې یې په پنجشېر کې یوشرموونکی اوناکام برید وکړ چي  د شهید داودخان په قاطع امر یې برید شنډ او دی په مړوسترګو پنجابیانوته وروتښتېد، کله چي په ۱۳۵۷ کال  د غویي دمیاشتې نظامي پاڅون را مینځ ته شو نو د مسعود پخواني اواوسني همرازملګري دستګیر پنجشېري  په  ډېر ټینګارسره  دخلق دګــونــد مشرانو ته وېل چي هرو مرو باید داودخان اوټوله  کورنۍ یې ووژل شی خو نورمحمدتره کي دا ورسره نه منله


بیا هم پنجشېري دواړه پښې په یوه موزه ننیستې  او نورمحمدتره کي ته یې داسې وېل:


((نباید اصول مبارزُه اجتماعی را خوار شمرد .نه باید با قیام بازی کرد ،از هومانیزم خالق محجوب ، رهبر قیام ناکام سودان باید درس تاریخی ګرفت ….هر ګاه دشمنان تاریخی ما از پنجُه نیروهای انقلابی نجات یابند ، ضد انقلاب شکست خورده و محکوم به زوال ، بدون تردید نیرو های خود را بسیج خواهند کرد و با تکیه به ارتجاع منطقه ، ایران و پاکستان بر انقلاب ما حمله خونین و پروسه انقلابی جامعه را تضعیف خواهند کرد ….- مراجعه شود به کتاب ظهور و زوال ح.د . خ . ا نوشته دستګیر پنجشیري صفحُه ۹۶ )).


خوږو وروڼــــــــــو!


وخت په ثبوت ورسـوله چي  دستګیربنجشېري  له داودخان څخه دمسعود دناکام برید غچ واخیست  خوخلقیان چي اکثریت یې پښتانه وو ان لا له همهغې لمړنۍ شېبې څخه دخپلې خوشباورۍ له لاسه ښکار او دپنجشېري په څېر مکارو څېرو ترنن ورځې  پورې غولولي  دي  تاسو وګورئ لکه  دانن چي دکابل په ښــار کې یو بام او دوه هواوې دي ، په خیرخانه مېنه ، د پروان په کارته ، په  دریمه کارته اونوروسیمــــوکې کارونـــه اوهر اړخیزې بیا رغونې   رواني دي خو په سیدنورمحمد شاه مېنه، رحمان مېنه ، شاه شهید هودخیلو او احمدشاه بابا  مېنه کې  هیڅ ډول  اسانتیاوې چا ته نه دي برابرې  شـوې دا خو هم خیر، اوســـېدونکې یې هره شېبه تر چړو لاندې راځي، ژوندی مثال یې په هودخېلو کې دتېرې اونۍ  له شرمه ډکه حمله  وه چي  بېګناه پښـتانه یې دماشومانو په ګډون  په داسې  بې رحمي سره ووژل


 


عـــــزیــــــــــزانـــــــــــــو!


