کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوسنۍ وضع دشوروي_افغان جګړې كلونه تازه كولائ شي

اوسنۍ وضع دشوروي_افغان جګړې كلونه تازه كولائ شي

له څو ورځې را هيسې، د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې  نوې نښتې، ناكرارۍ او تاوترېخوالي زور اخېستى او لمن يې مخ په  پراخېدو ده چې له  امله يې په هېواد كې د بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره  هم خپلې لوړې كچې ته رسېدلې ده .


د رپوټونو له مخې  يوازې په  روان  کال کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو شمېره  له  يو سلوشلو نه اوړي .دغه راز د همدې كال  په اوږدو کې د هېواد په لر او برکې له امريکا څخه وروسته برتانوي او کاناډايي سرتېرو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده،  چې د بريتانيا شاوخوا ٨٤ او د کاناډا كابو ٨٠ تنه سرتېري وژل شوي دي.


دا په داسې حال كې ده،  چې په تېرو څوكلونو كې،په  هېواد كې د مېشتو بهرنيو سرتېرو د مړو شمېر د ټول كال په اوږدوكې   ۱۰۰  تنو ته نه و لوړ شوى .


همدارنګه د بهرني سرتېرو د مرګ ژوبلو تر څنګ د كورني سرتېرو ( ملي اردو_ ملي پوليس ) په مرګ ژوبلو كې هم څرګند زياتوالى تر سترګو كېږي، د هېواد دكورنيو چارو وزارت د يوې رسمي شمېرنې له مخې د روان لمريز كال له پيله تراوسه مخالفو جنګاليو سره په جنګ جګړو كې يوازې دنوموړي وزارت پورې اړوند امنيتي سرتېرو نه ۷۶۰ تنه خپل ژوند له لاسه وركړي او په همدغو شمېر نور ټپيان دي. د ملي اردو د سرتېرو د تلفاتو په اړه ويل كېږي چې ۶۸۰ تنو ته رسېږي.


په جګړه كې حلوا نه وېشل كېږي خو….



 


بهرني ځواکونو او نورو افغاني سرتېرو ته د مرګ ژوبلو اوښتل،  څه نوې خبره نه ده، پخوا هم  مرګ ژوبله ورته اوښتې وه او په راتلونکي کې به هم وراوړي، ځكه هغوى همدا اوس په افغانستان كې د يوه جګړه ييز ماموريت  د تر سره كولو په حال كې دي، نو د ا طبيعي خبره ده، چې مرګ ژوبله به  ورته اوړي، هغه د چا خبره،  په جګړه كې حلوا نه وېشل كېږي، خو په دومره ډېره پيمانه او توپېر سره زياتېدل يې ، بيا ښايي تر شا يو شمېر لاملونه ولري.


كه څه هم  كېداى شي د بهرنيو او كورني سرتېرو د مرګ ژوبلې په زېاتېدو كې، د طالب  جنګياليو په برېدونو  كې  نوي رامنځ  ته  شوي نوښتونه او تكتيكونه،  څه اغېزه  او كاري ونډه ولري،ځكه هغوى اوس د هغو دوه دريو كلونو نه مخكې جګړه ييز سيستم د كارونې پر ځاى زياتره هغه تاكتيكونه كاروي چې


عراق ياغيانو يې په عراق كې  يې  د  امريكايي سرتېرو سره په جګړه كې كارول او ښه پايلې يې هم درلودلې، خو هغه څه چې زياتره كارپوهان يې دلته په افغانستان كې په دې اړه  ارزښتناك بولي او موږ يې په ټوليز ډول  د بنسټېز لامل په توګه په ګوته كولى شو، هغه له دولتي او امريكايي سرتېرو سره د خلكو د نه همكارۍ او خپګان خبره ده، دوه درې كاله  وړاندې  زياترو افغانانو، بهرنيو سرتېرو ته  د سولې  او امن عسكرو په سترګه كتل، اوله هغوى سره به يې  په پراخه پيمانه مرستې او همكارۍ هم كولې، خو اوس خبره بل ډول ده، په تېرو څو كلونو كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د هغو ړندو  هوايي بريدونو له  كبله،  چې  زموږ يو زيات شمېر هېوادوال  يې  په وينو او باروتو ولړل، او له خلكو سره د دوى دهغو ناوړچلند له مخې  چې دوى يې هره ورځ دهېواد په لر او بر كې ترسره كوي د خلكو – دولت او بهرنيو ځواكونو تر منځ واټن  بېخي  ډېر شوى، له  همدې امله اوس خلك له دوى سره د مرستې او همكارۍ پرځاى، كركه  اونفرت ترې كوي  او آن  د دولت له  مخالفينو سره مرسته هم  كوي.




بمبارۍ كركې راپاروي


پر دې بنسټ په زغرده ويلي شو، هغه څه،   چې  په دې اړه تر ټولو مهم او ارزښتناك بلل كېږي، هغه د خلكو دهمكارۍ او مرستې خبره ده. بايد ووايو چې د هر ځواك  د مرګ ژوبلې كچې زياتوالى او كموالى ، تر ډېره برېده  له همدغې خبرې او لامل سره تړاو لري.




نو بهرنيوځواكونو او افغان دولت ته زموږ مشوره دا ده،  چې خپه ولس دې بېرته پخلا او پر دوى دې د خپلو بې ځايو او ړندو بمباريو لړۍ ودروي. او د خپلو سرتېرو  دهغه ناوړه چلند مخه دې ونيسي ،چې د دوى سرتېري يې هر ه ورځ د درانه افغانانو عزت او حيثيت پرې لوټي، كه نه كېداى شي د موجوده وضعيت  د دوام په صورت كې، هغه د شوروي _ افغان جګړې كلونه بيا راتازه شي چې بيا به د هېواد هېڅ ګوټ د بهرني سرتيرى  لپاره خوندي نه وي،  چې په ترڅ كې  يې د دوى دمرګ ژوبلو شمېر هغه كچې ته ورسېږي چې دوى هم لكه د روسانو په شان  له  ټولولو  توان يې  و نه لري.