که په یاد مو وي کله چي په ۱۳۵۷ کال کې دستګیرپنجشېری د ښـوونې او روزنې وزیر وو  نو د خپلې فاشستي او سیمیزې  برتري لپـاره یې  دوخت مشران دې ته وهڅول چي، د۵۰۰ کورنۍ په نوم  پروژه  په خیرخانه مېنه کې دښوونځیو دزده کوونکو او دولتي موسسو دکارکونکو په مټ ودانه  کړي   له دې څخه یې هدف  عامو افغانانو ته خدمت نه بلکه،صرف د خپل ســمت دروازې  یې پخولې خو بیا هم داسي  یو اړخیزو چارو ته ځـــکه څوک نه متوجع کېدل   چي جګړه په ګرمېدو شوه نړیوال ښکرور دافغانسـتان په خېټه کې  ښکر په ښکر شول  سړه جګړه په ګرمېدو اودپنجابیانوغوالنګه شوه  کوچ او شیدې یې پخپله خوړل بادجنې شړومبې یې زموږ په مظلومو محاجرو وروڼو څښـــلې  او هغوی یې د خپلوکرغېړنواهدافولپاره د جهاد په نوم زموږ هېواد ته  رالېږل   د اسلام له مقدس دین څخه یې  داسې ناوړه ګټه پورته کړه چي  زموږ هېوادیې په کنډواله بدل خو خپل ځان  یې ان تر اتومي وسلو پورې ورسـاوه  د افغانانو دنفاق او بدبختي لپاره یې  هفت ګانه سیاسی ډلې  رامینځ  ته او هره یوه یې جلاجلاساتله  ترڅو یوالي ته ونه رسېږي  دیادولو وړ ده چي تر ټولو پټ  رازونـه یې  د جمعیت له وطنفروشـې ډلې سره  لرل  او لري  یې  همدااوس اوس  دګډوډۍ او ځانمرګو بریدونو پلانونه  د ای .ایس.ای او ملی خاینینو


(جمعیتیانو)  په ګډه مشوره  تنظیمېږی که داسې نه وي نو ولې طالبان شمالي ټلوالې ته زیان نه رسوي؟


همدادستګیر بنجشېری په پټه او ښکاره خپلوجنایتـکاروملګرو ته  مشورې ورکوي  او د ملي نفاق په اچولو کې لوی لاس لري د دستګیر  پنجشېري  په  شان  ناوړه کسان نور هم شته  خو د پردې شاته پټ  لګــیا دي،   موږ افغانان ایماني اووجداني مسؤلیت لرو چي  داسې څېرې  دهیواد وروڼو قومونو ته ورلوڅې او دوي  په دې  پوه کړو چي  دخوشبـختي اوپرمختګ  لاره  یوازې اویوازې  یوالی کېدای شي  هغوی بایدوپوهوو چي همدې ملي خاینینو تاسې داسې  بدې ورځې ته راورسولئ  هغو په دوبۍ اوسویس کې باکونه ډک کړل او تاسو لا اوس هــم د دوي په توشه کله  د یو او کله دبل قام له وګړو سره جنګېږئ  په  دې خو اوس ټول  پوهېږو  چي  زموږ د تخــــار ولایت  د خواجه بهاالـــــدین  ولســـــوالۍ په  ناورین کې د همدې ملي خاینیواوبهرنیوغلیمانو لاس  دی  دې ملي خاینینو زموږ کړېدلي پښتانه  دشمال په  ډېرو برخولکه، فاریاب ، شبرغان ، بادغیس اوځینو نوروسیمو کې له خپلوکورونواو ځمـکو څخه شړلي  چي تر نن ورځې  پورې یې هیڅچا غم ونه خوړ زموږ تش په نامه او پردی پال ولسمشر دشهرکونو په معاملو بوخت   دی څو خاینان  ورشي  پټ تړون ورسره وکـړي  د اصف  زرداري  په  شان لـس  فیصــده ونـــډه ورسره ومني ، د شهرک په نــوم امرونه  ورکړي   بیا نـو زموږ  د بېوزلـــو وګړو څرمنې لا پسې وباسي، نن  چي کرزي  د(ملي خاین ) اووم تلین لمانځه  اوپه جنګي جنایتکارویې  غږ وکړ چي هله سره یو شئ  مانانورهم  ولس وکړوئ  چي لاسم نه دی کړېدلی، بیایې دابل مختوری  تورن اسمعل (جنلیتر) په ډېره بې شرمي سره وایي چی(هنوزارمانهای مجاهدین ماپوره نشده)


دا مانا چي دهیوادټوله هستي او نېستي باید دوبۍ اوسویس ته وتښتوله شی


ګرانو هېوادوالو!


اوس نو تاسې  پخپله  فکر وکړئ چي ددې ښاغلو به لا څومره نور ناولي ارمانونه پاته وي؟


تاسو ولیدل چي د حقیقت په  ویلو سره  ژورنالیست نصیر(فیاض) همدې  (جنلیتر)  دسترګو په  رپ کې د زندان  توروتمبو ته ورساوه ایا دا خودسري اوبدماشي نه ده؟


زه په مسؤلیت سره وعده درکوم چي که جنګي جنایتکاران دا په اصطلاح دمجاهدینو مشران نړیوالې محاکمې ته وسپارل  شی بس په هغه ورځ به ملي وحدت ټینګ اووروڼه  قومونه  به  یو ځل بیا په مینه  دورورۍ غېږې سره ورکړي   نن  چي موږ داسې کړېږ و علت یې  دمسعو(ملي خاین)،  دوستم ، محقق ،کریمي او ځینو نورو په څېر منفور، شرمېدلي ، فاشست اوکاذب مشران دي دې په قدرت مینو دخپلــو ناولو موخو لپاره داســــلام په نوم دکابل ښار څنګه لوټې لوټې کړ؟


       


خوږو وروڼــــــو!


زه به هیڅکله په چا بې اساسه تور ونه لګوم که زه په مسعود، دوستم، دستګیرپنجشېري او نورو څه لیکــم ثبوت یې هم وړاندې کولای شم تاسو کولای شئ لاندې ثبوت د دستګیرپنجشېري په اړوند ولــولئ ترڅو زما په لیکنـــه مو پوره باور راشي :                        


با تشــــکر از پورتال وزين افغان جرمن ونويسنده گرامی که روی مطلب مهم ، دقيق وواقعيت مکث نموده واينک شواهد عينی بنده را که انروز در دستگاه راديو تلويزون وظيفه تخنيکی داشتم پيش کش بيننده ها ومسوولين محترم محاکم بين المللی ومحلی نموده وتا با اين قاتل پير واين سوگند خورده پليد در مقابل مليت باشهامت پشتون واين جاسوس روسيه فدارتيف وايران برخورد قانونی نموده وتا قبل از مرک طبعی موصوف اين خفاش خون اشام شناخته شده را در پيشگاه بازمانده گان فاميل شهيد محمد داود وملت افغان مجازات واعدام با سخت ترين شرايط نمايند .
 
شواهد عينی !
در وازه استيديو سبت وپخش به شدت برچه وقنداق تفنگ باز يک جوقه سرباز مسلح همرا کتوازی .دستگير پنجشيری در لباس اصطلاح خودش < پلنگينه پوش > وعينک های نهايت ضعيف بين داخل گرديده اتاق فرمان در محاصره قرار گرفت . 
 
افسر با رتبه جگړن ميان پنجشيری وکميته انقلابی در راس قومندان انقلاب حفيظ ا لله امين ووطنجار در رفت امد بود وياداشت های را انقال ميداد .
 
دستگير پنجشيری در اتاق بزرگ دستگاه قدم برميداشت وبه داود وخاندان يحيی ومحمد زائی ها دشنام ميداد ومنتظر اطلاع قتل او بود که جگړن موصوف با عجله داخل وگفت نسبت مخالفت پرچميها وبخصوص ببرک کارمل از کشتن سردار محمد داود جلوگير و انها پيشنهاد دارند که موصوف ريس جمهور قانونی وانتخابی مردم است زنده دستگير گردد !
 
پنجشيری با عصابانيت گفت انها گو ميخورند وببرک جاسوس انها ودر خوان انها بزرگ گرديده خودش را باداود يکجا به قتل برسانيد ؟
برای من دستور دادند کامره سيار را گرفته در اتاق قومنده انقلاب برويم من ناگزير با کامره مجهز جاپانی واقای پنجشيری وکتوازی پيش حفيظ الله امين رفتيم وپنجشيری با عصبانيت از حفظ ا لله امين پرسيد اين چه قوم پرستی ومليت پرستی را به راه انداختيد چرا دستور قتل سردار ديوانه اين وارث جلاد عبدالرحمان . حبيب الله . ونادر غدار صادر نه ميکنيد .مگر خون تاجک ها سفيد واز پشتون ها سرخ است ؟ حفيظ الله امين در حالکه خنده در لب داشت ومست باده پيروزی بود گفت رفيق انقلابی داخل ارگ شما سردار ببرک کارمل مخالفت نموده است ولی تنها سلطان علی کشتمند طرفدار قتل او ميباشد .
 
پنجشيری باعصابانيت از تره کی معلومات خواست وهمه صلاحيت وقرار را به قرارگاه انقلاب سپرده وبعد از اين دستور دسگير گنجشيری عقب مخابره قرار گرفت . اپتدا شعر حماسی خواند وبعدأ مکرأ دستور پی در پی قتل بدون چون وچرا سردار محمد داؤد را ميداد ودراينوخت جگړن رفيع با عصبانيت از دستگاه راديو تلويزون خارج نزد ببرک کارمل رفت وجنگ شديد در گرفت بعد از ظهر تمام مخابره ها وگزمه سيار انقلابی اطلاع داد سرادر داود سردار نعيم و۳۰ نفر از اعضای فاميل او کشته وارگ تسليم گرديد وحفيظ ا لله امين .وطنجار .پنجشيری وتن چند با باز نمودن بوتل های < وتکاه > جشن شادی وسرور را برپاه ودستگير با شعار برضد همه پشتون ها نشه حفيظ الله را خراب او را عصبای ساخته وپنجشيری را دعوت به خاموشی ساخت .
 
واين بود شواهد عينی بدون کم وکاست وطرفه سياسی چون بنده جنايات تمام سياسيون افغانی را ديده وابسته هيچ دارو دسته نبوده با صداقت عرض حال نمودم چون مسله قتل وشهادت ابر مرد وطن ودلسوز ترين انسان وطن وپاکترين وبا انصاف ترين ريس جمهوری سرادار محمد داود مطرحه ودر ميان بود .
 
ملت افغان بعد از غازی امان الله اين دومين رهبر .قاعد .پيشوا وريس کشور را ديده بودند که با وجدان باشرف با ديانت وپاک وصادق به همه مسايل وطن بوندند اگر در کابل رهبر سالم مستقل واگاه وجود ميداشت رسمأ بعد از ميرويس نيکه ، احمدشاه بابا وغازی امان الله لقب بابا وقاعد ملی بر او گذاشته عابده برمزارش ساخته تا خارجی ها اکليل گل ميگذاشت . / غلام رسول باوری ـــــ لندن



ګرانو هیوادوالــــــــو!


که زه د مسعود (ملي خاین) ټولې ناخوالې تاسوته ټکي په ټکي ولیکم دالیکنه به اوږده اوتاسوته دردوونکې شي خو  


په لنډو کې به دومره تاسو ته ووایم چي مسعود یو بې مثاله جاسوس اووطنفروش وو چي هم یې د امریکا جاسوسي کوله هم یې د روس،چین، فرانسې او څینو نورو خو په اخیر کې غربي نړۍ ته ثابته شوه چي مسـعود هرچا ته فرېب ورکوي خودزړه یارانه یې له مسکوسره ده ځکه خوله کومې خواچایوناڅاپه دعربو په نوم بلاوې ورته راوستې او د ده ټوپۍ یې ور وتوغولــــــــــه چي ګمان کېږي هغه پنجشېریان یې په قتل کې لاس لري کوم چي د بوش ډله یې ترنن ورځې پورې نازوي .


خوږو عزیزانـــــــــو!


دهغې ورځې په هیــــــله چي افغـــان وروڼه قومونه داملي خاین اونور خاینان په یو غږ محکوم اود تاریخ پاڼو ته یې ناولې څېرې اوچارې ورثبت کړي .
په دې اړه نور سرليکونه:








  1. د ملي خاين تلين يي ونمانځه

Copyright Larawbar 2007-2024